IQNA

په ؛نور ؛نومې قرآني کمپاین کې د غزې ماشومان وځلیدل (انځورونه)

15:00 - May 20, 2026
د خبر لمبر: 3492796
ایکنا – د غزې ۶۵  ماشومانو د  ؛نور ؛ په نامې سره په قرآني کمپاین برخه واخیسته او د خپلو ښوونکو په وړاندې ئې د قرآن کریم ځینې برخې ولوستلې، او د مسؤلینو او والدینو لخوا ئې ستاینه وشوه.

د ایکنانیوز  د الجزیرې په حواله په راپور کې راغلي دي، ۶۵ ماشومان چې عمرونه ئې له  ۴ څخه تر ۹ کلونو پورې وو، هلکان او نجونې، د فلسطین دودیز لباسونه  ئې اغوستي وو او د غزې د «غراس» ښوونځي او ماشومانو د روزنې په مرکز کې ئې په « نور»  قرآني کمپاین کې برخه واخیسته. دوی د قرآن کریم ځینې برخې د خپلو ښوونکو په وړاندې په حفظ سره ولوستلې.

ماشومانوپه لاسونو کې بینرې درلودې  چې د دغه کمپاین پیغام ئې له قرآن کریم سره مینه ښودله، او په یوه تعلیمي او معنوي چاپیریال کې یې داسې انځور وړاندې کړ چې ماشومان په داسې یوه وخت کې چې جګړه او دباؤ موجود وي،  هڅه کوي د رڼا په لور حرکت وکړي.

په دغه محفل کې، د ماشومانو مخونه له خوښۍ او انرژۍ  ډک وو، او ښوونکي او والدین په داسې حال کې چې د ویاړ احساس ئې کاوه، د خوښۍ اوښکې ئې تویولې او د خپلو ماشومانو د قرآن د حفظ په لاره د لومړیو ګامونو شاهدان شول.

دا صحنه یوازې یو لنډمهاله حفظ او تلاوت نه و، بلکې د ماشومانو یو  ژوندۍ انځور و چې د جګړې او دردونو تر دباؤنو لاندې هڅه کوي د خپل ایمان رڼا وساتي او داسې پیغام وړاندې کړي چې ښئي قرآن لاهم  په ځوانانو کې امید او ډاډ راژوندی کولی شي.

د « نور» نومې قرآني  او معنوي کمپاین  د دې لپاره ډیزاین شوې چې ماشومانو ته یو خوندي او د ایمان پر بنسټ تعلیمي چاپیریال برابر کړي، او د نوي نسل او قرآن کریم ترمینځ د حفظ، تلاوت او پوهې له لارې اړیکه جوړ کړي، څو د فلسطینی  مسلمانان  د  ټولنې لپاره یو نمونه شخصیت وړاندې کړي.

مسؤلینو ټینګار کړی چې د هغو ماشومانو ستاینه چې قرآن حفظ کوي، یوازې د حفظ تر اندازې پورې محدود نه ده، بلکې د هغه انسان جوړولو پورې تړاو لري چې رڼا په زړه کې لري او په شفقت، پوهې او ژمنتیا سره لویږي؛ داسې پیغام چې ښئي قرآن لاهم حتی په سختو شرایطو کې کولی شي امید او ژوند راولي.

https://iqna.ir/fa/news/4353057

captcha