
د ایکنا د راپور له مخې،د عفاف او حجاب د برخې د متخصصانو او طراحانو د ټولنې اجرائي مشر ووئيل چې د «هدی» په نامې سره د ایراني ـ اسلامي جامو یا قالیو نهم نندارتون به د غبرګولي له ۱۵ تر ۲۲ نېټې پورې د تهران په امام خمیني (رح) مصلی کې جوړ شي.
د هېواد د عامه فرهنګ د شورا د عامه اړیکو او اطلاعرسونې دفتر په حواله راپور راکړی، د عفاف او حجاب د برخې د متخصصانو او طراحانو د ټولنې اجرائي مشر حمیدرضا امیدي، د «هدی» نومې د جامو یا قالیو د نهم نندارتون د جوړېدو خبر ورکړ او وې ویل: «په دې ملي نندارتون کې مو هڅه کړې چې د رمضان جنګ له امله د زیانمن شوو کاروبارونو ترڅنګ د کورنیو له اقتصاد څخه هم ملاتړ وکړو.
د «هدی» نومې د نهم نندارتون مشر وویل: «په دغه نندارتون کې له سلو څخه زیات د ایراني ـ اسلامي قالیو او جامو تولیدوونکي او فعالان ګډون کوي او خپل محصولات به لږ تر لږه په ۲۰ سلنه تخفیف سره لیدونکو ته وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه: «په دې نندارتون کې به د کورنۍ د جامو بېلابېلې برخې، لکه د ښځو، نارینهوو او ماشومانو جامې وړاندې شي. همدارنګه مو هڅه کړې چې د نندارتون چاپېریال د کورنیو لپاره خوښ او زړهراښکونکی وي او ماشومان هم د نندارتون ترڅنګ له تفریحي اسانتیاوو څخه ګټه واخلي.
امیدي وویل: د وړیا ګنډلو برخه، د "خپل ځان د حجاب په بڼه ووینه" په عنوان سره پروګرام او هغو نجونو ته ډالۍ ورکول چې لومړی ځل حجاب غوره کوي، د دغه نندارتون له نورو ځانګړو برخو څخه دي. دغه نندارتون د "د محرم میاشتې هرکلی" تر عنوان لاندې د غبرګولي له ۱۵مې تر ۲۲مې نېټې پورې هره ورځ د ماسپښین له ۳ بجو څخه د شپې تر ۱۰ بجو پورې د تهران په امام خمیني مصلی کې پرانیستی وي.
https://iqna.ir/fa/news/4355279