IQNA

 په افغانستان کې طالبانو د تمدن ټیلویژني چینل  خپرونې بندې کړې

15:44 - June 23, 2026
د خبر لمبر: 3492951
ایکنا- د معلوماتو له مخې، شاوخوا دوه کاله وړاندې هم د افغانستان د طالبانو حکومت  د تمدن ټیلويژن پر دفتر عملیات کړي وو، خو هغه مهال ئې خپرونې نه وې درولې اوس ئې په داسې حال کې ددغه ټيلیویژني چینل خپرونې تړلي چې ښائي په محرم الحرام میاشت کې ددغه ټيلیویژني چینل له خوا د حسینی تاسوعا او عاشورا د شپو ورځو په مناسبت ځانګړي دینی پروګرامونه خپریدل.

ایکنانیوز د پارس ټوډې  له قوله ر اپور راکړ،  د افغانستان  د تمدن ټیلویژني چینل  ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د حسینی تاسوعا او عاشورا شپوورځو له رارسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان امنیتي ځواکونو د دغه ټیلويژن پر مرکزي دفتر چاپه وهلې  او ورسره ئې د  دغې رسنۍ خپرونې هم بندې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، شاوخوا دوه کاله وړاندې هم د افغانستان د طالبانو حکومت  د تمدن ټیلويژن پر دفتر عملیات کړي وو، خو هغه مهال ئې خپرونې نه وې درولې.

تر اوسه طالب چارواکو د تمدن ټیلويژن د خپرونو د بندېدو او د دې رسنۍ پر دفتر د ترسره شویو عملیاتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174474

captcha