د ایکنا خبري اژانس د راپور له مخې، د عراق او بېلابېلو هېوادونو میلیونونو مینه و ال کربلا ته رسېدلي، څو د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
کربلا ته د شهید رهبر د مبارک جسد د ناوخته رسېدو علت
د کربلا والي ووئیل چې د شهید رهبر د مبارک جسد د بیګا ناوخته رسېدو لامل د نجف اشرف او کربلا ترمینځ په ټولې لارې کې د خلکو، قبایلو او عشایرو پراخ او بېساری هرکلی و.
د حضرت امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم دروازې وتړل شوې
د شهید رهبر د مبارک جسد کربلا ته له رسېدو سره سم، د حضرت امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم دروازې او همدارنګه د بینالحرمین سیمه، د جنازې د مراسمو د ښه تنظیم او د خلکو د ګڼې ګوڼې د مدیریت لپاره، د زائرانو او ماتم کوونکو پر مخ وتړل شوه. څو لازیاته ګڼه ګوڼه جوړه نشي او چا ته کوم تاوان ونه رسیږي.
وروسته د ماښام لمونځ د شیخ عبدالمهدي کربلایي، چې د آیتالله سیستاني استازی دی، په امامت ادا شو.

په لومړي صف کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان، سردار اسماعیل قاآني هم حاضر و.
د جنازې په مراسمو کې له ۴ میلیونو څخه د زیاتو خلکو ګډون
حشد الشعبي ولسی مبارز ځواک په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، چې په کربلا معلی کې د اسلامي امت د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې په مراسمو کې د ګډونوالو شمېر له څلورو میلیونو کسانو څخه اوښتی دی.
د شیعه دیني مرجع ګډون
د شیعه مراجعو له ډلې حضرت آیتالله سید تقي المدرسي د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د حضرت امام حسین (ع) سپېڅلي حرم ته ورغی.
د عراقي قبیلو مشرانو هرکلی
د عراق د بېلابېلو قبیلو مشران او سپینږیري، د خپل دود له مخې چې د درناوي او تکریم نښه ګڼل کېږي، د خپلو قبیلو له بیرغونو سره د کربلا په ورودئ کې د شهید رهبر د مبارک جسد هرکلي ته ولاړ وو.
د عراق رسمي خبري اژانس اعلان وکړ چې د حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهاي د جنازې مراسم په کربلا کې د تهران پر وخت د شپې په ۱۰:۰۰ بجو او د کربلا پر وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو پیل شوي چې تر درو او درو نیمو بجو پورې ئې دوام درلود.
همدارنګه، په حرم کې هغه ځانګړی ځای هم چمتو شوی و چې د شهید رهبر تابوت پکې کېښودل کید.

د ښځو ویر او د عاشورا د غمونو انځور
په خپره شوې ویډیو کې، کله چې د شهیدې ماشومې جسد د حضرت امام حسین (ع) سپېڅلي حرم ته داخلېږي، نو د ښځو د ژړا او شیون غږونه اورېدل کېږي؛ داسې صحنه چې د عاشورا په ورځ د اهل بیتو د خېمو د ښځو او ماشومانو د مصیبتونو یاد تازه کوي.
همدارنګه، په داسې حال کې چې په کربلا کې د شهید رهبر د جنازې مراسم روان وو، د نجف اشرف په امام علي (ع) جومات کې د شهید رهبر د کورنۍ د یاد او درناوي په موخه د ښځو لپاره د ماتم ځانګړې غونډه هم جوړه شوه، چې په کې ګڼ شمېر ماتم کوونکو ګډون کړی و.









