ایکنانیوز د رهبرۍ د ویب پاڼې له قوله راپور راکوي،د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله سید مجبتی حسینی خامنه ای د یوه پیغام په ترڅ کې د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې په ایران او عراق کې د لسګونو میلیونو کسانود ګډون په قدرونې سره، شهید رهبر ته په خطاب کې ټینګار کړی دی: وعده درسره کوو چي ستاسو او د دې دواړو جنګونو د شهیدانو د پاکې وینې بدله له جنایتکارو او بې حیثیتو قاتلینو څخه واخلو. دا بدله زمونږ د ولس غوښتنه ده او هرو مرو به واخیستل شي، دا جنایتکاران چي له لوړپوړو رانیولې تر ټيټې سوئې پورې د ټولو لیسټ موجود دی، د پر امن مرګ هیله به قبر ته یوسي.
له امریکا څخه د شهید رهبر د وینې د غچ اخیستلو په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د پیغام متن په دې ډول دی:
بسم الله الرّحمن الرّحیم
السَّلامُ علیکَ یا ثاراللهِ وَ ابنَ ثاره وَ الوِترَ المَوتور. السَّلامُ علیکَ وَ علی جَدِّکَ وَ اَبیکَ وَ اُمِّکَ وَ اَخیکَ وَ المَعصومینَ مِن وُلدِک.
سلام دې وي پر هغه امام، چې د هغه د پاڅون ژوندبخښونکي غږ د نبوي بعثت ستر او پياوړی انګازه د تاریخ تر لرې ژورو پورې وغځوله، او د همدې غږ له برکته د ایران اسلامي انقلاب راوپنځيد.
هغه انقلاب چې له بنسټه حسيني و، او د امام حسین (ع) د شعار او لارې پر بنسټ رامنځته شو، وده ئې وکړه او قدرتمند شو.
د ایران شهید رهبر هم په همدې مرام وروزل شو. هغه حسيني و؛ حسيني فکر ئې کاوه، حسيني حرکت ئې وکړ، حسيني جهاد او مقاومت ئې وکړ، حسيني ژوند ئې تېر کړ، او په پاي کې ئې خپله وینه د امام حسین (ع) د مکتب او لارې لپاره قرباني کړه او د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
د حسینیانو په ډلې کې داسې کسان هم وي، چې کله ئې د امام حسین (ع) د لارې، مکتب او مرام لپاره وینه په مظلومانه توګه توي شي، د اسلام امت راویښېږي او خوځښت کوي. هماغه زمانه له عاشورا سره او هغه ځای له کربلا سره نښليیږي.
اوس هم هماغه حسيني ولوله زمونږ ملت راویښ کړی او د ستر امام خمیني او شهید خامنه اي مکتب ته یې نوې ځلا وربخښلې ده.
همدا هغه ژوندبخښونکی غورځنګ دی، چې د امام حسین (ع) د مظلومیت د فریاد او د هغه د «هَل مِن ناصرٍ یَنصُرُني؟» غږ انعکاس په ایران، ورپسې په عراق او نورو هېوادونو کې راژوندی کوي او د باطل بنسټونه لړزوي.
په همدې مناسبت، اړینه ګڼم چې د ایران او عراق په ښارونو او کلیو، په ځانګړې توګه په تهران، قم، نجف، کربلا او مشهد کې د خلکو د لسګونو میلیونو، حیرانوونکي، دښمنماتوونکي او تاریخي شتون څخه د زړه له کومې مننه او قدرداني وکړم.
زمونږ ملت د امام حسین (ع) د وینې غچاخیستونکی ملت دی. دغه ستر ملت د کلونو په اوږدو کې خپل اولادونه د امام حسین (ع) په لاره او د هغه د دښمنانو او د حسيني مرام د مخالفینو پر ضد په جګړه کې قرباني کړل. اوس هم دغه ملت د هغه او د زمانې د حسینیانو د وینې د غچ غوښتونکی دی.
اوس زمونږ شهید رهبر ته داسې وایم: اې مظلومه شهیده! اې سرلوړي مظلومه! اې د خدای صالح بنده! اوس چې له اوښکو ډکوسترګو او ماتو زړونو سره ستا له سپېڅلي پیکر سره په مخه ښه کوو، له تا سره ژمنه کوو چې ستا مکتب به ژوندی ساتو، هغه نېغه او سمه لاره چې تا په نښه کړې ده، په ټینګې ارادې به پرې روان یو، د دې لارې له سختیو به ونه وېرېږو، او ستا په څېر به خپل زړونه د خداي تعالی له امیدونو او ژمنو سره وتړو.
موږ ژمنه کوو چې ستا د پاکې وینې او د دغو دوو جګړو د ټولو شهیدانو غچ به له هغو جنایتکارو او بدنامو قاتلانو څخه اخلو. دا غچ زمونږ د ملت غوښتنه ده او بېله شکه باید ترسره شي.
د دغو جنایتکارانو بشپړ نوملړ، له لوړپوړو تر ټیټې سوئې پورې، موجود دی. هغوی به د ارام او طبیعي مرګ هیله له ځان سره ګور ته یوسي. هغوی باید پوه شي چې د دې کار ترسره کېدل یوازې زما یا د نورو مسئولانو په شتون پورې تړلي نه دي. مونږ که نوو او که نه وو ، دا کار به خامخا ترسره شي، او ډېر ژر به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ازاد انسانان هر یو د دې الهي مأموریت یوه برخه پر مخ بوځي.
اې د امت شهید پلاره! د شهادت هغه خوږ شربت، چې ټول عمر دې د څښلو ارمان درلود، نوش جان د شه. د شهادت جامه، پر هغه بدن چې د خپلې سپېڅلې مور حضرت فاطمةالزهرا (س)، خپل نیکه امام حسین (ع) او حضرت ابوالفضل العباس (ع) د لارې نښې پرې ښکاري، مبارک دې وي. او تاسو، او ستاسو مظلوم ملګري، چې د دښمن په ناڅاپي برید کې شهیدان شوئ، نېکمرغه یاست؛ ځکه اوس د هغه ستر مولا مېلمانه یاست، چې ښائي تاسو ئې د ژوند په اوږدو کې څو څو ځله د مهربانۍ او لطف خوند څکلي وي.
هغه ستر شخصیت، چې د الهي رحمت دروازه د ټولو، او په ځانګړې توګه د دې خاورې د خلکو لپاره ده، اوس ستاسو کوربه دی، او د هغه خوندي او مبارک ګاونډ ستاسو ابدي کور ګرځېدلی دی.
او ته، اې ستر مقام لرونکي سروره! اې بزرګواره! اې مهربانه امامه، اې ابو الحسن الرضا المرتضی (ع)، چې د خداي تعالی تر ټولو غوره درود دې پر تا وي!
اوس ستا د یوه خدمتګار او د ستا او د اهلبیت (ع) د یوه مخلص خادم ټوټه ټوټه شوی بدن، چې له کلونو نه ستړي کېدونکو هڅو، مبارزې او جهاد وروسته، د خپلې کورنۍ د هغو شهیدانو له سپېڅلو جسدونو سره یوځای، چې هر یو یې د کربلا د یوه شهید یاد راژوندی کوي، په دې سپېڅلې خاورې کې آرام مومي تر هغې ورځې پورې، چې د الهي فرمان له مخې د نړۍ روښانوونکی لمر، حضرت بقیةالله الاعظم (عج)، د غیبت له ورېځو څخه راڅرګند شي او د ځمکې پر ټولو انسانانو د الهي رحمت رڼا خپره کړي.
هغې ورځې ته، چې هیله لرو ډېر ژر به راورسېږي، د صدیقانو، شهیدانو او د خداي د اولیاؤ له ډلې ځلانده ستوري به د هغه حضرت ملګري وي. زمونږ هیله دا ده چې زموږ شهید مشر هم له همدغو کسانو څخه وي، څو یو ځل بیا د جهاد، وفادارۍ او د «ألست» د الهي ژمنې د پوره کولو ځلانده او سپېڅلې صحنه نندارې ته وړاندې کړي، او ښايي همدا ننني ملګرو یې هم په هغه ورځ کې ورسره اوږه په اوږه ولاړ وي.
اې مهربانه مولا! زمونږ رهبر، چې خپل هر څه ئې ستا په لاره کې قربان کړل، او د هغه شهید ملګري، ټول ستا شتون او ستا د مهربانۍ او پاملرنې لمنې ته سپارو.
هیله لرو چې څنګه د دنیوي ژوند پر مهال ستا له لطف او کرم څخه برخمن وو، له دې وروسته هم ستا له رحمت، عنایت او ځانګړي احسان څخه لا ډېر، لا لوړ او لا پراخ برخمن شي.
په پای کې، یو ځل بیا د خپل عظیم مولا حضرت بقیةالله الاعظم (عج) حضور ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو، او له هغه مهربان امام څخه غواړو چې خپلې پاکې او مبارکې دعاوې د ایران د شهید رهبر، د هغه د شهیدو ملګرو او د ټولو شهیدانو په حق کې وکړي.
همدارنګه له لوی او لوړ ذات، خداي تعالی، څخه غوښتنه کوو چې ټولو شهیدانو ته لوړې درجې، د هغوی پاتې کورنیو ته صبر او اجر، او د ایران مظلوم ملت ته ژر، څرګند او حتمي بریا او نصرت ور په برخه کړي، انشاءالله.
سید مجتبی حسینی خامنهای
18 چنګاښ 1405
https://iqna.ir/fa/news/4363418