IQNA

ذبیح الله مجاهد: سیمه ییز جنګ د هیچا په ګټه نه دی

16:16 - July 27, 2026
د خبر لمبر: 3493087
ذبیح الله مجاهد
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سیمه ییز جنګ د هیچا په ګټه ندی او مونږ نه غواړو چې پاکستان کې نا امني وي، ځکه دغه چاره د افغانستان په زیان هم ده.

یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،  د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد له تهران ریډیو سره په یوې مرکې کې ووئيل؛ افغانستان د جګړې تراخې تجربې لیدلي، له همدې امله نه غواړي، چې نور هېوادونه هم دغه ډول تجروبه وویني او له همدې امله هېواد ئې اجازه نه ورکوي، چې خاوره ئې د پاکستان په ګډون د بل هېواد په زیان استعمال شي.

ذبیح الله مجاهد د ایران پښتو راډیو سره په خبرو کې په پاکستان کې امنیتي وضعیت ته په اشارې سره وویل: دغه هېواد باید خپلې ستونزې په داخل د ننه حل کړي او په وینا یې دوی حاکمان نه و، چې شل کاله وړاندې یاد هېواد کې عملیات، چاودنې او نورو د نا امنۍ پېښې رامنځته کېدې.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پاکستان په پرلپسې ادعا کوي، چې افغان خاوره د دوی پر ضد کارول کیږي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړې.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175628-

captcha