IQNA

د آسام لرغونی قرآن؛ په هند کې د دینونو د ګډ ژوند تاریخي شاهد

14:27 - August 02, 2026
د خبر لمبر: 3493115
ایکنا- د هندوستان د آسام صوبې په یوه جومات کې د قرآن کریم یوه نادره خطي نسخه ساتل کېږي، چې لا هم د دیني او فرهنګي میراث مینه‌وال او لیدونکي ځان ته راجلبوي، ځکه دا د دې سیمې د بېلابېلو دینونو د پیروانو ترمینځ د اوږدمهاله ګډ او همغږي ژوند شاهد ګڼل کېږي.

د ایکنا د راپور له مخې چې د شفقنا عربي له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، دا خطي نسخه د هند د آسام صوبې په مرکزي برخې کې د کامروپ ولسوالۍ په یوه جومات کې ساتل کېږي. د سیمې خلک دا یوازې یو لرغونی قرآن نه ګڼي، بلکې دا د هغو ټولنیزو او فرهنګي اړیکو نښه بولي چې د سیمې ګڼ نسلونه ئې سره یو موټي کړي دي.

د آسام د اوسېدونکو په وینا، دا خطي نسخه  کابو په ۱۷۷۰ میلادي کال کې  موندل شوې. ویل کېږي چې شیخ داهي بید په خوب کې داسې لیدلی وو چې پکې ورته ښودل شوې وه، د قرآن یوه سپېڅلې نسخه د هغه له استوګنځي سره نږدې د ځنګل  په یوه ځانګړي ځای کې ښخه شوې ده. وروسته له دې چې هغه د کلي خلک خبر کړل، د بېلابېلو ټولنیزو پرګنو خلکو د لټون او کیندنې په بهیر کې برخه واخیسته او په پایلې کې ئې یو زوړ لرګین صندوق وموند، چې پکې د قرآن خطي نسخه، تاریخي آثار او لرغوني سکې موجودې وې.

د سیمې خلک ټینګار کوي چې د دغې خطي نسخې موندل د یوه مشهور معبد ترڅنګ، دغې پېښې ته ځانګړی سمبولیک ارزښت ورکوي او د آسام په سیمې کې د بېلابېلو دینونو د پیروانو ترمنځ د ګډ ژوند، متقابل درناوي او زغم لرغونی دود څرګندوي.

د دې لرغوني قرآن له موندلو راهیسې، دا نسخه په ډېر احتیاط د جومات دننه ساتل کېږي او هره جمعه د جماعت له لمانځه وروسته د لمونځ‌کوونکو او لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې کېږي. د هند د آسام صوبې له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه کسان د دې ځانګړي تاریخي میراث د لیدو لپاره دغه ځای ته ورځي، ځکه دا نسخه د آسام د ګډې کلتوري حافظې یوه مهمه نښه بلل کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4367320

captcha