د ایکنا د راپور له مخې چې د یافا خبري سرچینې له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، دغه کاروان بوسنیا او هرزېګوینا ته ورسېد. ګډونوالو د سربرینیتسا ښار او د پوتوچاري د یادګاري هدیرې څخه لیدنه وکړه او د هغو قربانیانو د ارواوو د خوښۍ لپاره ئې دعا او لمنځ وکړ چې په ۱۹۹۵ کال کې د دې ښار د نسلوژنې قربانیان شوي وو.
په دغې غونډې کې ګډونوالو له فلسطیني ولس سره خپل پیوستون اعلان کړ او په غزې کې ئې روانه نسلوژنه وغندله.
د ترکي پلاوي همغږي کوونکي حسین دورماز خبریالانو ته وویل، د تاریخ جنایتونه باید هېڅکله هېر نه شي، او د دې کاروان اصلي موخه دا ده چې په غزه کې روانې نسلوژنې ته د نړۍ د خلکو پام واړوي.
هغه زیاته کړه چې په دې سفر کې به له ۵۰۰ څخه ډېر د مدني ټولنې فعالان برخه واخلي. ټاکل شوې ده دغه کاروان د ترکیې، عراق او اردن له لارې فلسطین ته ورسېږي.
ټاکل شوې ده چې کاروان له بوسنیا څخه له خوځيده وروسته د ترکیې له څو ولایتونو تېر شي، بیا عراق او وروسته اردن ته ولاړ شي او په پاي کې فلسطین ته ورسېږي. اټکل کېږي چې دغه سفر، چې د لسو اروپایي هېوادونو د فعالانو په ګډون ترسره کېږي،کابو شل ورځې به دوام وکړي.
د سربرینیتسا نسلوژنه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو ستره او خونړۍ ډلهییزه وژنه بلل کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4367383