IQNA

له محرم میاشتې راهیسې عراق ته د درې میلیونو څخه د زیاتو بهرنیو زائرانو واریدیدا

15:14 - August 02, 2026
د خبر لمبر: 3493118
ایکنا- د عراق د امنیتي رسنیو مرکز اعلان کړی چې د محرم میاشتې له پیل راهیسې تر اوسه پورې کابو  ۳.۵ میلیون  بهرني زائران عراق ته داخل شوي دي.

د ایکنا د راپور له مخې چې د میډل ایست نیوز له قوله یې خپور کړی راغلی دي، د عراق د امنیتي رسنیو د مرکز مشر سعد معن د جمعې په ورځې  ویلي دي، د هغو زائرانو شمېر چې له بېلابېلو سرحدي لارو   عراق ته داخل شوي څو د امام حسین(ع) د اربعین په مراسمو کې ګډون وکړي، له ۳ میلیون  او ۴۳۵ زره کسانو څخه اوښتی دی.

معن د عراق رسمي خبري اژانس (واع) ته وویل، د محرم میاشتې له پیل څخه د تېرې شپې تر پایه پورې، عراق ته د واریدیدونکو زائرانو شمېر ۳ میلیونه، ۴۳۵ زره او ۴۹۲ کسانو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه زائران د نړۍ د ۱۷۲ بېلابېلو هېوادونو او ملیتونو استازي دي او د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره عراق ته ورغلي دي.

د عراق د امنیتي رسنیو د مرکز مشر ټینګار وکړ چې د اربعین مراسم په لوړه کچه د نظم، امنیت او اسانتیاوو په فضا کې روان دي، او امنیتي ځواکونه او حسیني موکبونه په پراخو هڅو سره زائرانو ته خدمتونه وړاندې کوي او د هغوی لپاره مناسب شرایط برابروي.

هغه همدارنګه وویل چې د حسینی اربعین لپاره ځانګړي امنیتي او خدماتي پلانونه لا هم دوام لري، څو د زائرانو تګ راتګ په اسانه او منظم ډول ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4367269

captcha