IQNA

15:07 - August 09, 2026
د خبر لمبر: 3493156

له ۸۱ زرو څخه د زیاتو زائرینو د حسینی اربعین له قرآني تمځایونو استفاده کړې ده

ایکنا- د امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم دارالقرآن، چې د نجف له علمي حوزې سره په همکارۍ ئې د امام حسین(ع) د اربعین په مناسبت د قرآني تمځایونو طرحه جوړه کړې وه، له ۸۰ زرو څخه زیاتو زائرینو ته د خدمت له وړاندې کولو وروسته دغه طرحه پای ته ورسوله.

حسینی اربعین او قرآن

 ایکنانیوز له  عراقه راپور راکړی، دغې  طرحې د امام حسین(ع) د اربعین د زیارت په ترڅ کې له ۸۱ زرو څخه زیاتو کسانو ته خدمتونه وړاندې کړل. په دې پروګرامونو کې ۷۵۰ نارینه او ښځینه قرآن ښوونکو ګډون کړی و چې د کربلا ولایت او د عراق د یو شمېر نورو ولایتونو په ۹۰ تمځایونو کې ځای پر ځای شوي وو.

د امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم د دارالقرآن مشر، شیخ خیرالدین الهادي، وویل: د قرآني تمځایونو پراخ استقبال د زائرینو لپاره د قرآني پیغام په انتقال کې د دغې طرحې پر بریالیتوب ټینګار کوي

هغه وویل: د مؤسسې کارکوونکو د اوو شپو ورځو په مودې کې په ډېرې هڅې او زیار سره د قرآني او ښوونیزو خدمتونو د عامه پوهاوي او وړاندې کولو لپاره کار وکړ، چې د تلاوت په سمون او د دیني او فرهنګي پوهاوي په پیاوړتیا کې ئې مرسته وکړه.

الهادي زیاته کړه: په دغې طرحې کې د فعالیتونو پراخه لړۍ شامله وه؛ له هغې ډلې اووه نړیوالې قرآني غونډې او ۴۷ کورنۍ قرآني غونډې ترسره شوې.پر دې  سربېره، دغې مؤسسې ۲۳ سیالۍ او سیمینارونه او همدارنګه د بېلابېلو قرآني او دیني موضوعاتو په اړه ۸۲ پوهاوی ورکوونکې ویناوې ترسره کړې او له ۲۵ زرو څخه زیات متبرک سوغاتونه یې د زائرینو ترمنځ ووېشل.

هغه ټینګار وکړ چې د دې پروژې کلنۍ لاسته راوړنې په راتلونکو مناسبتونو کې د خدمتونو د لا پراختیا او پراخولو لپاره انګېزه برابروي او حسینی زائرینو ته د قرآني پروګرامونو وړاندې کول به لا پیاوړي کړي.

الهادي په پای کې یادونه وکړه چې دا پروژه په ټولنې کې د قرآني فرهنګ د پراختیا او د هغه د ارزښتونو د بنسټیز کولو په برخې کې د امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم د رسالت څرګندونه هم کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4368544

captcha