IQNA

15:41 - August 11, 2026
د خبر لمبر: 3493169

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوی تهران ته په سفر راغی

ایکنا- داپه داسې حال کې ديچې تیر میاشت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومنی  په اسلام اباد کې کوربه ؤ.

محسن نقوی

ایکنانیوز د ایرنا خبری آژانس له قوله راپور راکړی،  یوې خبرې ډيپلوماټيکې سرچینې  وئيلي چې  دپاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي  د ایران د اسلامی جمهوریت   له چارواکو سره د خبرواترو لپاره تهران ت ه راروان شوی دی.

دغې سرچینې  په اسلام اباد کې ایرنا ته وئیلي دي چې محسن نقوي  له اسلام اباده د تهران په لورخوځيدلی دی.

داپه داسې حال کې ديچې تیر میاشت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومنی  په اسلام اباد کې کوربه ؤ.

ټاکل شوې ده چې  محسن نقوی  په دغه سفر کې  د ایران له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هیوادونو  د دلچسئ وړ موضوګانو او د دوو اړخیزو مسئلو په باب  کتنه او خبرې اترې وکړي.  

https://www.irna.ir/news/86233481

captcha