IQNA

6:54 - August 12, 2026
د خبر لمبر: 3493176

د پاکستان له خوا له ایران سره د پیوستون او د اړیکو د پیاوړتیا هڅې ارزښتمنې دي

ایکنا- د ایران د اسلامی  جمهوریت  ولسمشر د ایران او پاکستان ترمینځ پر غوره  او ژوَرو اړیکو ټینګار وکړ او له پاکستان سره ئې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او امنیتي برخو کې د اړیکو د لا ژورَولو او د دواړو هېوادونو د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت  چمتووالی اعلان کړ.

ولسمشر

ایکنانیوز د ولسمشرۍ د ماڼئ  د اطلاع رسونې د دفتر له قوله راپور راکړ،ډاکټر مسعود پزشکیان د سه‌شنبې په ماښام د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سیدمحسن نقوي سره په لیدنې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ژوَرو تاریخي، کلتوري او ولسي اړیکو ته په اشاره وویل: د پاکستان د لومړي وزیر او نورو چارواکو له خوا له اسلامي  ایران سره د پيوستون، د اړیکو د پیاوړتیا او د مناسباتو د پراختیا لپاره مینه او لېوالتیا د تهران لپاره ډېره ارزښتمنه ده.

ډاکټر پزشکیان د دوه‌اړخیزو ملګرتیاؤ د کچې د لوړولو لپاره د شته پراخو ظرفیتونو د کارولو پر اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل:د ایران  اسلامي جمهوریت   چمتو دی چې له پاکستان سره خپلې اړیکې د دواړو هېوادونو د ګډې لېوالتیا په ټولو برخو کې لا زیاتې ژورې کړي او د ګډو همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.

پزشکیان د سیمه‌ییزو اړیکو په چوکاټ کې د ایران او پاکستان د مناسباتو اهمیت ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعاملاتو پر پیاوړتیا او د اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره د شته ظرفیتونو پر کارولو ټینګار وکړ او وې ویل: د دوه‌اړخیزو اړیکو پراختیا او د همکاریو ژورَول د دواړو ملتونو د متقابلو ګټو په تأمین او د سیمې د ثبات او امنیت په پیاوړتیا کې مرسته کولی شي.

په دغې لیدنې کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سیدمحسن نقوي هم له ډاکټر پزشکیان سره په  لیدنې خوښي څرګنده کړه او ایران ته ئې د خپل سفر موخه د هغو هوکړو او تفاهمونو تعقیب وبلله چې د ایران د کورنیو چارو له وزیر ډاکټر مؤمني سره د پاکستان د وروستي سفر پر مهال پرې هوکړه شوې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ټینګو او پخوانیو اړیکو ټینګار وکړ او وې ویل: د ایران او پاکستان اړیکې ټینګې او نه شلېدونکې دي او اسلام‌اباد په جدي هوډ او ارادې سرهد ایران  له اسلامي جمهوریت  سره د هر اړخیزو اړیکو پراختیا تعقیبوي.

https://iqna.ir/fa/news/4369331

captcha