ایکنا- د فلسطینيو علماؤ ټولنې د ابراهیمي جومات د یهودي کولو د بهیر د لا زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ او د سپېڅلو ځایونو د ساتنې غوښتنه ئې وکړه.
ایکنا د «عدالت او پراختیا ګوند» د وېبپاڼې په حواله راپور راکړی، د فلسطینيو علماوو ټولنې وروسته له دې چې اسرائیلي نیواکګرو عسکرو په الخلیل ښار کې ابراهیمي جومات د لمونځ کوونکو او لیدونکو پر مخ وتاړه، خو په ورته وخت کې ئې د صهیونیسټي مېشتو ښارګوټو اوسیدونکو ته اجازت ورکړ چې جومات ته ننوځي او هلته خپل مذهبي مراسم ترسره کړي، په فلسطین کې پر سپېڅلو ځایونو د صهیونیستي رژیم د جنګ د لا زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ.
دغې ټولنې په هغه بیان کې چې په همداوروستیو کې خپور شو، وویل: د جومات تړل، لمونځ کوونکو ته د ورتګ مخنیوی، د لمانځه د وختونو وېش او صهیونیسټ مېشتو ښارګوټو اوسیدونکو ته د خپلو مذهبي مراسمو د ترسره کولو زمینه برابرول، د جومات د کنټرول او یهودي کولو او په دغه ځاي کې د نوي واقعیت د تپلو د پراخو اقداماتو یوه برخه ده.
دغې ټولنې پخپلې اعلامیې ټینګار وکړ چې ابراهیمي جومات یو ثبت شوی اسلامي جومات او اسلامي وقفي ملکیت دی او پر هغه د اسرائیلو اقدامات ئې پر اسلامي سپېڅلو ځایونو برید وباله. همدارنګه یې دغه اقدامات له هغو هڅو سره تړلي وبلل چې د الاقصی جومات اسلامي هویت په نښه کوي.
د فلسطینيو علماؤ ټولنې د الخلیل او لوېدیځې غاړې له اوسېدونکو وغوښتل چې په ابراهیمي جومات کې خپل شتون، لمونځونه اود شپې ژوندي کول دې زیات کړي، له زاړه ښار، وقفي ځمکو او ملکیتونو سره دې خپله اړیکه وساتي او پر دغه جومات شوي بریدونه دې مستند کړي.
دغې ټولنې د اسلامي نړۍ له علماوو، د اوقافو وزارتونو، اسلامي بنسټونو او عربي او اسلامي حکومتونو هم وغوښتل چې د ابراهیمي جومات، الاقصی جومات او د فلسطین د ټولو سپېڅلو ځایونو په اړه خپل مسئولیت ترسره کړي او د یهودي کولو د اقداماتو د درولو لپاره پر نیواکګرو سیاسي، حقوقي او اقتصادي دباؤنه وارد کړي.
دغه بنسټ ټینګار وکړ: «ابراهیمي جومات به یو اسلامي جومات پاتې شي او هغه څه چې نیواکګر ئې په زور تپي، د دغه جومات اسلامي هویت نه شي بدلولی.»
دې ټولنې په پای کې د ټولو روا وسیلو په کارولو سره د سپېڅلو ځایونو د ساتنې او حراست غوښتنه وکړه.
بلخوا، صهیونیستي نیواکګرو ځواکونو د چهارشنبې په سهار د الخلیل د زاړه ښار ابراهیمي جومات په بشپړه توګه وتاړه.
سرچینو راپور ورکړی چې دغه پوځي اقدام د دې لپاره شوی و چې فلسطیني لمونځ کوونکي او لیدونکي جومات ته له ننوتلو منع شي، څو په دې توګه صهیونیستي مېشتو کسانو ته زمینه برابره شي چې د «یهودي اخترونو» د لمانځلو په پلمه په پراخه کچه جومات ته داخل شي او په دغه تاریخي ځای کې اسلامي مذهبي مراسم ګډوډ کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4369634