iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-(غزه) د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس یوه مشر پر اسلامی او عربو هیوادونو  غږ کړی څو  له جنایتکار او وحشي نیواکګر رژيم سره  دې خپلې اړیکې غوڅې کړي.
د خبر لمبر: 3488165    خپرونې تاریخ : 2023/10/25

ایکنا-(هیګ) د فلسطین دغزې د مظلومو خلکو  ملاتړو ، دهیګ نړیوالې محکمې د مرکز په مقابل کې  په غونډیدا سره  د فلسطنیانو  په ضد د اسرائيلو د جنایتونو ددریدا غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3488163    خپرونې تاریخ : 2023/10/24

ایکنا-(غزه) د فلسطین د رفح سترې لارې پرانیستل،اسرائیلو ته د وسلو او مهماتو په هرې ورځې لیږلو باندې د پنټاګان ټينګار ،په غزې کې  د یوې مسیحي کلیسا بمباري او په کنډوالې ئې بدلیدا او د نیواکي ټاټوبو په لور له یمنه دتوغندوی توغول،د فلسطین ځیني مهم خبرونه دي.
د خبر لمبر: 3488137    خپرونې تاریخ : 2023/10/20

ایکنا-(تهران) د ایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته په تهران کې د وحشي صهیونیسټ ضده سترې ولسی غونډې ته په خطاب کې ټينګار وکړ ،اسلامی هیوادونه باید ددغه وحشي رژيم سفیران وباسي  او له دغه جنایتکار رژيم سره اړیکې غوڅې کړي.د اسلامی ملګرتیا له موسیسې او  مصر څخه د مونږ انتظار  دغزې کلابندۍ په خمتولو او مرسته رسونه  ده چې د رفح لاره پرانیستل  او مرسته رسونې پیل شي.
د خبر لمبر: 3488133    خپرونې تاریخ : 2023/10/19

ایکنا-(غزه)د فلسطین په غزې کې د یوه زخمی فلسطیني مرستندوي له خوا د قرآن کریم د آیتونو ویډیوئي تلاؤت ځان ته ډيرپام جلب کړی دی.
د خبر لمبر: 3488132    خپرونې تاریخ : 2023/10/19

ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانود حکومت  یو لوړپوړي چارواکي  په فلسطین د  وحشي ډوله صهیونسټانو جنایتونو ته په اشارې سره  ووئيل، د اسرائيلو په دغو جنایتونو کې د امریکا حکومت په بشپړ ډول شریک دی او باید اسلامی هیوادونه ورڅخه ځواب وغواړي.
د خبر لمبر: 3488131    خپرونې تاریخ : 2023/10/18

ایکنا-(غزه) په فلسطین کې د غزې المعمداني روغتون له بې آمانه بمبارۍ وروسته  په زیاترو اسلامی هیوادونو کې عمومی ویر اعلان شوی دی.  او مقاومتی چورلیز اعلان ړی دی چې دغه جنایت یوه نسل وژنه ده او د بشریّت په ضد دغه جنایت به بې ځوابه پاتې نشي.
د خبر لمبر: 3488129    خپرونې تاریخ : 2023/10/18

ایکنا-(کابل) د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې سلګونو کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ کې ستر لاريون وکړ او  د شعارونو په ورکولو سره ئې پر غزه د اسرائیلو وحشيانه بریدونه  وغندل.
د خبر لمبر: 3488126    خپرونې تاریخ : 2023/10/17

ایکنا-(تهران) د ؛ له طوفان الاقصی راینولې د آزادۍ تر سباؤن پورې ؛نومې سمینار  د هیواد دپوهنتونوالو د قرآنی ادارې  په همت او  د فلسطینی ملت څخه ددفاع دټولنې په ملګرتیا سره د ایکنا نیوز په  ودانۍ کې دفلسطینیو او ایرانیو فعالانو په شتون سره ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3488123    خپرونې تاریخ : 2023/10/17

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې د ولسمشرد ټيلیفونی تماس  په ځواب کې  د صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو په مقابل کې د  لویدیځي هیوادونو او نړیوالو اورګانونو په مسئولیّت په ټينګار سره ،د غزې د هستوګنو سیمو د بمباریو، کلابندۍ د فوري دریدا او دغې سیمې ته د  اوبو ،سونګو،بریښنا او اساسی شیانو  رسول او  دفلسطین د خلکو درستو حقه حقوقو ته توجه ضروري چاره وبلله.
د خبر لمبر: 3488117    خپرونې تاریخ : 2023/10/16

ایکنا-(لندن) دانګلستان په   زرګونو خلکو  پرون ناوخته دصهیونیسټ ضده مظاهرې د ترسره کیدا لپاره د لندن د حکومت له خبرداریو سره سره د لندن په مینځ کې  غونډه وکړه  او  د فلسطین د آزادۍ  چغې په پورته کولو سره ئې  د اسرائيلو دوحشي رژيم د  جنایتونو ددریدا غوښته و وکړه. په عین حال کې د فلسطین دملت او مقاومتي مبارزانو په ملاتړ او د وحشي صهیونیسټي رژيم په ضد  د آسټریلیا په سیدني ،امان، دپاکستان په پيښور ،پاره چنار  اسلام  اباد او لاهور او کراچۍ  او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې سترې مظاهرې  وشوې.
د خبر لمبر: 3488112    خپرونې تاریخ : 2023/10/15

ایکنا-(غزه)د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر ددې خبرې په کولو سره چې د اکتوبر په اومه نیټه؛طوفان الاقصی عملیات؛ د وحشي صهیونیسټي رژيم  سټراټژيکه ماته  ده ټینګار وکړ، دښمن  دمخامخیدا توان نه لری او  په همدې دلیل ئې عامو وژلو ته مخه کړې ده.
د خبر لمبر: 3488111    خپرونې تاریخ : 2023/10/15

د اسلامی انقلاب معظم لارښودوفرمائيل؛
ایکنا-(تهرانه) حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي له شیخ ابراهیم الزکزکي  او دهغه له ماندنې سره په کتنې کې د د دوی او د دوي د کورنۍ د مجاهدتونو په قدرونې سره له پراخو دسیسو سره سره  په اسلامی نړۍ کې د اسلام  ورځ تر بلې زیاتیدونکی قدرت د مجاهدتونو  نتیجه وبلله او د  نیواکي فلسطین په تیره بیا دغزې تړانګې  شرائطو ته په اشارې سره ئې ووئيل،نن سبا د اسلام د قدرت یو مظاهر همدغه موضوع ده چې په فلسطین په رامینځةکیدا ده.
د خبر لمبر: 3488104    خپرونې تاریخ : 2023/10/14

ایکنا-(نیویارک)  په د اسې حال کې  چې په درستې نړۍ کې د فلسطین دمظلوم ولس په ملاتړ کې په میلیونونو خلکو مظاهرې کړي ، د امریکا د نیویارک واشنګټن  پشمول په اروپائي هیوادونو کې هم په لسګونو  ښارونو کې  دغه شان مظاهرې شوي دي ،
د خبر لمبر: 3488094    خپرونې تاریخ : 2023/10/12

ایکنا-(غزه ) د تلې یا میزان د میاشتې له پنځلمسې نیټې یعني په طوفان الاقصی اوج پسې وحشي او جنایتکارو صهیونیسټي پوځيانو د جنګی الوتکو په بې آمانه بمباریو کې تردې دمه په غزې کې د خدای اوه کورونه (جوماتونه) په کنډوالو بدل شوي دي او د وحشیانو دغیر انساني کړنو ننداره  وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3488092    خپرونې تاریخ : 2023/10/11

ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ،سید حسن نصر الله  دبیروت په المهدی مدرسې کې د حزب الله د یوه نامتو قوماندان سید مصطفی بدرالدین  دشهادت داومې کلیزې په مناسبت مهمه وینا وکړه.
د خبر لمبر: 3487326    خپرونې تاریخ : 2023/05/13

ایکنا-(تهران) د یمن د جنګ د بندیانو د دوسیې په هکله خبرې اترې د تیرې مارچ میاشتې په شلمه نیټه په سویزرلینډ کښې پاې ته ورسیدلې او پکښې موافقه وشوه چې په یوه مورد کښې د یمن د انصار الله غورځنګ اوه سوه شپږ بندیان او دغه راز د سعودي عربستان او د سوډان په شمول د مقابل لوري یوسل یو اتیا بندیان خوشي شي.
د خبر لمبر: 3487193    خپرونې تاریخ : 2023/04/15

ایکنا-(تهران)د انصار الله ولسی غورځنګ مشر عبدالملک الحوثی سعودی تیری ګر ایتلاف ته خبرداری ورکړی چی سملاسی د یمن د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکړي او له هرې نیول شوی مځکې دې ووځی .
د خبر لمبر: 3486962    خپرونې تاریخ : 2023/02/27