اسلامی ورورولی - پاڼه 5

IQNA

بچوې
 د افغانستان د تبیان کلتوری او علمی مرکز مشر حجةالاسلام حسینی مزاري ووئيل،  نن سبا د افغانستان مسلمان  ولس  د حضرت امام خمینی له لیدتوګو اغیزمنلی  دی او هڅه کوي  د هغه  بزرګوار د تفکر په لاره کې او د  اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د لارښونو  او رهبرۍ  له  لارې  هڅه او حرکت وکړي او   دخپلو مبارزو حرکت  یوې نتیجې ته ورسوي..
د خبر لمبر: 3487440    خپرونې تاریخ : 2023/06/07

د بنګله دیش دغه لوي عالم  روښانه کړې ده ، حضرت امام خمینی  د ایران ملت  له ظلم او استبداد څخه د ژغورنې او خپلواکۍ لپاراه پاڅون ته وهڅوۀ او دینی احکام ئې د ټولنې په چارو کې وارد  او تثبیت کړل. احمد رضا فاروقي  دغه راز ووئيل،  د حضرت امام خمنیی  د  نوښت پالې لیدتوګې په برکت په ایران کې  د درستو آسماني دینونو پیروکار په سولې ،آرامښت او امنیت کې ژوند کوي.
د خبر لمبر: 3487436    خپرونې تاریخ : 2023/06/06

د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې یوه تکړه دیني عالم او ددینی چارو یو کارپوه حجةالاسلام  سید ظفر علی شان نقوي  د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی د رحلت دکلیزې په مناسبت ایکناخبری آژانس سره په خصوصي خبرو کې ووئيل، حضرت امام خمینی د خدای لپاره او د خپل ملت په ایمان او  شجاعت باندې په تکیې سره قیام وکړ او پر نورو قدرتونو له اعتماد او لاس اوږدولو پرته ئې د الله اکبر چغه پورته کړه او دنیا ته ئې وښودله چې په ایمان باندې په تکیې سره د طاغوت او فرعون په ضد بریالی کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3487435    خپرونې تاریخ : 2023/06/06

ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر آيت الله صالحي ووئيل، حضرت امام خمیني (ره) په ایران کې د حقیقي اسلام په پیروۍ سره د وحدت د بریا نتیجه ، د نورو ملتونو لپاره د لارې مشال ګڼلو او تل یې په خپلو الفاظو کې دغې موضوع ته اشاره کړې ده.
د خبر لمبر: 3487409    خپرونې تاریخ : 2023/05/29

ایکنا-(تهران) د پاکستان یوه تکړه څيړاند او شناندي عبدالله ګل ووئيل، حضرت امام خمیني د خپلو لیدتوګو په سبب په نړۍکې پیژندل کیږي او هرچرته د هغه په باب خبرې کیږي او نن سبا اسلامی انقلاب د ایران په پولوکې کلابند شوی نه دی. 
د خبر لمبر: 3487403    خپرونې تاریخ : 2023/05/28

ایکنا-(تهران) داپه داسې حال کې دي چې راپورونه ښئ نن هم د ایران په سیستان و بلوچستان او د افغانستان د نیمروز ولایت په سرحدي سیمو او دغه راز د ساسولي ، حاتم او ماککي کلیو په خوا کښې په یوشمیر سیمو کښې د طالبانو د ځواکونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو ترمینځ یوشمیر نښتې رامینځته شوي دي.البته وروستي راپورونه ښئ چې د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو په فوری تماسونو پسې دغه نښتې پاي ته رسیدلی دي.
د خبر لمبر: 3487399    خپرونې تاریخ : 2023/05/27

ایکنا-(تهران ) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ټول اورګانونه پابند کړي چې د مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو کچې د ښه والي او تعامل د پراختیا لپاره اقدامات وکړي.
د خبر لمبر: 3487377    خپرونې تاریخ : 2023/05/22

ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې باندې په ټینګار سره چي باید د حج د اصلي مفهوم په زمینه کې فرهنګ جوړونه وشي، وفرمایل: د حج غونډه باید د اسلام او داسلامی نړئ د ورځنې مسایلو په هکله پیغام ولري.
د خبر لمبر: 3487352    خپرونې تاریخ : 2023/05/17

ایکنا-(تهران)  د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال له ریاض او د فارس خلیج له هېوادونو سره د تهران اړیکو ته په اشارې سره وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ریاض ته د سعودي عربستان د پاچا بلنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3487130    خپرونې تاریخ : 2023/04/03

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  او عربستان خارجه وزیرانو په بیجینګ کې دموافقې له لاسلیک کیدا وروسته ددوهم ځل لپاره  په ټیلی فونی خبرو کې د روژې په مبارکه میاشت کې د دوه اړخیزه ګډې غونډې د ترسره کیدا په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .
د خبر لمبر: 3487096    خپرونې تاریخ : 2023/03/27