تهران (ایکنا) - رسانه اي سرچينو د عراق د لويديځ په الانبار صوبه کښې له الحبانيه اډې څخه د امريکائي فوځيانو د وتلو د شروع کېدو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3482937 خپرونې تاریخ : 2020/03/25
تهران (ایکنا) - د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د افغان او طالب ځواکونو ترمېنځ په وروستيو نښتو کښې له دواړو خواو ۳۵ تنه ووژل شول.
د خبر لمبر: 3482936 خپرونې تاریخ : 2020/03/25
تهران (ایکنا) - په چين کښې د کورونا وائرسو په خپرېدو او د امريکنيانو لپاره په مثبتو اقتصادي اثراتو د امريکې د سوداګرۍ د وزير خوشحالي او د متوهم پومپئو لخوا په ايران د فوځي حملې وړانديز د دغو دښمنو څرګندې نمونې دي.
د خبر لمبر: 3482935 خپرونې تاریخ : 2020/03/24
تهران (ایکنا) - په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په کورنا وایروس د ککړیدا په دلیل د امریکا د نورو څلور نوي (۹۴) ښاریزو د وژل کیدا په اعلان سره په دغه هیواد کښې د دغه وایروس له کبله د مړو شویو کسانو شمیر درې سوه شپږنوي (۳۹۶) تنو ته ورسید .
د خبر لمبر: 3482933 خپرونې تاریخ : 2020/03/23
تهران (ایکنا) - د کابل د پولیسو ویاند خبر ورکړ: نور باچا حماد، د افغانستان دیني عالم په دغه ښار کښې د وسلوالو په برید کښې ترور شو.
د خبر لمبر: 3482932 خپرونې تاریخ : 2020/03/23
تهران (ایکنا) - د قدس اسلامي اوقاف ادارې د کورونا د ویروس له خپریدول څخه د مخنیوي لپاره د الاقصی د جومات د ټولو انګړونو د بندولو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3482931 خپرونې تاریخ : 2020/03/23
تهران (ایکنا) - د موریتاني د معارف او اسلامي چارو وزارت د کورونا په ورځو کښې شپه ورځ د دغه هیواد له ټولو جوماتونو څخه د قرآن کریم تلاوت خپرولو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3482930 خپرونې تاریخ : 2020/03/23
تهران(ایکنا) - په پاکستان کښې د امريکې سفارت په يو عجيبه او خپل سري اقدام کښې خپل سفارتکار چې کورونا ټېسټ يې مثبت اعلان شوے ؤ د روغتون په ځاے سفارتخانې ته منتقل کړ.
د خبر لمبر: 3482929 خپرونې تاریخ : 2020/03/23
تهران(ایکنا) - د اسلام انقلاب رهبر د ایران د غوښتنې په بڼه کښې د درملیزو مرستو د استولو لپاره د چمتووالي په هکله د امریکا د چارواکو څو ځله څرګندونو ته په اشارې سره وویل: د امریکا د مسولانو څرګندونې د ډیرو عجیبه خبرو برخه دي ځکه امریکا په خپله د ناروغۍ د خپریدا دمخنیوي تجهیزات او د درملو له سخت کمښت سره مخ ده او د واشنګټن ځینو چارواکو په صراحت سره د دغو طبي تجهیزاتو او د درملو د ډیر کمښت خبره کړي ده پردې اساس که چیرې امریکا کوم تجهیزات لري نو باید د خپل هیواد له خلکو سره د مرستې لپاره یې وکاروي.
د خبر لمبر: 3482928 خپرونې تاریخ : 2020/03/23
تهران(ایکنا) - د افغانستان د حراست او ثبات د شورا وياند وويل، د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمېنځ چې هر يو ځان افغان ولسمشر بولي د افغان سياستوالو مېنځګړيتوبونه د ګډ پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره دي.
د خبر لمبر: 3482923 خپرونې تاریخ : 2020/03/21
د مراکش د ځوانانو یوې ډلې د کورونو له بام څخه د قرآن کریم د خپرولو اقدام وکړ.
د خبر لمبر: 3482922 خپرونې تاریخ : 2020/03/21
تهران (ایکنا) - د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دې بیان سره چې که امریکا د عراق د خلکو په خلاف خپلو تیریو ته دوام ورکړي نو بې ځوابه به پاتې نشي، وویل: د امريکې معالجاتي ترهه ګري د نړيوالې پراخېدونکې بيمارۍ په مقابل کښې د موثره غبرګون خنډ دے.
د خبر لمبر: 3482920 خپرونې تاریخ : 2020/03/21
تهران (ایکنا) - نن د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د رجب د میاشتې پینځویشتمه (۲۵) نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اوم (۷) امام حضرت موسي کاظم علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوري .
د خبر لمبر: 3482919 خپرونې تاریخ : 2020/03/20
تهران(ایکنا) - د یمن د پوځ ویاند په مارب ولایت کښې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د څو جنګي الوتکو له پیژندلو وروسته د دغه هیواد په فضا کښې د هغوې د الوت مخه ونیوله.
د خبر لمبر: 3482917 خپرونې تاریخ : 2020/03/20
تهران(ایکنا) - د غزه په شمال کښې په فلسطیني ځوانانو باندې د صهیونیسټ پوځیانو ډزو له کبله یو شمیر فلسطینیان ژوبل شول.
د خبر لمبر: 3482916 خپرونې تاریخ : 2020/03/20
تهران(ایکنا) - حضرت ایت الله العظمی خامنه ای نن د ۱۳۹۹ لمریز کال د پېلېدو په مناسبت په یو پیغام کې، د حضرت موسی بن جعفر (علیه السلام) د شهادت له کلیزې سره د نوي کال د لومړۍ ورځې برابرېدو ته په اشارې سره، په هغه حضرت درود او سلام ووایه او ټول ولس په تېره بیا د شهیدانو او سرښندونکو کورنیو، د صحت او سلامتیا د ډګر جهادګرانو او ټولو زیارکښو خدمتګزارانو ته د مبعث د نېکمرغه اختر او د نوروز د مبارکۍ په ترڅ کې یې نوی کال د « تولید غورځنګ یا ټوپ وهلو» کال ونوماوه.
د خبر لمبر: 3482915 خپرونې تاریخ : 2020/03/20
تهران (ایکنا) - په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې له تجارتي الوتنو دې استفاده وکړي چې دا مهال په عادي ډول روانې دي.
د خبر لمبر: 3482914 خپرونې تاریخ : 2020/03/18
تهران(ایکنا) – په یمن کښط الحدیده هوایي ډګر له سعودي تیري کوونکې ائتلاف لخوا په شپږ کاتیوشا توغندیو سره هدف ګرځیدلی دی.
د خبر لمبر: 3482913 خپرونې تاریخ : 2020/03/18
تهران(ایکنا) - د یمن د وسلوال ځواکونو ویاند د یمن د الجوف د بشپړه خپلواکۍ په اړه چې د فأمکن منهم په نوم لوي پوځي عملماتو سره ترسره شو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3482912 خپرونې تاریخ : 2020/03/18
تهران(ایکنا) - د استرالیا د جوماتونو د امامانو ملي شورا د دې هیواد له مسلمانانو غوښتنه کړې چې په کور کښې وسې او په ټولنه کښې له شتون څخه ډډه وکړي.
د خبر لمبر: 3482911 خپرونې تاریخ : 2020/03/18