د رهبرۍ دستر مقام د قرآنی غوښتو غورچاڼ
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود له قرآنی فعالانو او قاریانو سره پخپلو لیدو کتو کې د قرآن کریم د حافظانو د شمیر په زیاتیدا ټينګار وکړ او له هماغه کم عمرئ ئې د قرآن د حفظ د پیلیدا عمر اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3490745 خپرونې تاریخ : 2025/03/05
ایکنا – شیخ الازهر احمد الطیب ټينګار کړی دی ، اسلامی امت یوازې یو قرآن لري او له ډيرو قرآنونو شتون سره اړونده ادعاګانې د مختلفو اسلامی فرقو په نزد دروغ دي.
د خبر لمبر: 3490743 خپرونې تاریخ : 2025/03/05
ایکنا – له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئې له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
د خبر لمبر: 3490738 خپرونې تاریخ : 2025/03/05
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یوه ممتازو قاریانو هر یو حبیب صداقت، مسعود نوري ،حسین فردي او سعید پرویزي په زړه پورې غږړونو سره د قرآن کریم د دریمې سپارې یا جزوې ترتیل تلاؤت کړی چې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږی.
د خبر لمبر: 3490736 خپرونې تاریخ : 2025/03/04
ایکنا - د اردن یو ښاریز حاج محمد سلامه الحشوش (ابو یاسین) د دغه هیواد په یوه جومات کې د روژې دمبارکې میاشتې په لومړنۍ ورځې د قرآن کریم د تلاؤت کولو په وخت حق ته لبیک ووئيل.
د خبر لمبر: 3490735 خپرونې تاریخ : 2025/03/04
ایکنا – د کربلا د ؛العمید جایزې ؛ په عنوان سره د قرآن د تلاؤت دنړیوالو سیالیو دوهم پړاؤ د روژې د مبارکې میاشتې په رارسیدا سره په یووخت په کربلا کې د ۲۲ هیوادونو په ګډون سره پیل شوی دی.(لید)
د خبر لمبر: 3490734 خپرونې تاریخ : 2025/03/04
ایکنا – د ۱۴۴۶قمری کال د روژې دمبارکې میاشتې په لومړئ ورځ له قرآن کریم سره دانس محفل او دستورې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ، د هیواد د لسګونو برلاسه قاریانو او حافظانو او د قرآنی استاذانو په شتون سره په امام خمیني امامباړې کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3490732 خپرونې تاریخ : 2025/03/04
ایکنا – عربستان په نظر کې لري ، د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت کابو یو میلیون دوه لکه قرآڼي نسخې وویشي.
د خبر لمبر: 3490715 خپرونې تاریخ : 2025/03/01
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د ۳۲ پړاؤ ترټولو وروستي جزئیات د ارشاد وزارت د قرآن او عترت د مرستیالۍ د مدیرانو په شتون سره تشریح کیږي.
د خبر لمبر: 3490714 خپرونې تاریخ : 2025/03/01
ایکنا- ایرانیو قاریانو د سید حسن نصر الله پر مزار په شتون سره د کلام الله مجید د یوشمیر آیتونو تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3490713 خپرونې تاریخ : 2025/03/01
ایکنا- د درستو قواؤ د ستر قوماندان د سیاسی عقیدتي دفتر مشر د وسلوال ځواک سره اړونده د قران کریم د سیالیو د لومړي پړاؤ په پایزو دستورو کې ووئيل؛ اسلامی رهبرۍ په حقیقت کې په قرآن کې د الهي دستوراتو او احکامو د اجرائي کیدا لپاره یوعامل ده، نو ځکه دغه دوه ثقل اکبر یعنی قرآن او ثقل اصغر یعنی د اهل بیت عترت باید د اسلامی حکومت د چارو په سر کې وي.
د خبر لمبر: 3490703 خپرونې تاریخ : 2025/02/26
ایکنا – د مصر د اوقافو وزارت دیوه ځانمګړي کمپاین په شروع کولو سره ،د روژې د مبارکې میاشتې د هرکلي په خاطر د دغه هیواد درستو جوماتونو د دوړو د پاکولو او د صفائۍ ترسره کول پیل کړي دي.
د خبر لمبر: 3490688 خپرونې تاریخ : 2025/02/24
د تقلیدی تلاؤتونو دجشنوارې دریمه ورځ
ایکنا – په لبنا کې د مقاومتي چورلیز د اکو شهیدانو دجنازې له دستورو سره په یووخت د ایران قزوین ښارهم د ایران د نړیوالو قاریانو په شتون سره د قرآڼ کریم سره د انس د محفل کوربه ؤ.
د خبر لمبر: 3490687 خپرونې تاریخ : 2025/02/24
ایکنا - د تمدن ټيلویژني چینل مسئولانو د افغانستان په رسندوئي تاریخ کې ترټولو لوي قراني پرګرام ؛میلمستیه؛ نومې پروګرام د ریکاډولو د پاي خبر ورکړ او وې ويل؛ دغه ځانګړی پروګرام په دیرشو برخو کې برابر شوی دی او ټاکل شوې ده دد روژې په مبارکې میاشتې کې ددغې رسانۍ له لارې خپور شي.
د خبر لمبر: 3490664 خپرونې تاریخ : 2025/02/19
د قزوین په کوربتوب؛
ایکنا –د ایران د قزوین د خیریه چارو او اوقافو عمومی مدیر ددې خپرې په کولو سره چې د تقلیدي قرائتونو دوهمه جشنواره د کب د میاشتې تر شپږمې نیټې پورې په همدغه ولایت کې دوام ومومي ، ووئيل؛ په دغې جشنوارې کې د درست هیواد څخه ۵۰ ځوانان او زلمیان په تقلیدي تلاؤت سره سیالۍ کوي.
د خبر لمبر: 3490663 خپرونې تاریخ : 2025/02/19
ایکنا - دالجزایر جامع جومات تولیّت یا منجوّر په دغه جومات کې د روژې دمبارکې میاشتې د حفظ او تجوید په ځانګړو کړیو کې د نامو د لیکلو د بهیر د پیلیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3490650 خپرونې تاریخ : 2025/02/17
ایکنا – د حضرت امام الزمان عجل الله تعالی فرجه الشریف د نیکمرغه زوکړې په مناسبت هر کال د قم د پيامبر اعظم په ستر سړک کې څه دپاسه پنځه سوه موکبونه د نیمه شعبان د زیارتوالو هرډول خدمتونه وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3490649 خپرونې تاریخ : 2025/02/16
ایکنا – شبهاتو او شکونو ته د ځواب ویونکي د مرکز ددینونو اومذهبونود برخې مدیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ د اسلام او نورو دینونو ترمینځ ، د ژغورونکي کس په الهي کیدا باندې د اعتقاد، په اځرالزمان کې په ظهور باندې اعتقاد او د دنیا د ژغورونوکي پهلاس د نړیوال حکومت په جوړولو باندې د اعتقاد یو شان درې اساسی شباهتونه موجود دي.
د خبر لمبر: 3490647 خپرونې تاریخ : 2025/02/16
ایکنا – د امریکا د هغه کلیفورنیائي ښاریز لپاره د عدالت فیصله چې په ۲۰۲۳کال کې ئې په فلوریډا کې په یوه جومات کې د قتل عام ګواښ کړی ؤ ، د مسلمانانو له هرکلي سره مخ شوه.
د خبر لمبر: 3490633 خپرونې تاریخ : 2025/02/13
ایکنا – د هندوستان په نوی ډیلی کې د یو شمیر دینی عالمانو او مسلمانو فعالانو په شتون سره په یولړ دستورو کې په انګریزي ژبې د قرآن کریم د نوی ژباړې افتتاح وشوه.
د خبر لمبر: 3490629 خپرونې تاریخ : 2025/02/12