iqna

IQNA

بچوې
ایګنانیوز- په غزې کې د اسرائيلو وحشي ډوله جنایتونو صحنې او د فلسطینیانو د مقاومت او  او تل پاتیکیدا ترڅنګ  ددغې سیمې د خلکو مظلومیّت ،د لویدیځي هیوادونو ډيری خلک  دقرآڼ لوستولو او د اسلام په باب مطالعې ته ګروهمن کړي دی ، دغه چاره   په لودیځ کې د اسلام پآک دین ته د ګروهنې د څپې د راپورته کیدا سبب شوې ده.
د خبر لمبر: 3488406    خپرونې تاریخ : 2023/12/11

ایکنانیوز-  د وحشي صهیونیسټي رژيم  الوتکې د غزط پر  هستوګنو سیمو  د قرآن دآیتونو لرونکی بروشرونو په  غورځولو سره هڅه کوي ددغې سیم د خلکو روحیه له  مینځه یوسي. د غزې خلکو د وحي د کلام په دغې بې حرمتۍ باندې خپله سخته غوسه او کرکه څرګنده کړې ده.
د خبر لمبر: 3488400    خپرونې تاریخ : 2023/12/10

ایکنا-(ایټالیا) د ایټالیا په روم ښار کې په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم دتیریو په محکومیت کې  په پراخو اولویو مظاهرو پسې د ایټالیا پوهنتونوالو  هم د یوه لوي طومار په لاسلیک کولو سره  دنیواکګر رژيم د اکاډمیک موسیسو د بایکاټولو غوښتنه  وکړه .
د خبر لمبر: 3488395    خپرونې تاریخ : 2023/12/09

د قرآنی سیالیو ولولناکه شپه
 ایکنا- (بجنورد) د قرآن عمومي سیالیو د نهائي مرحلې په پنځمه شپه د خراسان شمالی د اوسیدونکو له پرتمین هرکلي سره یو ځای وه .متوسطې اجرا ترسره شوې  او هماغه راز ولوله او پرتم ؤ خوسیالۍ له ښکارندې خالی وې.
د خبر لمبر: 3488383    خپرونې تاریخ : 2023/12/06

ایکنا-(ریاض) سعودی عربستان د فلسطین دغزې بوږنونکو حالاتو  او راتلونکي ته په پام سره د اسلامی ملګرتیاموسیسې دغړو هیوادونو د وزیرانو د فوري غونډې غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488379    خپرونې تاریخ : 2023/12/06

ایکنا-(نیویارک) په امریکا کې یوه نوي نظرغوښتنه ښئ چې ددغه هیواد زیاتره میرمنې او ځوانان په غزې تړانګې د اسرائيلو دتیریو ملاتړ نه کوي  او ورڅخه کرکه کوي.
د خبر لمبر: 3488377    خپرونې تاریخ : 2023/12/05

ایکنا-(الجزایر) د الجزایر مسیحیانو او مسلمانانو دالجزیره ښار په یوې مشهورې کلیسا کې د ډيپلوماټیکو او دینی شخصیّتونو په شتون کې د فلسطین د غزې په ملاتړ کې د ګډې دعا  او لمنځ دستورې ترسره کړې.
د خبر لمبر: 3488372    خپرونې تاریخ : 2023/12/04

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په مختلفو برخو کښې د ایران او کیوبا خپل مینځیو پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره د دغو ظرفیتونو تبادله د امریکاله بندیزونو سره په مقابله کښې اغیزمنه وبلله.
د خبر لمبر: 3488370    خپرونې تاریخ : 2023/12/04

ایکنا-( کوهاټ) د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ په لسګونو زره وګړو پرون د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې دکوهاټ په کچه پخه مین چوک کې د فلسطین دآزادۍ په نامې سره ستر لاریون وکړ او د فلسطین دغزې له مظلومو خلکو سره ئې خپله همدردي او له اسرائيلو څخه کرکه نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3488369    خپرونې تاریخ : 2023/12/04

ایکنا-(کراچی)  د پاکستان  جمعیت علمای اسلام ف څانګې  د غزې د مظلومو خلکو په ملاتړ اوپه دغې سیمې د وحشي صهیونیسټانو  دتیریو په محکومولو کې د ؛طوفان الاقصی ؛په عنوان سره  ستره جشنواره جوړه کړه.
د خبر لمبر: 3488363    خپرونې تاریخ : 2023/12/03

  ایکنا-(پیښور) د پاکستان په پیښور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری خونې په کوربتوب سره د پاکستانیو پوهانو په شتون سره  د غزې د ماشومانو او میرمنو د په ضد د صهیونیسټ رژيم په وسیله د بشری حقوقو دخلاف ورزیو د اړخونو د اروزنې سمینار جوړ شو.
د خبر لمبر: 3488360    خپرونې تاریخ : 2023/12/02

ایکنا-( غزه )د تیرې جمعې په ورځې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم او دفلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ ترمینځ په موقته اوربند سره په زرګونو فلسطینیان دغزې په شمال کې د خپلو کورونو په لور روان شوي او  دخپلو کوڅواو د کورنو د کنډوالو شاهدان وو.په داسې حال کې وحشي جنایتکار صهیونیسټي رژيم ته په بمباریو کې استعمال شوي دغه ټول بمونه او توغندي د لویدیځ ورکړل شوي ډالۍ دي ، چې په غزې کې د لویدیځ انسانیّت ضده تمدن او کلتور نندارې ته وړاندې کړې دی،چې کلیسا،جومات، روغتون،ښونځی ،ماشوم ،ښځې او سړی ژوند ورته هیڅ اهمیّت نه لري ،یوازې خپلې ناروا ګټې ویني،چې البته  په دغو کارونو سره ئې خپله ابرو او د لویدیځي تمدن او کلتور اصلي هویّت او څيره نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3488348    خپرونې تاریخ : 2023/11/29

ایکنا-( غزه ) د طوفاان الاقصی په عملیاتو کې له نیول شوو اسرائيلي بندیانو سرهد فلسطین دمقاومتی چورلیز دمبارزانو  اخلاقي او انساني چلند او د خوشي شوو بندیانو له خوا په دغې موضوع اعتراف په رسندویو کې پراخ انعکاس درلودلی دی.
د خبر لمبر: 3488347    خپرونې تاریخ : 2023/11/29

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود د درست هیواد د زرګونو بسجیانو په ټول کې د طوفان الاقصی د پیښې په تاریخ جوړونکي بللو سره وفرمائيل؛ دغه طوفان الاقصی د صهیونیسټي رژيم په ضد دی، البته له امریکا سره مبارزه هم ده.
د خبر لمبر: 3488346    خپرونې تاریخ : 2023/11/29

ایکنا-( غزه )   د صهونیسټي رژيم  دبندونو ادارې  هم  ددغو دیرشو کسانو  خوشی  کیدا چې په هغو کې پنځلس ماشومان او پنځلس هم میرمنې دي ، تائید کړي دي .
د خبر لمبر: 3488344    خپرونې تاریخ : 2023/11/29

ایکنا-(تهران) د اوقافو او د خیریه چارو  ادارې د قرآن کریم د عمومی سیالیو څلویښتم پړاؤ  دعزې د شهیدانو په یاد او دغهراز د قرآن کریم دنورانی عظمت  د وروستیو سپکاویو په محکومیّت سره  ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3488340    خپرونې تاریخ : 2023/11/29

ایکنا-(کینیډا) د کینیډا  د چارواکو د اعلان په اساس،  په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم د بې آمانه حملو اوبمباریو د پیلیدا له وخت راهسې  دکینیډا د ترټولو لوي ښار په توګه  په ټورنټو کې پر نفرت خورونې مشتمل جرمونه  زیات شوي دي .
د خبر لمبر: 3488331    خپرونې تاریخ : 2023/11/26

ایکنا-( غزه ) په غزې ښار کې دیوه جومات په کنډوالو چې د وحشي صهیونیسټي رژيم  په بې آمانه بمباریو کې شهید شوی ؤ، په لسګونو کسانو د جمعې لمانځه  په وخت لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3488328    خپرونې تاریخ : 2023/11/26

ایکنا-(اسلام اباد) دپاکستان په اسلام اباد کې د ماشومانو او زلمیانو په ولولناکې غونډې کې ویناوالو ووئيل،اسرائيل یو جعلی او جنایتکار او ترهه ګر رژيم دی چې امریکائې بشپړ ملاتړ کوي او مونږ له ترهه ګرو اسرائيلیانو څخه دامریکا بشپړ ملاتړونه په کلکه غندو.
د خبر لمبر: 3488319    خپرونې تاریخ : 2023/11/23

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د غزې د بدلونونو په باب د بریکس ډلې مشرانو په وبینار سرمشریزې کې ټينګار وکړ، غزه د لویدیځ د اخلاقي ځوړتیا  یوه څرګنده بیلګه ده.
د خبر لمبر: 3488309    خپرونې تاریخ : 2023/11/22