iqna

IQNA

بچوې
ایکنا نیوز- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس ته د نوي میلادي کال په درشل  او   د حضرت عسی مسیح د زوکړې د کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې  هیله ښۍودلې ده چې  نوی میلادي کال  د غزې د خلکو دعامو وژلې ددریدا په لړ کې  د نړیوالې ټولنې  او د پاک سیرت لرونکو انسانانو  د قوري اقدام شاهدان شو.
د خبر لمبر: 3488470    خپرونې تاریخ : 2023/12/25

ایکنانیوز  د پاکستان د جماعت اسلامی ګوند مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  امریکایان د سیمې په هرځاي کې چې وي، مشکل راپنځونکي او دټولو ترینګلتیاؤ اصلی ریښه دي ووئيل،امریکا په افغانستان او پاکستان کې د ناکراریو ددودیدا اصلی ګرَمه ده.
د خبر لمبر: 3488468    خپرونې تاریخ : 2023/12/24

ایکنا- د طالبانو د حکومت دغه غړي، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې دنیا، د عدالت په بنیاد یو نړیوال نظم ته اړتیا لري،څرګنده کړه؛نړۍ یو داسې نظم ته ضرورت لري چې په کښې د عدالت خیال وساتلې شي او د سترګو پټولو حق په کښې نه وي.
د خبر لمبر: 3488467    خپرونې تاریخ : 2023/12/24

ایکنا- د اسلامی انقلاب  معظم لا رښود د کب د میاشتې یولسمه نیټه ډيره مهمه او  د بدلون زمینه جوړونکي وبلله او ټينګار ئې وکړ، ملت   دې ځان  د انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره په ترټولو ښه بڼه یعني،پیاوړی او ولولناک ګدون،د لورو واقعي سیالي، مختلفې لیدتوګې  او حقیقي سلامتیا او بشبړ امنیت  په څلورو  خصوصیّتونو سره ،تیار  کړي .
د خبر لمبر: 3488463    خپرونې تاریخ : 2023/12/23

ایکنا- د امریکا مسلمانانو په یوه کمپاین پیلولو سره وئيلي دي، په غزې تړانګې کې  داسرائيلو له جنایتونو څخه د جوبایډن په ملاتړو سیاستونو باندې په اعتراض کې  په راتلونکو انتخاباتو کې به هغه ته راي ورنکړي.
د خبر لمبر: 3488462    خپرونې تاریخ : 2023/12/23

ایکنا نیوز . د سویس د جینیوا په شمول د لسګونو ښارونو په لسګونو زره خلکو د مظاهرو په جوړولو سره د صهیونیسټي رژيم د توکمپالنې  سیاست  او له سزا ددغه رژیم د مسئولانو د تښتې سیاست محکوم کړی دی.
د خبر لمبر: 3488436    خپرونې تاریخ : 2023/12/18

ایکنانیوز- د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فلسطین د خلکو ملاتړو د مظاهرو په ترسره کولو سره د غزې د تړانګې د خلکو پرضد د نیواکګر رژیم جنایتونه وغندل.په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې خپلې ۶۵مې ورځې ته داخلې شوې دي او تراوسه په غزې تړانګه کښې دښځو او ماشومانو په شمول څه دپاسه اتلس زره فلسطینیان شهیدان شوي دي .
د خبر لمبر: 3488413    خپرونې تاریخ : 2023/12/12

ایکنا- له دې وروسته چې د هارورډ پوهنتون مشر  دفلسطین دپلویانو له مظاهرې  څخه  دملاتړ په خاطر  استعفی ورکولو ته مجبوره شو ،ددغه پوهنتون دعلممي پلاوي  څه د پاسه پنځه سوه کسانو له هغه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3488409    خپرونې تاریخ : 2023/12/12

ایګنانیوز- په غزې کې د اسرائيلو وحشي ډوله جنایتونو صحنې او د فلسطینیانو د مقاومت او  او تل پاتیکیدا ترڅنګ  ددغې سیمې د خلکو مظلومیّت ،د لویدیځي هیوادونو ډيری خلک  دقرآڼ لوستولو او د اسلام په باب مطالعې ته ګروهمن کړي دی ، دغه چاره   په لودیځ کې د اسلام پآک دین ته د ګروهنې د څپې د راپورته کیدا سبب شوې ده.
د خبر لمبر: 3488406    خپرونې تاریخ : 2023/12/11

ایکنانیوز-  د وحشي صهیونیسټي رژيم  الوتکې د غزط پر  هستوګنو سیمو  د قرآن دآیتونو لرونکی بروشرونو په  غورځولو سره هڅه کوي ددغې سیم د خلکو روحیه له  مینځه یوسي. د غزې خلکو د وحي د کلام په دغې بې حرمتۍ باندې خپله سخته غوسه او کرکه څرګنده کړې ده.
د خبر لمبر: 3488400    خپرونې تاریخ : 2023/12/10

ایکنا-(ایټالیا) د ایټالیا په روم ښار کې په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم دتیریو په محکومیت کې  په پراخو اولویو مظاهرو پسې د ایټالیا پوهنتونوالو  هم د یوه لوي طومار په لاسلیک کولو سره  دنیواکګر رژيم د اکاډمیک موسیسو د بایکاټولو غوښتنه  وکړه .
د خبر لمبر: 3488395    خپرونې تاریخ : 2023/12/09

د قرآنی سیالیو ولولناکه شپه
 ایکنا- (بجنورد) د قرآن عمومي سیالیو د نهائي مرحلې په پنځمه شپه د خراسان شمالی د اوسیدونکو له پرتمین هرکلي سره یو ځای وه .متوسطې اجرا ترسره شوې  او هماغه راز ولوله او پرتم ؤ خوسیالۍ له ښکارندې خالی وې.
د خبر لمبر: 3488383    خپرونې تاریخ : 2023/12/06

ایکنا-(ریاض) سعودی عربستان د فلسطین دغزې بوږنونکو حالاتو  او راتلونکي ته په پام سره د اسلامی ملګرتیاموسیسې دغړو هیوادونو د وزیرانو د فوري غونډې غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488379    خپرونې تاریخ : 2023/12/06

ایکنا-(نیویارک) په امریکا کې یوه نوي نظرغوښتنه ښئ چې ددغه هیواد زیاتره میرمنې او ځوانان په غزې تړانګې د اسرائيلو دتیریو ملاتړ نه کوي  او ورڅخه کرکه کوي.
د خبر لمبر: 3488377    خپرونې تاریخ : 2023/12/05

ایکنا-(الجزایر) د الجزایر مسیحیانو او مسلمانانو دالجزیره ښار په یوې مشهورې کلیسا کې د ډيپلوماټیکو او دینی شخصیّتونو په شتون کې د فلسطین د غزې په ملاتړ کې د ګډې دعا  او لمنځ دستورې ترسره کړې.
د خبر لمبر: 3488372    خپرونې تاریخ : 2023/12/04

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په مختلفو برخو کښې د ایران او کیوبا خپل مینځیو پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره د دغو ظرفیتونو تبادله د امریکاله بندیزونو سره په مقابله کښې اغیزمنه وبلله.
د خبر لمبر: 3488370    خپرونې تاریخ : 2023/12/04

ایکنا-( کوهاټ) د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ په لسګونو زره وګړو پرون د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې دکوهاټ په کچه پخه مین چوک کې د فلسطین دآزادۍ په نامې سره ستر لاریون وکړ او د فلسطین دغزې له مظلومو خلکو سره ئې خپله همدردي او له اسرائيلو څخه کرکه نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3488369    خپرونې تاریخ : 2023/12/04

ایکنا-(کراچی)  د پاکستان  جمعیت علمای اسلام ف څانګې  د غزې د مظلومو خلکو په ملاتړ اوپه دغې سیمې د وحشي صهیونیسټانو  دتیریو په محکومولو کې د ؛طوفان الاقصی ؛په عنوان سره  ستره جشنواره جوړه کړه.
د خبر لمبر: 3488363    خپرونې تاریخ : 2023/12/03

  ایکنا-(پیښور) د پاکستان په پیښور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری خونې په کوربتوب سره د پاکستانیو پوهانو په شتون سره  د غزې د ماشومانو او میرمنو د په ضد د صهیونیسټ رژيم په وسیله د بشری حقوقو دخلاف ورزیو د اړخونو د اروزنې سمینار جوړ شو.
د خبر لمبر: 3488360    خپرونې تاریخ : 2023/12/02

ایکنا-( غزه )د تیرې جمعې په ورځې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم او دفلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ ترمینځ په موقته اوربند سره په زرګونو فلسطینیان دغزې په شمال کې د خپلو کورونو په لور روان شوي او  دخپلو کوڅواو د کورنو د کنډوالو شاهدان وو.په داسې حال کې وحشي جنایتکار صهیونیسټي رژيم ته په بمباریو کې استعمال شوي دغه ټول بمونه او توغندي د لویدیځ ورکړل شوي ډالۍ دي ، چې په غزې کې د لویدیځ انسانیّت ضده تمدن او کلتور نندارې ته وړاندې کړې دی،چې کلیسا،جومات، روغتون،ښونځی ،ماشوم ،ښځې او سړی ژوند ورته هیڅ اهمیّت نه لري ،یوازې خپلې ناروا ګټې ویني،چې البته  په دغو کارونو سره ئې خپله ابرو او د لویدیځي تمدن او کلتور اصلي هویّت او څيره نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3488348    خپرونې تاریخ : 2023/11/29