ایکنا-(تهران) د افغانستان د ژېړو یا طلائي کارونو (gilding artist) مشهوره هنرمنده میرمن شکیلا عالمی چې د تهرا د قرآن ددیرشم نړیوال نندارتون په نړیوالې څانګې کې ئې خپل آثار نندارې ته وړاندې کړي ، ووئيل،د امام حسین علیه السلام په باب د یوه حدیث تذهیب د ما د مشهورتیا او پرمختګ ټکی دی.
د خبر لمبر: 3487177 خپرونې تاریخ : 2023/04/13
ایکنا-(تهران) د افغانستان یوه مشهور خطاط چې خپل آثار ئې د تهران د قرآن کریم په دیرشم نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي ،هنر ئې انسانیّت او معرفت او دنړیوالو غوږونو ته د قرآن د چغې د رسولو آوزار وباله.
د خبر لمبر: 3487176 خپرونې تاریخ : 2023/04/13
ایکنا-(تهران)د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداري پرون ناوخته په اسلام اباد کې د ایران له سفیر سید محمد علی حسیني سره دخداي په آمانۍپه اړه په کتنې کې چې په دغه هیواد کې ئې ماموریت پاي ته رسیدلی،د ایران او عربستان د ډيپلوماټيکو اړیکو بیرته پیلیدا ډیره مهمه چاره او یو سټراټژيک اقدام وبالۀ.
د خبر لمبر: 3487172 خپرونې تاریخ : 2023/04/12
ایکنا-(تهران) د پاکستان ولسمشر عارف علوي په نیواکي فلسطین(اسرائیلو) کښې د حالاتو خرابیدل او په الاقصی جومات کښې په لمونځ ګزارو باندې بریدونه هم د نړۍ د مسلمانانو د اندیښنې او د غم سبب وبلل او په نړۍ کښې د مسلمانانو پرضد د توپیر او په هند براعظمګي کښې د مسلمانانو د ځپلو او د هغوې د حالت په هکله یې هم اندیښنه څرګنده کړه.
د خبر لمبر: 3487168 خپرونې تاریخ : 2023/04/11
د قدس څلورم نړیوال سمینار
ایکنا-(تهران) د مقاومت دعالمانو د نړیوالې ټولنې عمومی منشي د قدس شریف په څلورم نړیوال کانګرس کې پخپلې وینا کې په فلسطین کې ولسی مقاومت ته په اشارې سره ووئيل، مونږ یقین لرو چې اسرائيل له مینځه تلونکي دي او د قرآن آیتونه او حدیثونه دغه چاره تائيدوي.
د خبر لمبر: 3487164 خپرونې تاریخ : 2023/04/11
ایکنا-(تهران)د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په هندي کشمیر کې د قرآن کریم د پخوانیو او کم موندونکو نسخو نندارتون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3487143 خپرونې تاریخ : 2023/04/06
ایکنا-(تهران)ّد پاکستان تحریک ا نصاف ګوند د اسلام اباد او صهیونیسټي رژيم ترمینځ دخوراکي موادو په تجارت سخت اعتراض وکړ او په دې باب ئې د پاکستان خارجه وزارت څخه توضیح وغوښته.
د خبر لمبر: 3487125 خپرونې تاریخ : 2023/04/02
ایکنا-(تهران)د قرآن کریم د قرائت او د روژې دمبارکې میاشتې له علومو او معارفو څخه دالهام اخستو ترټولو ښه وخت ، د قرآن کریم د نزول میاشت ده ، په همدې اساس ددغې میاشتې تر ټولو برلاسه عبادت ، د قرآن تلاؤت او په حقایقو او معنا کې ئې تفکر دی.
د خبر لمبر: 3487114 خپرونې تاریخ : 2023/03/30
ایکنا-(تهران)د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کې ویلي، " له وړاندې د دا ډول پلان شویو اعمالو تکرار، د هغه قانوني چوکاټ موثریت تر پوښتنې لاندې راولي چې تر شا یې اسلاموفوبیک خلک پټوي او په معافیت سره نفرت خپروي.
د خبر لمبر: 3487108 خپرونې تاریخ : 2023/03/29
ایکنا-(تهران) له حسینی مقدس آستان سره اړونده دتبلیغ نړیوالو مرکزونو په ملتیا ددنیا په لسو ه یوادونو کې د قرآن د ختم دستورې روانې دي.
د خبر لمبر: 3487105 خپرونې تاریخ : 2023/03/29
ایکنا-(تهران) د پاکستان او افغانستان د زیاترو سیمو خلکو د زلزلې له امله د تاوانونو له ویرې له کورونو وتلي او ترساعتونو پورې له کورونو بهر سړکونو او پارکونو کې پآتې شول.
د خبر لمبر: 3487074 خپرونې تاریخ : 2023/03/22
ایکنا-(تهران) د «إن للمتقين مفازاً» په نامې سره د قرآن د تلاؤت د نړیوالو سیالیو شپاړسم پړاؤ نن چارشنبې په مازدیګر د نړۍ د مختلفو قاریانو په شتون سره پيلیږي.
د خبر لمبر: 3487072 خپرونې تاریخ : 2023/03/22
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود پرون د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په لومړۍ ورځ د ایران په مشهد کښې د امام رضا علیه السلام د زیارتوالو او د مینه والو په سترې غونډې کښې وویل: په سیمه کښې د نظام لاره او سیاست روښانه دی او پوهیږو چې څه کار ترسره کوو.
د خبر لمبر: 3487071 خپرونې تاریخ : 2023/03/22
ایکنا-(تهران) د عربستان ،قطر،متحده عربی امارات و مصر پشمول په یوشمیر اسلامی هیوادونو کې پنجشنبې ورځ د روژې دمبارکې میاشتې لومړنۍ ورځ ده.ټولو ته دې دغه ورځ بختوره وي.
د خبر لمبر: 3487070 خپرونې تاریخ : 2023/03/22
ایکنا-(تهران)د ترهه ګرو عناصرو په تیره بیا د پاکستان یو طالبانو یا ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې په ضد د افغانستان د طالبانو د حکومت پریکنده مبارزه ددغه سفر اصلي ایجنډا او د اسلام اباد یوه اصلي غوښته وه چې په دغه سفرکې د طالبانود حکومت امنیتی او استخباراتي مسئولانو ته رسول شوې ده.
د خبر لمبر: 3487069 خپرونې تاریخ : 2023/03/21
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر، په کابل کې د ورغلی متحده عربی اماراتو له پلاوي سره په کتنې کې خپل هیواد تر بل هر وخته ډېر خوندي وباله.
د خبر لمبر: 3487052 خپرونې تاریخ : 2023/03/18
ایکنا-(تهران) په جینوا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت دایمی استازی بحریني ټینګار وکړ چې اسلامو فوبیا یا د مسلمانانو د سپیڅلو ارزښتونو پروړاندې هر ډول اقدام، د بیان د آزادۍ مشروع بڼه نه ده، بلکې د تعصب یوه بڼه ده چې د ضرر سبب ګرځي .
د خبر لمبر: 3487051 خپرونې تاریخ : 2023/03/18
ایکنا-(تهران)د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې د قرآن کریم د نسخې یا د سپارې په باب قصدا هر ډول بې حرمتي او سپکاوی به عمري بند سزا ولري.
د خبر لمبر: 3487049 خپرونې تاریخ : 2023/03/18
د ۲۰۲۳ کال د سمندري امنیت کمربند تر عنوان لاندې د ایران، چین او روسیې ګډې سمندري مانورې پراخ نړیوال انعکاس موندلی او د نړۍ ټولو رسنیو ورته د وړومبي خبر په توګه کوریج ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3487046 خپرونې تاریخ : 2023/03/16
ایکنا-(تهران)د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف چین د پاکستان مهم ګاونډی او د ایران او پاکستان دواړو د ډاډ وړ دوست وباله او زیاته یې کړه: مونږ د ایران او عربستان د موافقې او د بیجنګ د اسانوونکي رول هرکلی کوو.
د خبر لمبر: 3487025 خپرونې تاریخ : 2023/03/12