iqna

IQNA

بچوې
تهران (ایکنا) – دحضرت امام حسین علیه السلام  د نیکمرغه زوکړې سره په یووخت  دشعبانیه  اخترونو جشنونه له پرون شپې راهسې   په کربلا معلی کې د عباسي مقدس آستا له خوا په پرتم سره پیل شوي او هماغه راز دوام لري .
د خبر لمبر: 3485503    خپرونې تاریخ : 2022/03/07

تهران (ایکنا) – په د رستې نړۍ کې د کرونائي بحران په خوریدا پسې له دوه کلن ځنډه وروسته ، عمان یو ځل بیا د سلطان قابوس په نامې سره د قرآن ملی سیالۍ بیا ترسره کوي .
د خبر لمبر: 3485501    خپرونې تاریخ : 2022/03/07

تهران (ایکنا)- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ پایزې  دستورې پرون ناوخته د ایران داسلامی جمهوریت د کلتور او اسلامی ارشاد د وزیر محمد مهدي اسماعیلي او د ښونې اوروزنې د وزیر یوسف نوري په شتون سره د هنری حوزې په اندیشه هال کې ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3485495    خپرونې تاریخ : 2022/03/06

تهران (ایکنا)- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ  په څلورمه ورځ پرون جمعې ورځې د  میرمنود برخې وار شو څو د نابیناؤ او زیات عمر لرونکو میرمنو د ټول قرآن کریم د حفظ او همداراز  د انجونو محصیلینو د تحقیق قرائت  او  د ټول قرآن د حفظ په څانګو کې شل مورده اجرا،د ایرانیو او بهرنیو داؤرانو یا قاضیانو په شتون کې  وړاندې شي .
د خبر لمبر: 3485494    خپرونې تاریخ : 2022/03/05

تهران(ایکنا-  پرون جمعې ورځې ماښام د ایران  د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو اته    دیرشم پړاؤ د سیالیو دوسیه، د پاتې اتو ګدون کونکو د تلاؤتونو په خپریدو سره  وتړل شوه .
د خبر لمبر: 3485492    خپرونې تاریخ : 2022/03/05

تهران(ایکنا) -  دایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په اته دیرشم پړاؤ کې له مراکش هیواده د سیالیو یوه قاضي محمد علی عطافی په خپلو یولړ څرګندونو کې ووئيل ، دا یو واقعیّت دی چې ایراني قاریان د قرآن کریم په تجوید ،قواعدو، آواز او لهجې  کې پخپل اوج کې دي ،زه ښه پوهیږم چې په نورو نړیوالو سیالیو کې  د هغو سیالیو په څير چې په ملایشیا کې ترسره شوي دي ،  ګډون کونکي د ایرانیوسیالانو سټایل  او وړتیاؤ ته خاص توجه کوي .
د خبر لمبر: 3485491    خپرونې تاریخ : 2022/03/05

تهران (ایکنا) – د وروستیو راپورونو په اساس د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې د پيښور ښار په کوچه رسالدار کې په امامیه جومات کې د ۶۲ شهیدانو دجنازو دستورې چې د وحشي جنایتکارو په ځان مرګي برید کې شهیدان شوي وو نن په پيښور کې ترسره شوې او خپلو سیمو ته ئې جنازې ولیږدول شوې .
د خبر لمبر: 3485490    خپرونې تاریخ : 2022/03/05

تهران (ایکنا)- د پاکستان دخیبرپيختونخواه صوبې په پيښور کې د قیصه خوانئ بازار تر شاه په کوچه رسالدار کې په امامیه جومات کې د جمعې د لمانځه د اداکیدا په وخت زوروه  چاودنه شوې چې کابو 50 لمونځ ګوزار پکې شهیدان او څه دپاسه سل نور ټپیان شوي دي .
د خبر لمبر: 3485488    خپرونې تاریخ : 2022/03/04

تهران (ایکنا)- د ایران دقرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اته دیرشمې پړاؤ دوهمه ورځ  به د نهو هیوادونو د استازو  او د  ټول قرآن د حفظ په څانګې کې  ایران د استازي داجرا له خپرونې سره یوځاي وي .  
د خبر لمبر: 3485479    خپرونې تاریخ : 2022/03/02

  تهران (ایکنا) -د ایران په مشهد کې د پاکستان   سرکنسول ، د  لاهور او مشهد  دوو سترو ښارونو ترمینځ   په مختلفو حوزو  په تیره بیا د  د تجارتی ارتباطاتو په پراختیا کې د دواړو سترو ښارونو ترمینځ   د اړیکو په پراختیا ټيڼګار وکړ .
د خبر لمبر: 3485471    خپرونې تاریخ : 2022/02/27

تهران (ایکنا) - د ایران دپولیسو سرحدي ځواک قوماندان  ټينګار کړی ، د وسلوالو اشرارو په وړاندې،پیاوړي  او قاطع دي او په دې لړ کې هغه تجهیزات او امکانات  چې د ایران د پوله ساتونکو په اختیار کې ئې ورکړي دي ،  هم  دډاډ او تکیې ود دي او امنیت  ساتل ورسره آسان شوي دي .
د خبر لمبر: 3485469    خپرونې تاریخ : 2022/02/26

 تهران (ایکنا) - له دې مخکې په افغانستان کې  دطالبانو د موقته حکومت مرستیال  ملاعبدالغني برادر ،په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر  ؤ .
د خبر لمبر: 3485464    خپرونې تاریخ : 2022/02/24

تهران (ایکنا) -ایران او پاکستان  د تجارتي مبادلاتو په زمینې کې د یوه بل بشپړونکي حسابیږي،چې د شیانو د ټرانسپورټ د محصولاتو د وړو راوړو ،د ټرفونو دکمولو  او دسرحدي بازارچو د جوړولو پشمول د ملګرتیاؤ په پراختیا سره دغه اړیکې لاپراخیدلی شي .  
د خبر لمبر: 3485462    خپرونې تاریخ : 2022/02/24

تهران (ایکنا) - د ايران د اسلامي شورا  مشر وويل،د ايران او پاکستان چارواکو په تېرو څلوېښتو کلونو کښې له يو بل سره راشه دیرشه لرلي چې دا چاره د ملتونو او حکومتونو د نزدې تعلقاتو د ژوروالي ښودنه کوي.
د خبر لمبر: 3485458    خپرونې تاریخ : 2022/02/23

تهران (ایکناَ)- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د  نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ چې د کب د میاشتې له نهمې ترڅوارلسمې نیټې پورې د په شبو ورځو کې  دویډیوئي لینک له لارې ترسره کیږي ، د  داؤرانو ډلې یا دقاضیانو د پلاوي نامې اعلان شوې .  چې ټول ټال پکې یو دیرش قاضیان دي او دوه پکې قاضیانې هم دي .
د خبر لمبر: 3485456    خپرونې تاریخ : 2022/02/23

تهران (ایکنا)- په پاکستان کې له فلسطینه د ملاتړ فاؤنډيشن د امریکا په مشرۍ او دصهیونیسټ رژيم په شتون سره د تش په نامه سمندري مانورې کې د ځينو مسلمانو هیوادونو ګډون محکوم کړ او له نورو هیوادونو سره د اړیکو دعادي کولو د دسیسې د پرمخ بیولولپاره  ئې د تل ابیب دچارواکو په پټو خوځښتونو او د پاکستان لپاره ئې د دوي  په خطرناکو اړخونو  اندیښنه وښودله .
د خبر لمبر: 3485452    خپرونې تاریخ : 2022/02/22

تهران (ایکنا) - تردې دمه له طالبانو سره د ډيپلوماسۍ د دوام په باب د امریکا دریځ ډير سخت ؤ نو دا څرګندونې ښئ چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې د حاکمیّت په باب  دسپينې مانۍ په دریځونو کې تر ډیره حده نرمښت لیدل کیږي .
د خبر لمبر: 3485451    خپرونې تاریخ : 2022/02/22

تهران (ایکنا) – د ایران او پاکستان د فارسي ژبې دڅيړنیز مرکز د تاسیس د پنځوسمې کلیزې  د درنښت په مناسبت  په اسلام اباد کې د ایران د سفیر، سیاسی او کلتوري شخصیّتونو  او د فارسي ادب او ژبې  او د ایراني تمدن د مینه والو په شتون سره پرتمین سیمنار جوړ شو .
د خبر لمبر: 3485445    خپرونې تاریخ : 2022/02/21

تهران (ایکنا)- له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له ورور او دوست هیواد پاکستان سره د ملګرتیا پراختیا او پیاوړتیا،  د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت کړچار دی او د ایران په پارلیمان  او حکومت کې دغه کلکه اراده  شته ده .
د خبر لمبر: 3485441    خپرونې تاریخ : 2022/02/20

تهران (ایکنا) –د پاکستان د خارجه وزارت ویندوي د ایران او پاکستان د لوړپوړو چارواکو سفرونه رغنده  او ګټه ور وبلل او وې وئيل ، تهران د اسلام اباد یو نزدې شریک او دوست دی .
د خبر لمبر: 3485435    خپرونې تاریخ : 2022/02/19