پاکستان - پاڼه 32

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران) د پاکستان یوې مهمې خپرونې د سند صوبې په ښارونو کې د حسینی عاشورا ددستورو ترسره کیدا په دغو سیمو کې د مسلمانانو او هندوانو ترمینځ د ګډ ژوند بیلګه بللې او لیکلي ئې دي،درستو دینونو ته د راتلونکو نسلونو احترام په اوسمهاله دوران کې د ګډ ژوند د اصولو دپیاوړتیا یوه مهمه برخه ده.
د خبر لمبر: 3486666   خپرونې تاریخ : 2022/12/28

ایکنا-(تهران)د ایران قم ښار د دواړو جهانونود بی بی او دحسنینو د مورحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د شهادت دکلیزې په شپو ورځو کې په ویر او ماتم کې ډوب دی او درستې کوڅې،سړکونه او عبادتځایونه او کورونه د نبی اکرم د زړه دټوټې او د ولایت د لومړنۍ دفاع کونکې حضرت فاطمةالزهرا(س) په  غم کې په تورو پرَدو پوښل شوي او خلک ویر او ماتم کوي.
د خبر لمبر: 3486664   خپرونې تاریخ : 2022/12/28

ایکنا-(تهران)پاکستان په وروستیو کلونو کې د سورئې د یوه دودیز دوست هیواد په توګه،تل د خبرواترو او ډيپلوماسۍ له لارې د سورئې د بحران دحل یو پلوی  دی او د ځينو لویدیځي قدرتونو پّ تیره بیا د فارس خلیج د حوزې د ځينو عربو هیوادونو له دباؤنو سره سره  دبشار اسد د حکومت په ضد د هرډول پلان سره ئې خپل مخالفت اعلان کړی او دخپلو اصلي دریځونو بدلولو ته هیڅکله هم تیار شوی نه دی.
د خبر لمبر: 3486661   خپرونې تاریخ : 2022/12/27

ایکنا-(تهران)د جمادی الثاني دریمه نیټه  د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد(ص) د ګرانې لور  حضرت فاطمة الزهرا(س)د شهادت کلیزه ده .
د خبر لمبر: 3486659   خپرونې تاریخ : 2022/12/27

ایکنا-(تهران)د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي هم دپاکستان د بنسټګر خدای بخښلي قاید اعظم محمدعلی جناح د نیکمرغه زوکړې په مناسبت درستو پاکستانیانو ته دزړه له کومې مبارکي وائي.
د خبر لمبر: 3486653   خپرونې تاریخ : 2022/12/25

ایکنا-(تهران)د ایران د اوقافو د ادارې د قرآني چارو د مرکز مشر د اسلامی ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیایو د نهه دیرشم پړاؤ  د مقدماتي او نهائي مرحلو د وخت  جزیات اعلان کړل.
د خبر لمبر: 3486642   خپرونې تاریخ : 2022/12/26

ایکنا-(تهران)د پاکستان دفاع وزیر په افغانستان کې د امریکا شتون او د هغوی د عسکرو بې کفایتۍ ته په اشارې سره، یوه مهمه پوښتنه مطرح کړې چې آیا امریکایان په افغانستان کې له ترهګرۍ او تاوتریخوالي سره د مقابلې توان لري؟ په افغانستان کې د امریکا وړتیا څه وه چې اوس پاکستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د مرستې وړاندیز کوي.
د خبر لمبر: 3486635   خپرونې تاریخ : 2022/12/21

ایکنا-(تهران)د ایران د پوځ لوی درستیز سردار محمد باقري بیګا د پاکستان د پوځ  نوي عمومی قوماندان جنرال عاصم منیر سره په ټيلیفوني تماس کې د پاکستان د پوځ دنوي مشر قوماندان په توګه په ټاکل کیدا مبارکي ووئیله.
د خبر لمبر: 3486633   خپرونې تاریخ : 2022/12/21

ایکنا-(تهران)د عربستان د کورنیو د چارو د شورا داعلان په اساس،په ۲۰۲۲کال کې د ؛محمد؛نامه په درستې نړۍ کې د نوزیږو هلکانو لپاره په تر ټولو محبوبې نامې بدله شوې ده.
د خبر لمبر: 3486629   خپرونې تاریخ : 2022/12/20

ایکنا-(تهران)د پاکستان په سند صوبې کې یوې محکمې دکالج تر سوئې د ښونې په درسي نصاب او پروګرام کې له ترجمې او ژباړې سره یو ځاي د قرآن کریم شاملول رد کړل.
د خبر لمبر: 3486613   خپرونې تاریخ : 2022/12/17

ایکنا-(تهران)د پاکستان یوه هنرمند د قرآن کریم د آيتونو په موضوع سره په اسلام اباد کې د قرآني آثارو یوپه زړه پورې نندارتون ترسره کړی چې خلکو ئې تود هرکلی کړی دی.
د خبر لمبر: 3486606   خپرونې تاریخ : 2022/12/15

ایکنا-(تهران)د جمو او کشمیر یوې اوسیدونکي زده کونکې د ټول قرآن کریم خوشنویسي یا خوشخطي په شپږو میاشتو کې سر ته  ورسوۀ.
د خبر لمبر: 3486595   خپرونې تاریخ : 2022/12/13

ایکنا-(تهران)د پاکستان خبرو سرچینو وئيلي دي،په پاکستان کې په تیره بیا په بلوچستان صوبې کې ترهه ګرو ،تکفیری  او بیلتون غواړو ډلو ټپلو د سیمې د اوسیدونکو ژوند تریخ کړی او داسې کومه ورځ نشته چې  دیوشمیر کسانو جنازې پورته نشي . دا هم وئيل شوي دی چې د پاکستان طالبانو تحریک یا ټي ټي پي هم  دوه ورځې مخکې دپاکستان له حکومت سره ترسره شوی اور بند هم لغوه کړی دی.
د خبر لمبر: 3486531   خپرونې تاریخ : 2022/11/30

ایکنا-(تهران) د اسلامی هنرونو نندارتون چې په همداوروستیو کې د پاکستان په لاهور کې دایران دکلتوري خونې په ملګرتیا سره ترسره شوی،د پاکستان  له «Discover TV»   ټيلیویژنی چینل  له خوا زیات پوښښ ورکړل شو.
د خبر لمبر: 3486530   خپرونې تاریخ : 2022/11/30

ایکنا-(تهران)د پاکستان په لاهور کې  د ایران کلتوری خونې له حضرت امام  علی علیه السلام سره منصوب  د قرآن یوه نسخه په دغه ښار کې د اسلامی هنر په نندارتون کې دعامو خلکو نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3486509   خپرونې تاریخ : 2022/11/26

ایکنا-(تهران)د پاکستان دپاراچنار سیمې طوري ا و بنګښ قومونو څه موده مخکې طالبانو ته د کروړنو روپیو په نغدو او خوراکي مرستو لیږدولو سره د ورورولۍ او دوستۍ لاس اوږد کړی ؤ خو طالبانو دخپل هویّت په اساس د حکومتي ځایونو په ځاي په دغو ولسی سیمو توغندي وورول.
د خبر لمبر: 3486494   خپرونې تاریخ : 2022/11/22

ایکنا-(تهران) د فرانسې په اورن ولایت کې پرون د جومات په دیوالونو باندې د توکمبالو عبارتونو په لیکلو سره پر دغه جومات په توکمپال تیري سره ګواښل شوی دی.
د خبر لمبر: 3486488   خپرونې تاریخ : 2022/11/21

ایکنا-(تهران)د پاکستان خارجه وزیر  په افغانستان کې سوله  د پاکستان او د سیمې لپاره په حیاتي بللو سره پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ،څو د یوه انساني بحران د رامینځةکیدا د مخنیوی په خاطر دې له طالبانو سره ملګرتیا وکړي.
د خبر لمبر: 3486477   خپرونې تاریخ : 2022/11/19

ایکنا-(تهران)په پاکستان کې د افغان کډوالو  له نیول کیدا سره په یووخت ددغه هیواد دکورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئیل ، هغه بهرني ښاریز چې د وزیرو نیټه ئې ختم شوې ده،که دد سمبر تر وروستیو پورې له هیواده ونه وځي نو زندانی به شي.
د خبر لمبر: 3486468   خپرونې تاریخ : 2022/11/16

ایکنا-(تهران)د ؛علامه اقبال او مل الشعراءبهار افکار او داسلامی امت ترمینځ دوستي ؛ په عنوان سره ادبی سمینار،پرون   د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کې  د ایران په کلتوري خونې کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3486455   خپرونې تاریخ : 2022/11/13