پاکستان - پاڼه 36

IQNA

بچوې
 ایکنا-(تهران)د کربلا مقدس ښار،حسینی اربعین ته لا یوه ورځ پاتې ده چې له میلیونونو هغو زیارتوالو ډک دی چې دعراق له ګوټ ګوټه او د نړۍ د هیوادونو له لیرې پراتو سیمو ورغلي دي،څو له امام حسین علیه السلام په مینه والو کې شامل شي.
د خبر لمبر: 3486227   خپرونې تاریخ : 2022/09/16

ایکنا-(تهران)هره ورځ کربلا ته څه دپاسه یو نیم میلیون زیارتوال ورځي چې دوی به د حسینی اربعین تروروستیو پورې دزړه له اخلاصه او په ورین تندي سره د تولو حسینی زیارتوالو کوربتوب کوي.
د خبر لمبر: 3486223   خپرونې تاریخ : 2022/09/14

ایکنا-(تهران)په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د روغتیائي چارو دوزارت سرپرست قلندر عبادپه کابل کې ووئیل،افغانستان به په ځان د بسیاینې،دټولنې د درملنې د پرمختګ او د طبي اړتیا دختمولو لپاره د ایران له ظرفیّتونو استفاده وکړي.
د خبر لمبر: 3486222   خپرونې تاریخ : 2022/09/14

د قرآن د تلاؤت هنر/3
ایکنا-(تهران) شیخ رفعت د مصر د طلائي نسل یو قاری حسابیږي چې که څه هم د هغه ویاړمن تلاؤتونه پاتې دي ، خو نن سبا داسې ښکاري چې د قاریان د هغه د تلاؤتونو څخه کمه  استفاده کوي ،داسې تلاؤتونه چې د مصر له نورو قاریانو له تلاؤتونو سره خاص توپیرونه لري.
د خبر لمبر: 3486221   خپرونې تاریخ : 2022/09/14

ایکنا-(تهران) څو ورځې کیږي ، چې دامام حسین علیه السلام عاشقان ،دحسینی اربعیّن دلارې  په اوږدو کې په ابله پښو اوپياده  اوستړي ستومانه او په ډيرې زیاتې ګرمئ کې د عشق د مشق ادعا کوي.
د خبر لمبر: 3486220   خپرونې تاریخ : 2022/09/14

ایکنا-(تهران)حضرت امام حسین علیه السلام یوازې شیعیانو ته مخصوص نه دی،بلکې د شیعه اوسني پشمول درستو اسلامی مذهبونو سره ،بلکې له درست انسانیّت سره اړه لري.
د خبر لمبر: 3486214   خپرونې تاریخ : 2022/09/12

ایکنا-(تهران) دعراق نجف اشرف ښارد امامت او ولایت د عاشقانو د میلیونونو خلکو کوربه دی چې غواړی له دغه ښاره په تیریدا سره د کربلا معلی په لور روان شي.
د خبر لمبر: 3486212   خپرونې تاریخ : 2022/09/12

ایکنا-(تهران)د رهبرۍ د ستر مقام و بعثې او دقرآڼ دعالی شورا  او داوقافو اوخیریه چارو دادارې دقرآني چارو د مرکز په مشارکت سره درې زره ټوکه مصحف شریف ،هغو قرآني موکبونوته ډالس کیږي، چې په نجف ،کربلا او دحسینی اربعین د لاریون په لارو کې د دیره  الحشد الشعبي ولسی ځواک په همت سره  جوړ شوي دي.
د خبر لمبر: 3486207   خپرونې تاریخ : 2022/09/11

ایکنا-(تهران)د حضرت ابوالفضل العباس(ع)د سپيڅلی حرم  له دارالقرآن علمی ټولګې سره اړونده د نجف اشرف  قرآن موسیسې،د نجف اشرف او کربلا معلی په لاره کې د قرآني چارو د دریم نندارتون د جوړیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3486206   خپرونې تاریخ : 2022/09/11

ایکنا-(تهران) د عراق په نجف اشرف  کې دحضرت امام علی علیه السلام  سپيڅلی حرم  هره ورځ د هغو لسګونو زره زیارتوالو کوربه دی چې د حسینی اربعیّن په ولولناک اوپرتمین لاریون کې دډون لپاره دغه ځاي ته ورځي .
د خبر لمبر: 3486204   خپرونې تاریخ : 2022/09/10

ایکنا-(تهران)دقرآن نړیوال قاري حامد علیزاده په معلی نومې ټيلیویژني پروګرام کې د فجر مبارکې سورې له ۲۷تر دیرشم پورې دآیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3486203   خپرونې تاریخ : 2022/09/10

ایکنا-(تهران) د حسینی اربعین دشپو ورځو په رانزدیکیدا سره د عراق رسندویو  په کربلا ولایت کې تر دې دمه د څه دپاسه پنځه میلیون زیارتوالو د شتون خبر ورکړی او د ټرانسپورټ په زیمنې کې له موجوه کمښتونو سره سره ، عراق ته د زیارتوالو واریدیداهماغه شان دوام لري.
د خبر لمبر: 3486198   خپرونې تاریخ : 2022/09/10

ایکنا-(تهران)په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت اعلان کړی چې د عراق حکومت د دغه هیواد د ځمکنیو پولو له لارې د افغان زیارت کوونکو منلو ته د چمتووالی په اعلان سره ،هغوی ته به د دوه وارې د زیارت کولو ویزې ورکړي.
د خبر لمبر: 3486196   خپرونې تاریخ : 2022/09/08

ایکنا-(تهران)د اسلامی ملګرتیاموسیسې په غړو هیوادونوکې پر درملو د څارنې دملی اورګانونو  په دوهمې غونډې کېو په غړو هیوادونو کې د درملیزو اورګانونو ترمینځ د ملګرتیا د پیاوړتیا پروګرام تصویب شو .
د خبر لمبر: 3486195   خپرونې تاریخ : 2022/09/08

ایکنا-(تهران) د ایران د رضوي مقدس آستان یعني د امام رضا علیه السلام دسپيڅلي حرم  بهرني زیارتوال ددغه  مقدس آستان  د ؛ دینونو او بهرنیو سیلانیانو او زیارتوالو ؛ دبرخې د څانګې په مذهبی او کلتوري پروګرامونو کې په ولولې سره ګډون کوي.
د خبر لمبر: 3486194   خپرونې تاریخ : 2022/09/08

ایکنا-(تهران) دافغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت  سربرست امیر خان متقي په کابل کې په یوه سمینار کې  ووئيل، دافغانستان به فضا کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو الوتونه،د دوحې دموافقې  او د افغانستان د هوائي حریم خلاف ورزی ده او واشنګټن دې دغه کار پاي ته ورسوي ګني،نو دنتیجو به ئې پخپله زمه وار وي.
د خبر لمبر: 3486193   خپرونې تاریخ : 2022/09/08

ایکنا- (تهران) اوس هم له هائي هوئ او تبلیغاتو هغې پيچلي دینا کې چې پر بشریّت حاکمه ده ،دا د حسینی اربعیّن حرکت یوه بې ساري رسندوي او ژغورونکي چغه ده .دغه شان شی وجود نه لری نور په دنیاکې :دا چې میلیونونو خلک  روانیږي ، نه یوه ښاره او نه هم له یوه هیواده ،بلکې له مختلفو هیوادونو او ددنیا له ګوټ ګوټه،  او نه یوازې د یوې اسلامی فرقې ،بلکې ددرستو اسلامی فرقو او حتی دغیر اسلامی دینونو څخه،دا د حسینی وحدت او یووالی چغه ده ، دا د  حسینی اربعیّن د مینه والو چغه ده .
د خبر لمبر: 3486184   خپرونې تاریخ : 2022/09/05

ایکنا-(تهران)د حسینی اربعیّن  د پياده روئ دستورې  له هر څه زیات د اسلامی ملتونو اوحکومتونو دنزدیکت لپاره د مذهب له عنصره د استفادې او ددغو دستورو  د کلتوری ظرفیّتونو ښودنه کوي.
د خبر لمبر: 3486174   خپرونې تاریخ : 2022/09/07

ایکنا-(تهران)د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې د غړو او د دغې ټولنې په اوومې غونډې کښې د ګډونوالو میلمنوسره  په کتنه کښې وویل؛د اهل بیت (ع)پيروکار او د نړۍ شیعیان ویاړ کوي چې  دسلطې دنظام د اوه سري آژ دها په وړاندې  اسلامی نظام ودرید او دمستکبرانو پخپله اعتراف کوي چې د دوي ډیری دسیسې او نقشې ئې  ناکامه کړي دي  
د خبر لمبر: 3486173   خپرونې تاریخ : 2022/09/03

سلام فرمانده حماسي سرود
ایکنا-(تهران) د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې دپاره چنار په ستر سټیډیم کې  د زرګونو زده کونکو او دهغود مور پلار په شتون سره سلام فرمانده حماسی سرود په درستې سیمې انګازې وکړې.
د خبر لمبر: 3486172   خپرونې تاریخ : 2022/09/02