پاکستان - پاڼه 40

IQNA

بچوې
تهران(ایکنا) - د پاکستان د مذهبی  او مدني ټولنو په تیره بیا  دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ او امامیه سټوډینټس  آرګنایزیش په زرګونو  فعالانو د هیواد په مختلفو ښارونو کې دجمعې لمانځه له اداکولو وروسته په یمن کې د وحشي ډوله  حملو  او ددغه هیواد  دبې دفاع خلکو د وژلو په ضد  غونډې او لاریونونه وکړل 
د خبر لمبر: 3485366    خپرونې تاریخ : 2022/02/05

تهران(ایکنا) – په پاکستان کې دایران د اسلامی جمهوریت سفیر سید محمد علی حسینی د پاکستان په بلوچستان صوبې کې دترهه ګرې حملې په محکومولو سره د ترهه ګرۍ په ضد د هراړخیز جنګ پر ضرورت ټينګار وکړ .
د خبر لمبر: 3485363    خپرونې تاریخ : 2022/02/04

تهران (ایکنا) – د پاکستان   دکورنیو چارو وزیر ووئیل ، په بلوچستان صوبې کې د پوځ پر یوه کیمپ د ترهه ګرو په حملې کې څلور پوځیان وژل شوي چې په موقعې ‎ په ځوابي عملیات کې پنځلس ترهه ګرو هلاک او د دوي حملې هم ناکامې شوې .
د خبر لمبر: 3485359    خپرونې تاریخ : 2022/02/03

تهران (ایکنا) - د پاکستان مشرانو جرګې دیوه پریکړه لیک په تصویبولو سره د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ریلي ملګرتیاؤ او د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د خلکو د تګ راتګ او د تجارتی چارو د آسانولو په موخې سره د مسافری ریل ګاډي د تګ راتګ د پراختیا په ملاتړ کې یو پریکړه لیک تصویب کړ .
د خبر لمبر: 3485352    خپرونې تاریخ : 2022/02/01

تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر په تهران کښې د پاکستان له سفیر سره په کتنه کښې، په ګډو پولو کښې د ترهګرو ډلو له اقداماتو سره د مقابلې په اهمیت باندې ټینګار وکړ
د خبر لمبر: 3485347    خپرونې تاریخ : 2022/01/31

تهران (ایکنا) - د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د افغانستان د کډوالو په کوربه توب کولو کښې د ایران او    پاکستان د نه هیریدونکي سخاوت قدرونه وکړه .
د خبر لمبر: 3485346    خپرونې تاریخ : 2022/01/31

تهران (ایکنا) -د پاکستان دامنیتی چارو سلاکار په کابل کې  د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره هم  لیده کاته کړي او پر دوو اړخیزو  اړیکو او د سرحدي ترینګلتیاؤ په باب ئې ورسره کوټلي خبرې اترې کړي دي .
د خبر لمبر: 3485340    خپرونې تاریخ : 2022/01/30

 تهران (ایکنا) -د ناروې  د کډوالو شورا اعلان وکړ، په افغانستان کښې له ميلينونو کسانو سره د مرستې لپاره پکار دی چې د امریکا د خزانه دارۍ وزارت او نورې تامينؤنکې ادارې دې يو لړ محدوديتونه ختم کړي.
د خبر لمبر: 3485337    خپرونې تاریخ : 2022/01/29

تهران (ایکنا) -د پاکستان د کورنیو چارو وزیرشیخ رشید احمد په راتلونکو دوو نورو میاشتو کې په دغه هیواد کې دترهه ګروحملو د اوج په باب خبرداری ورکړ.
د خبر لمبر: 3485335    خپرونې تاریخ : 2022/01/29

تهران (ایکنا) - د ایران او قطر خارجه وزیرانو  د سیمه ایزو مسئلو په تیره بیا د افغانستان د بدلونونوپه باب هم  نظر تبادله کړې او دغه راز ئې پر ځينو نورو نړیوالو او د اسلامی  نړۍ پر مهمو موضوعګانو  هم په خبرواترو سره د پيلوماسۍ او دخپل مینځیو   مشورو او راشه دیرشه په ضرورت ټينګار کړی دی .
د خبر لمبر: 3485329    خپرونې تاریخ : 2022/01/27

تهران (ایکنا) - د اسلامی مذهبونو د نزدیوالی د ټولنې عمومی منشي زیاته کړې ،په افغانستان کې د مختلفو قومونو شتون ته په پام سره ددغو قومونو دحقوقو خیال ساتل له حکومته د دوي د ونډې په رعایتولو سره ممکن دي او د طالبانو واکمن پلاوی باید دغو حقوقو ته داحترام په سترګه وګوري .
د خبر لمبر: 3485328    خپرونې تاریخ : 2022/01/27

تهران (ایکنا)- د سباوون د لسیزې د رارسیدو په درشل کښې د پاکستان په پیښور کښې د ایران کلتور خونې د ایران د لاسي صنایعو او د سیاحتي ځایونو د تصویرونو یو نندارتون ترسره کړ.
د خبر لمبر: 3485326    خپرونې تاریخ : 2022/01/26

تهران (ایکنا)- د نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس وړاندیز کړی دی ،چې نن چارشنبې ورځې دې درست د سولې د پوره کیدا لپاره  دعا وکړي
د خبر لمبر: 3485324    خپرونې تاریخ : 2022/01/26

تهران (ایکنا) – په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني «الجزیره» ټیلي ويژن ته وویل که چیرې امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژندي ،نود واشنګټن پرضد ګواښ به له سره پیل شي .
د خبر لمبر: 3485323    خپرونې تاریخ : 2022/01/26

تهران (ایکنا) د افغانستان خبرو سرچینو په ماسکو کې د طالبانو د حکومت له ځينو لوړپوړو چارواکو سره د  احمد مسعود ،امر ا... صالح  او صلاح الدین رباني د نزدې کیدونکو مشورو خبر ورکړ .
د خبر لمبر: 3485320    خپرونې تاریخ : 2022/01/25

تهران (ایکنا) –له څومیاشتو مخکې راهسې دهندوستان حکومت د افغانستان خلکو ته۵۰ زره ټنه غنم ډالۍ کړي،خو د پاکستان حکومت ئې  افغانستان ته د رسولو په سر له هندوستان سره اختلاف لري .
د خبر لمبر: 3485315    خپرونې تاریخ : 2022/01/24

تهران(ایکنا)-په پاکستان کې ډيپلوماټيکو سرچینو ووئیل ،اسلام اباد او ماسکو په روان کال کې پاکستان ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د رسمي  لومړني سفر د نهائي کولو په تکل کې دي .
د خبر لمبر: 3485314    خپرونې تاریخ : 2022/01/24

 تهران (ایکنا)-  د پاکستان حکومت د اسلامی همپالنې او اعتدال پالنې  دسیاست ددودولو په موخې سره  نیّت لري ډير زر دپاکتسان په لاهور ښار کې د الازهر پوهنتون یوه څانګه تاسیس کړي.
د خبر لمبر: 3485313    خپرونې تاریخ : 2022/01/24

تهران (ایکنا) - د جمادي الثاني  شلمه نیټه ،  دحضرت فاطمة الزهرا دنیکمرغه زوکړې   له کلیزې سره برابرده ده او د ایران په اسلامی جمهوریت کې دغه ورځ د مور او میرمنې په ورځې هم لمانځل کیږي .  
د خبر لمبر: 3485311    خپرونې تاریخ : 2022/01/23

تهران (ایکنا) – د اسلام دګران پیغمبر دګرانې لور  حضرت فاطمة الزهرا(س)  دنیکمرغه زوکړې په مناسبت   او دغه راز د مور او میرمن د ورځې د لمانځلو په مناسبت   د پاکستان په پنډۍ ښار ک او دغه راز نورو ډيرو ښارونو کې ولولناکې دستورې جوړې شوې .
د خبر لمبر: 3485309    خپرونې تاریخ : 2022/01/23