ایکنا- د مسجدالحرام او مسجدالنبي(ص) د دیني چارو ادارې د «حرمین» په نوم د قرآن کریم د تلاوت د مجازي زدهکړې اپلېکېشن په آنلاین بڼه د صحیح قرائت د زدهکړې لپاره پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492858 خپرونې تاریخ : 2026/06/02
ایکنا- مراکشۍ خبریالې او لیکوالې حیات لعلاب، ټینګار وکړ: حج د ګډ ژوند د پیاوړتیا، د نورو کلتورونو د منلو او د نورو ملتونو د دود او دستورونو پر وړاندې د پرانیستې فضا لپاره یو فرصت دی، او د اسلامي امت لپاره د یووالي او ستر سیاسي او ټولنیز ې بیدارئ موسم ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3492841 خپرونې تاریخ : 2026/05/30
د حج تاریخي ځایونه
ایکنا- د زمزم چینې اوبه، هغه چینه چې د تاریخ له زړه او د مکې معظمې له مینځه راخوټېږي، یوازې د اوبو یوه سرچینه نه ده؛ بلکې د ایمان، هیله او برکت یوه تلپاتې کیسه ده چې د حضرت ابراهیم(ع) او د بي بي هاجر له زمانې تر نن ورځې پورې ئې میلیونونه حاجیان او زائران خړوب کړي او لا هم د مسلمانانو په کلتور او عقایدو کې ځانګړی مقام لري.
د خبر لمبر: 3492836 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
ایکنا- د حج د مراسمو په مناسبت د اسلامي انقلاب د ستر لارښود پیغام، چې پکې د ایران د ملت له قدرتمند مقاومت وروسته په سیمې کې د امریکا د دریځ کمزوري کېدو او د صهیونیستي رژیم د کمزورتیاموضوع یاده شوې وه، په نړیوالو رسنیو کې ئې پراخ انعکاس درلود.
د خبر لمبر: 3492835 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
ایکنا- د حج تمتع د مناسکو له رسمي پیل سره هممهاله، د سعودي عرب چارواکو وئيلي دي چې د بیتالله الحرام د حاجیانو لومړۍ ډلې د «مِنا» مشعر ته رسېدلي دي او د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حج مراسمو، په ځانګړي ډول د «یوم الترویه» لپاره ټول اجرائي، خدماتي او ډیجیټلي تدابیر بشپړ شوي دي.
د خبر لمبر: 3492827 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا - د سعودي عربستان چارواکو وئيلي دي چې د حج د زیارتوالو د لا ښه خدمت لپاره یې په مسجدالحرام او مسجدالنبي کې د یخَولو او سمارټ رڼا ستر سیستمونه فعال کړي دي؛داسې سیستمونه چې د نړۍ له تر ټولو لویو سړوَنکو او رڼا ورکونکو ټولګو شمېرل کېږي او د پرمختللو ټیکنالوژیو په مرسته د میلیونونو حاجیانو هوساینه او امنیت تضمینوي.
د خبر لمبر: 3492821 خپرونې تاریخ : 2026/05/25
ایکنا- سعودي عربستان اعلان کړی چې تر ، جمعې ورځې پورې، له ۱.۵ میلیونو څخه زیات حاجیان د حج د ادا کولو لپاره دغه هېواد ته داخل شوي دي، چې ډېری ئې د هوايي پولو له لارې ورغلي دي.
د خبر لمبر: 3492811 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
ایکنا - د سعودي عرب د عامه ترانسپورټ ادارې د مدینې د سیمې د پراختیا ادارې په ملګرتیا سره د قبا جوما( Quba Mosque )په ساحې کې د بېډرائيور ه بس ازمایښتي پروژه پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3492763 خپرونې تاریخ : 2026/05/13
ایکنا -د مکې مکرمې د قرآن کریم میوزیم یوه له تر ټولو نادرو خطي نسخو څخه ساتي، چې د لیدونکو او د قرآن د تاریخ د څېړونکو پام ئې ځان ته اړولی دی؛ دا یو داسې نادر قرآن دی چې یوازې ۶۰ مخونه لري.
د خبر لمبر: 3492757 خپرونې تاریخ : 2026/05/12
ایکنا- د عربستان د حج او عمرې د چارو وزارت د لومړي ځل لپاره په منا کې په نوې ټیکنالوژۍ سره په "نسک" کارډ سره تړلی سمارټ سرچر یا حسګر سیسټمونه تطبیق کړي دي.
د خبر لمبر: 3492723 خپرونې تاریخ : 2026/05/04
ایکنا -د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی چې هېڅ ډول زیارتي ویزه لرونکي کس ته د حج د فریضې د ادا کولو اجازت نه ورکوي.
د خبر لمبر: 3492717 خپرونې تاریخ : 2026/05/03
ایکنا- د عربستان د حج او عمرې وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، چې عربستان ته دخداي د کور د زیارتوالو واریدیدا سږکال د حج د فریضې د ادا کولو لپاره له سمندری، هوائي او مځکنیو لارو پيل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492684 خپرونې تاریخ : 2026/04/20
ایکنا- په مکې مکرمې کې د ؛حراء؛ کلتوری کوڅې د قرآن میوزیم د خانه کعبې د دروازې کامل چوکاټ د خلکو نندارې ته وړاندې کړی دی.
د خبر لمبر: 3492680 خپرونې تاریخ : 2026/04/19
ایکنا - د امریکائي مجرم جفري اپسټین د هغه انځور خپرېدل، چې پکې هغه له یو اماراتي سوداګر سره د کعبې د پوښ (پردې) یوې ټوټې ته ګوري چې پر ځمکه پرېوتې ده، په رسنیو کې ئې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د خبر لمبر: 3492436 خپرونې تاریخ : 2026/02/11
د مسجدالحرام د جمعې د لمانځه د خطبې هغه برخې چې د غزې په اړه وه،د سعودي عربستان د ټيلیوژني چینلونون لهخوا سانسور شوې،چې له امله ئې د ټولنیزو چینلونو د کاروونکو پراخې نیوکې راوپارولي دي.
د خبر لمبر: 3492151 خپرونې تاریخ : 2025/12/13
ایکنا - هورګرونیه نه یوازې یو پوهنتوني څیړاندؤ ، بلکې داسې سړی و چې د هغه د ژوند کیسه د یو جاسوسۍ ناول په څېر وه، چې د ایمان او دوکې ترمینځ ګیر و، چې په اسلامي څېړنو او لویدیځي تاریخ کې ئې یونه هیریدونکی میراث پرېښود.
د خبر لمبر: 3491811 خپرونې تاریخ : 2025/10/05
په اګست میاشت کې
ایکنا- د ۲۰۲۵کال په اګست میاشت کې د ۳۱ هیوادونو څه دپاسه ۹۷زره کسانو په مدینې منورې کې د ؛ملک فهد؛ نومې د قرآن د چاپ او نشر د کمپلیکس کتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3491648 خپرونې تاریخ : 2025/09/04
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامي کلتور او اړیکو د ادارې فرهنګي مرستیالۍ د رسول اکرم (ص) د زوکړې د ۱۵۰۰ کلیزې په مناسبت د رحمت نبي د شعر نړیوال کانګرس جوړوي.
د خبر لمبر: 3491614 خپرونې تاریخ : 2025/08/28
ایکنا- د عربستان د اسلامی تمدن او د نبوي سیرت نړیوال نندارتون او میوزیم، پرون چارشنبې ورځې د مکې سیمې د مرستیال امیر شهزاده سعود بن مشعل بن عبدالعزیز په شتون سره ددغه ښار په واچ ټاؤرونو کې افتتاح شو .
د خبر لمبر: 3491612 خپرونې تاریخ : 2025/08/28
د ايکنانیوز خبري اژانس د راپور له مخې، د ايران د اسلامی جمهوریت له خوا د عمرې زيارت کوونکو لومړنۍ ډله د حج او زيارت د چارواکو په شتون کې د امام خميني(ره) هوايي ډګر له سلام ټرمينل څخه د مدينې منورې هوايي ډګر ته واستول شول.
د خبر لمبر: 3491594 خپرونې تاریخ : 2025/08/25