مدینه منوره - پاڼه 2

IQNA

بچوې
ایکنا - حاجیان د  افاضې طواف د ترسره کولو لپاره مسجدالحرام ته تللي .
د خبر لمبر: 3491239    خپرونې تاریخ : 2025/06/08

ایکنا- د خدای د عاشقانو د لبیک ویونکو له ځوږ او ولولې رانیولې  د لیوالو او عاشقانو تر منسجمو صفونو تر نظم پورې، د حج تمتع د مناسکو د پیلیدا هره شیبه  د ژوندیو  انځورونو او  ژور نظر له پلوه ثبت شوې ده.
د خبر لمبر: 3491235    خپرونې تاریخ : 2025/06/07

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت  یوه نامتو قاري محمد مهدي شيخ الاسلامي د ايرانیو حاجيانو په قرآني محفل کې د قرآن کريم د آيتونو تلاوت وکړ.
د خبر لمبر: 3491226    خپرونې تاریخ : 2025/06/05

ایکنا- په نبوي جومات  یا هماغه مسجد النبی (ص) کې د ۱۵ ورځو په اوږدو کې د زمزم د اوبو درې زره درې سوه شبیته ټنه اوبه  په  دوه لکه اتلس   زره او ۳۳۶ بوتلونو کې پر حاجیانو او زیارتوالو وویشل شوې .
د خبر لمبر: 3491219    خپرونې تاریخ : 2025/06/03

ایکنا -  د تهران د نور مداحئ ډلې غړو، چې د روان کال د حج تمتع لپاره د نور قرآني کاروان په چوکاټ کې سعودي عربستان ته تللي، په نبوي جومات (ص) کې د  الأحزاب سورې له ۲۱ څخه تر ۲۴ آیتونو پورې په منافسه (ډله ایز ډول)  تلاوت کړل.
د خبر لمبر: 3491210    خپرونې تاریخ : 2025/06/02

سید محمد مهدي شیخ‌الاسلامي وائي!
ایکنا - د نور قرآني کاروان تر ټولو ځوان قاري، سید محمد مهدي شیخ‌الاسلامي، وویل: د نور قرآني کاروان د هر غړي د ماموریت ترڅنګ، دا معنوي سفر یو داسې فرصت برابروي چې د اسلامي هیوادونو قاریان له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي او د یو بل له تجربو څخه ډېره ګټه پورته کړي. 
د خبر لمبر: 3491209    خپرونې تاریخ : 2025/06/02

حج په قرآن کریم کې / 5
ایکنا - قرآن کریم حج  نه یوازې یوه وګړنیزه فریضه،بلکې دا یوه ستره غونډه معرفي کوي چې دشحصي او ټولنیزو ګټو د ترلاسه کولو لپاره ئې معرفی  کوي.
د خبر لمبر: 3491208    خپرونې تاریخ : 2025/06/02

ایکنا د مسجدالحرام او نبوي شریف د دیني چارو د ادارې مشر ووئيل؛  د ۱۴۴۶ قمری کال  د حج موسم لپاره ئې د عرفې ورځې د خطبې د ژباړې پروژه په ۳۵ ژوندیو ژبو پیل کړې ده. 
د خبر لمبر: 3491204    خپرونې تاریخ : 2025/06/01

ایکنا – دعربستان د سرې میاشتې ادارې سره اړونده د رضاکارو ټیم د ۱۴۴۶ قمری کال د حج  د مناسکو په عملیاتو کې د ګډون لپاره څه دپاسه ۵۵۰ ښځې او سړي رضاکار بشپړ سنبال کړي دي.
د خبر لمبر: 3491198    خپرونې تاریخ : 2025/05/31

ایکنا -  د خداي د کور حاجیانو د قرآن کریم د تلاوت او حفظ لومړنۍ سیالي د مسجدالحرام د دیني چارو د تولیت په هڅو سره په دغه مسجد کې ترسره کېږي. 
د خبر لمبر: 3491196    خپرونې تاریخ : 2025/05/29

ایکنا - د سعودي عربستان سترې  محکمې اعلان وکړ چې د عرفات ورځ، چې د کلني حج زیارت تر ټولو لوړه  برخه  ده، د پنجشنبې په ورځ، یعني د ۲۰۲۵ کال د جون ۵  (د ۱۴۰۴  لمریز کال د غبرګولي ۱۵ ) او دغه هم د  جمعې ورځ، یعني د جون ۶  (د غبرګولي ۱۶ )  به  راز  د قربانۍ د لوي اختر د ورځ  د جشنونو لومړۍ ورځ وي. 
د خبر لمبر: 3491194    خپرونې تاریخ : 2025/05/29

حج په قرآن کې / ۴
ایکنا - د بندګۍ د نښو درناوی د پاک باطن او پرهیزګاره زړه نښه ده. هر څوک چې په خپل باطن کې د تقوا خاوند وي، د الله د شعائرو په وړاندې به عاجزي او  سرښیندنه وکړي.   
د خبر لمبر: 3491192    خپرونې تاریخ : 2025/05/29

ایکنا – په مدینې منورې کې د  اُحد غړه  په شمالی لمن کې ، دیوه بل ترڅنګ دوه تاریخي ځایونه واقع دي  چې  د اُحد غزا  د برخلیک ټاکونکو شیبو یادونه کوي؛ د اُحد غر درز ، داسې ځاي چې د  اسلام ګران پیغمبر (ص)   له زخمي کیدا وروسته ورته پناه وړې ، او دالفسخ جومات ، د جنګ له ختمیدا وروسته د لمانځه د اقامې ځاي. دغه تاریخي جومات  اوس بیا رغول شوی  او همدااوس  داُحد درز  په څنګ کې  د حاجیانو او زیارتوالو لپاره یو مهم کلتوري او زیارتي هدف باندې بدل شوی دی.
د خبر لمبر: 3491191    خپرونې تاریخ : 2025/05/28

ایکنا - د سږکال د حج لپاره د خداي د کور  تر ټولو بوډا  ښځينه حاجي یوه  ۱۰۹ کلنه  انډونیشیائي میرمن ده.
د خبر لمبر: 3491182    خپرونې تاریخ : 2025/05/27

حج په قرآن کې/۳
ایکنا -  صفا او مروه  د مسجدالحرام تر څنګ  یوازې دوه مخامخ غرونه نه دي، دا دواړه ځایونه د عبادت، توحید، ایثار او تاریخي   چغو او دعاګانو  نښې دي چې قرآن کریم ئې د «شعائر الله» په نامه یادوي.
د خبر لمبر: 3491180    خپرونې تاریخ : 2025/05/27

ایکنا -  دعربستان به مدینې منورې کې د جنت البقیع قبرستان تل د مسلمانانو لپاره یو مقدس او روحاني ځاي دی  او د حج تمتع په شپو ورځو کې  هم  د مختلفو ملیّتونو په تیره بیا د ایرانیو او پاکستانیو حاجیانو لپاره په یوه ځانګړي ځای بدل شوی  دی. 
د خبر لمبر: 3491178    خپرونې تاریخ : 2025/05/26

ایکنا - د مدینې  منورې په مسجد النبی  (ص) کې د ښځو د چارو ادارې د لومړي ځل لپاره د ښځو په لمونځ‌ځایونو کې سمارټ  نمایشګرونه یا ډسپلې لګولي ، څو د هغوی دیني او معرفتي پوهه لوړه کړي. 
د خبر لمبر: 3491176    خپرونې تاریخ : 2025/05/26

     حج په قرآن کې/ ۲
ایکنا – د قرآن کريم  په بېلابېلو آيتونو کې د قربانئ، طواف او د حرم سيمې ته   د واریدیدا پشمول  د حج مناسک  د الهي شعائرو په توګه معرفي شوي، چې د دغو شعائرو سپکاوی د ديني مقدساتو په وړاندې بې پروائي ګڼل کېږي. قرآن کريم په مائده سوره  کې ،په دوهم آيت  کې مؤمنانو ته خبرداری ورکوي، چې د الهي شعائرو، حرامو مياشتو، ډالیو (قربانيو)، (د قربانيو نښو) او د خداى د کور (کعبې) زيارت کوونکو  حاجیانو ته سپکاوی ونه کړي. په دغه  آيت کې راغلي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْيَ وَلَا الْقَلَائِدَ وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنْ رَبِّهِمْ وَرِضْوَانًا».
د خبر لمبر: 3491167    خپرونې تاریخ : 2025/05/26

 ایکنا - د   ۱۴۰۴  حج لپاره د لېږل شوي  نور قرآني کاروانیو  غړي مهدي صلاحي په يوه قرآني محفل کې د کلام‌الله مجيد د آيتونو تلاوت وکړ.
د خبر لمبر: 3491169    خپرونې تاریخ : 2025/05/25

ایکنا – د ایران د نور مداحی ډلې غړو ،له قرآن کریم سره د انس د محفل په چوکاټ کې  په مدینې منورې کې د ایرانیو حاجیانو په ټول کې  د مداحئ او نعت پروګرام اجرا کړ.
د خبر لمبر: 3491166    خپرونې تاریخ : 2025/05/24