iqna

IQNA

بچوې
ایکنا -د سعودي عربستان د حکومت پر پښتو اېکس پاڼه لیکل شوي: “د سعودي عربستان باچاهي حکومت د افغان وروڼو لپاره د ټولو خدمتونو د وړاندې کولو په ګروهنې سره، پرېکړه کړې  چې د سعودي عربستان نمایندګي په کابل کې خپل فعالیتونه د ۱۴۴۶/۶/۲۱هـ نېټه چې د ۲۰۲۴/۱۲/۲۲م سره سمون خوري، بیا پیل کړي.
د خبر لمبر: 3490355    خپرونې تاریخ : 2024/12/23

ایکنا - د پاکستان د کورمې ضلعې د پاراچنار ښار ځوانانو د لارې د بندیدا او د خوړو او درملیزو توکو په نه شتون بانډې په اعتراض کې د پرس کلب په وړاندې له څو ورځو راهسې پرلتۍ وهلی دي.
د خبر لمبر: 3490345    خپرونې تاریخ : 2024/12/22

ایکنا - داپه داسې حال کې دي چې د تیرې جمعې په ورځې  د افغانستان د طالبان و یو پياوړی مشر او د دغه هیواد  کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني هم د  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په یوه ځان مرګی برید کې سره د څو کسانو په ټکه ووژل شو.
د خبر لمبر: 3490312    خپرونې تاریخ : 2024/12/15

ایکنا - د افعانستان طالب مشرانو هغه آوازې په زغره  رد کړې چې ګواګې د خلیل الرحمن حقاني وژنه د دوي د خپلمنځي اختلافاتو نتیجه ده.
د خبر لمبر: 3490311    خپرونې تاریخ : 2024/12/15

ایکنا – د افغانستان د طالبان و د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې په یوه انتحاري برید کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وژل شوی دی.
د خبر لمبر: 3490304    خپرونې تاریخ : 2024/12/12

ایکنا -  خبری سرچینو د سورئې په دمشق کې د حضرت زینب سلام الله علیها له حرم سره په شاوخوا کې د چاودنو علت، دصهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو حملې اعلان کړې.
د خبر لمبر: 3490288    خپرونې تاریخ : 2024/12/10

ایکنا - د افغانستان حکومت په درست افغانستان کې پرانجونو د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي او اوس ئې پر انجونو د طبي انسټیوټونو دروازې هم وتړلې چې په افغانستان کې به دمیرمنو پر روغتیائي برخې ديرې ناوړه اغیزې وشیندي.
د خبر لمبر: 3490264    خپرونې تاریخ : 2024/12/05

ایکنا - دا په پاکستان کې د روان کال په یوه میاشت کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله یادېږي چې په دوي کې یوازې دپوځ  او امنیتی ځواک کابو ۷۰ماموران وژل شوي دي.
د خبر لمبر: 3490253    خپرونې تاریخ : 2024/12/03

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې هیله مند یوو،هغه مشکل چې په سورئې کې رامینځةشوی دی،د اسلامی هیوادونو په مداخلت سرهحل شي، ووئيل؛ باید اجازت ورنه کړو  امریکا او اسرائيل  له دغه وضعیّته ناوړه استفاده وکړي.
د خبر لمبر: 3490244    خپرونې تاریخ : 2024/12/02

ایکنا – د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې  کې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ سکرټري جنرال  شبیر حسین ساجدي په یوې خصوصي مرکې کې وئيلي دي، د پاکستان په پاراچنار کورمې ضلعې کې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ په حقیقت کې هیڅ شخړه نشته ،خو ځیني حکومتي او پوځي کړئ شته چې د خپلو سپیرو موخو په  خاطر ځاي  اوسیدونکو په ضد دسیسې جوړوي.
د خبر لمبر: 3490242    خپرونې تاریخ : 2024/12/01

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په یوه مرکه کې ویلي وو، چې چین د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه د سیمې له هېوادونو سره د خبرو په حال کې دی.
د خبر لمبر: 3490235    خپرونې تاریخ : 2024/11/30

ایکنا - افغانستان د نړۍ له هغو دوه ویشتو هېوادونو څخه دى، چې د لوږې له بحران سره مخ دى او په دغه هېواد کې دولس اعشاریه څلور ميليونه وګړي، د خوراکي توکو د نه خونديتوب په لوړه کچه کې شتون لري.
د خبر لمبر: 3490227    خپرونې تاریخ : 2024/11/28

د اسلامی ویښتیا نړیوالې ټولګې  د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان په کورمې ضلعې کې د ترهه ګرو سپیر او ورانکار فعالیتونه په سخته  محکوم کړي دي .
د خبر لمبر: 3490218    خپرونې تاریخ : 2024/11/27

ایکنا - د افغانستان د طالبان و د حکومت د فواید عامه  وزارت د ریل پټلۍ معین او دټرانسپورټي وزیر مرستیال په مشهد مقدس کې په شتون سره د حضرت امام رضا علیه السلام د سپیڅلی حرم له زیارته مشرف شو.
د خبر لمبر: 3490214    خپرونې تاریخ : 2024/11/26

ایکنا – د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پاراچنار  په کوزې کورمې کې  پّ وروستۍ ترهه ګرې پیښې کې پسې چې د سلګونو شیعیانو د مرګ ژوبلو لامل شوې ، یوه ستر دینی مرجع آیت الله شیخ محمد یعقوبی په دغې ترهه ګرې پيښې سخت غبرګون وښود.
د خبر لمبر: 3490208    خپرونې تاریخ : 2024/11/25

ایکنا - د داعش خراسان په نامه ترهګرې ډلې د شنبې په ورځ د افغانستان د شمال په بغلان ولایت کې د صوفیانو پر یوه زیارت د خونړي برید مسوولیت په غاړه واخیست.
د خبر لمبر: 3490206    خپرونې تاریخ : 2024/11/24

ایکنا - د داعش خراسان په نامه ترهګرې ډلې د شنبې په ورځ د افغانستان د شمال په بغلان ولایت کې د صوفیانو پر یوه زیارت د خونړي برید مسوولیت په غاړه واخیست.
د خبر لمبر: 3490205    خپرونې تاریخ : 2024/11/27

ایکنا – د افغانستان د بلخ  د والی دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره  په دغه ولایت کې د یوه چیني تاجر د مسلمان شونې خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3490195    خپرونې تاریخ : 2024/11/21

ایکنا - د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې ضلعې په بګن او اوچت  کې دپوځ په سرپرستۍ کې پر کانوائۍ ترهه ګرو بیا برید کړی او د لسګونو مسافرانو وینه ئې وبهوله
د خبر لمبر: 3490194    خپرونې تاریخ : 2024/11/21

ایکنا - په افغانستان کې د ایران سفیر ووئيل،د ایران د جنوب ختیځ چابهار بندر په پراختیا سره به هم د سمندر نړیوالو اوبو ته د افغانستان لاس رسي لا زیات آسان شي.
د خبر لمبر: 3490191    خپرونې تاریخ : 2024/11/20