استکبار - پاڼه 6

IQNA

بچوې
ایکنا- د نړۍ د کاتولیکانو رهبر  یو ځل  بیا د  اکثریت په استبدا باندې د نړئ د ډیموکراسیو  د بدلولواو لړزانتیا  دخطرې په باب سخت خبرداری ورکړ د امریکا په فوځي یرغلونو  په نیوکې سره ئې  تاوتریخوالي، جنګ او بې عدالتئ سختې ورټلې.
د خبر لمبر: 3492670   خپرونې تاریخ : 2026/04/15

ایکنا- د پاکستان په اسلام اباد کې د ایران او امریکا ترمینځ د پاکستان په مینځګړیتوب سره د  خبراترو ماراتن  په داسې حال کې نن سهار پاي ته رسیدلی چې داسې ښکاري تل پاتې سولې ته د رسیدا لاره که څه هم مشخصه ده ،خو د امریکائي چارواکو له خوا  جدي ارادې ته اړتیا لري.
د خبر لمبر: 3492663   خپرونې تاریخ : 2026/04/12

ایکنا-  د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي اسماعیل بقائي  په یوه راپور کې لیکلي  دي،په تیرو۲۴ ساعتونو کې  د هرمز تنګي،ایټمي موضوع، د جنګ د تاوانونو د ګرمَې، دبندیزونو دختمیدا د ایران په ضد او په سیمې کې د د جنګ بشپړ ختمیدا پشمول  دخبرواترو  په اصلي موضوعګانو خبرې وشوې.ددغه ډيپلوماټيک بهیر بریالیتوب  د مقابل لوری له جدیّت او ښه نیت سره او له غیر قانوني  زیات غوښتو څخه له ډډه کولو او دغه راز  د ایران د حقه حقوقو او روا ګټو  له منلو سره  اړونده دی.
د خبر لمبر: 3492662   خپرونې تاریخ : 2026/04/12

ایرناخبری آژانس راپور ورکړی، دپاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف جنایتکار صهیونیسټي رژيم  د بشریّت لپاره نفیرین او د شر سرچینه بللې او  د لبنان د خلکو په ضد ئې  د دوي وروستیو جنایتونو په محکومولو سره  وئیلي دي،  داسلام اباد دخبرواترو له پروګرام سره په یووخت ، د وحشي اسرائيلي رژیم په لاس د بې ګناه خلکو نسل وژنه  هماغه راز دوام لري،  چې انسانیّت ورڅخه شرمیږي.
د خبر لمبر: 3492658   خپرونې تاریخ : 2026/04/11

ایکنا - د اسلامی انقلاب د شهید رهبر  د شهادت د څلویښتئ په مناسبت د  اسلامی انقلاب د معظم لارښود  حضرت آيت الله مجتبی حسینی خامنه اي پیغام د پاکستان په رسندویو کې پراخ انعکاس درلودلی دی.
د خبر لمبر: 3492657   خپرونې تاریخ : 2026/04/11

آیت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي!
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله مجتبی حسینی خامنه اي  د شهید لارښود حضرت امام خامنه اي  دشهادت  د څلویښتئ په مناسبت پخپل پیغام کې ټينګار وکړ؛قدرمنو خوئيندو وروڼو  وطنوالو د دریمې مقدسې دفاع  د حماسې تردې شیبو پورې په جراءت سره وئيل کیدی شي چې تاسو د ایران  اتل ملت  د دغه میدان چورلټ بریالی یاست.
د خبر لمبر: 3492655   خپرونې تاریخ : 2026/04/10

ایکنا- امریکا کذاب او کرغیړ ولسمشر ټرمپ  له ایران سره د دوو اونیز اور بند له موافقې څو ساعته وروسته  دغه ورځ ؛لویه ورځ؛ وبلله او  د مینځني ختیځ د یوه طلاعي دوران د پیلیدا مدعي شو.
د خبر لمبر: 3492650   خپرونې تاریخ : 2026/04/09

ایکنا – د اسلامی انقلاب د شهید قاید او د مقاومت او جهاد د بیلګې اوغوره مجاهد  حضرت آیت اللع العظمی امام خامنه اي د شهادت په څلویښتمې ورځې  له درست هیواد سره په یووخت   دتهران د ویر او عزادارئ  د ډلو او دستو حرکت نن سهار  له جمهوری اسلامی چوک څخه  د هغه بزرګوار د شهادت تر ځآی ؛مقتل؛ پورې پیل شوی او  د تهران فضا ئې ویرجنه  کړې ده.
د خبر لمبر: 3492648   خپرونې تاریخ : 2026/04/09

ایکنا -  د ؛مشاري العفاسي د تلاؤت د حذفولوکمپاین له درستو قرآنی اورګانونو او د اطلاعاتو له ټيکنالوجیو غواړي څو فوري دې له داخلي  نرم آوزارونو ، چینلونو ااو ویب سایټونو څخه  ددغه   قاری  آثار حذف کړي.  
د خبر لمبر: 3492646   خپرونې تاریخ : 2026/04/08

ایکنا – نن سه شنبې سهار وختي  د  ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو دتوغندوي او ډرونز یونټونو په وسیله دعربستان  په الجبیل صنعتي سیمې باندې سختې حملې وشوې او د چاودنو  او د اور د لمبو ځوږ پکې ښکاره شو.
د خبر لمبر: 3492643   خپرونې تاریخ : 2026/04/07

 په قرآن کې  له صهیونزم سره دجنګ تحلیل/ 21 
ایکنا-  یوه هغه ستره پيښه چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر په وینې سره رابرسیره شوې ده،د هیواد د نیالګي په دفاع کې د ولس یوزړتوب او وحدت او یووالی ؤ چې په الهی ارادې او غوښتې سره ترسره شوی.
د خبر لمبر: 3492641   خپرونې تاریخ : 2026/04/07

ایکنا- د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او  خارجه وزیر ټينګار کړی دی، اسلام اباد  په سیمې کې تل پاتې سولې او ثبات ته په رسیدا او د تاؤتریخوالي د کمیدا په موخې سره  د ټولو نوښتونو ملاتړ ته ژمن دی.
د خبر لمبر: 3492640   خپرونې تاریخ : 2026/04/06

ایکنا – د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان  ددې خبرې په کولو سره چې  د جرالډ فورډ جنګي بیړئ په یوې جوړې کړئ شوي کیسې سره له سیمې دغه جنګي بیړئ وتښتیوله او  پلمه ئې جوړه کړه، ووئيل؛ د ټولو امریکائي ترهه ګرو عسکرو عاقبت له سیمې د دوي په تښتې کې دی.
د خبر لمبر: 3492635   خپرونې تاریخ : 2026/04/05

ایکنا - د عراق ولس  پرون  په بغداد کې د ا یران د اسلامی جمهوریت د شجاع او میړني ولس او پوځ او د مقاومتي جبهې په ملاتړ کې میلیوني لاریون ترسره کړ.
د خبر لمبر: 3492634   خپرونې تاریخ : 2026/04/05

 په قران کې له صهیونزم سره د جنګ تحلیل/19
ایکنا -  په قرآن کریم کې ؛جامع امر؛ هر هغه مهم کار دی چې  دخلکو مرستې اوملتیااو شتون ته اړتیا لري او جایزه نه ده څوک  د رهبرئ له اذن پرته صحنه  خالي کړي.
د خبر لمبر: 3492632   خپرونې تاریخ : 2026/04/05

ایکنا- د خاتم الانبیاء(ص) مرکزی غونډ ویندوي د ایران د بیخ بینائيو  د ورانولو په باب د ټرمپ په دوامدارو ګواښونو  ځواب کې روښانه کړه،که دغه ګواښونه  عملی شی، نو د ایران د اسلامی جمهوریت قدرتمن وسلوال ځواکونه به په سیمې  و نیواکي ټاتوبو کې د سونګو، انرژئ، اقتصادي مرکزونونه، په کوربه هیوادونو او د امریکا په نورو همتړونه هیوادونو کې  د دوی د پانګونې لاپراخې او مهمې بخرې  په کوتلو او  لاسختو حملو سره  په نښه  او  تباه کړي.
د خبر لمبر: 3492630   خپرونې تاریخ : 2026/04/03

ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود آیت الله سید مجتی خامنه اي په یوه ځانګړی پيغام کې  د  ایران په ضد د امریکا او صهیونسټي رژيم  دتیریګرو  اقداماتو په محکومیّت کې  دعراق د ملی حکمت د بهیر د مشر سید عمار حکیم د صادقو او له شجاعته د ډکو دریځونو قدرونه وکړه.
د خبر لمبر: 3492627   خپرونې تاریخ : 2026/04/02

یاددښت!
ایکنا-  د بحرین د بشری حقوقو  د ټولنې مشر باقر درویش  په خپلې یوې مقالې کې ليکلي دي، په بحرین کې د امریکا د پوځي اډو ختمول د وخت یو ضرورت او د بحرین دمځکنئ بشپړتیا او دملی هویّت دساتلو لپاره یوه ضروري چاره ده.
د خبر لمبر: 3492626   خپرونې تاریخ : 2026/04/02

ایکنا - په ملګروملتو کې دایران د اسلامی  جمهوریتسفیر سعیدایراواني  د ملګروملتو سرمنشي  او د امنیت شورا پړاویز مشر ته  په جلا جلا  لیکونو  کې  دایران د اصفهان  او خوزستان  د فولادو پرتاسیساتو  د امریکا او صهیونیسټي رژيم  د حملو د جنایتونه او دغه رازپه ایران د حملو لپاره ترهه ګرې امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم ته  د خپلې خاورې او فضا  په اختیار کې د ورکولو پ دلیل  د کویت،عربستان،اماراتواو قطر د حکومتونو اقدام په باب راپور وړاندې کړ او  په دې اړه ئې رسمي شکایت وکړ.
د خبر لمبر: 3492624   خپرونې تاریخ : 2026/03/31

ایکنا -   د پاکستان تکړه ژورنالیسټ او مهشور شناندي حامد میر د ډونالډ ټرمپ د جنګ غواړي خوي په ضد دامریکا د میلیوني لاریونونو کرکه او غوسه د رژيم د بدلیدا لپاره د یوې حقیقي  غوښتې په معنا وبلله  او وې وئيل؛د امریکا په ټولنې کې د ټرمپ په ضد احساسات زیات شوي دي او دوي د خپل سرکش ولسمشر د درملنې غوښتنه کوي.
د خبر لمبر: 3492623   خپرونې تاریخ : 2026/03/31