IQNA

انګلستان ته د صهیونیسټي او اسلام ضده امریکائي فعالې سیاستوالې د ورتګ په مخنیوي کښې د مدني فعالانو کامیابي

14:43 - April 21, 2026
د خبر لمبر: 3492688
ایکنا – د انګلستان د مسلمانې ټولنې پراخ غبرګون د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت مجبوره کړ چې دغه هیواد ته د یو صهیونیسټي او اسلام دښمنې امریکائي سیاسی فعالې د واریدیدا مخه ونیسي.

ایکنانیوز د فائیو پلرز له قوله راپور راکړ، د انګلستان د مسلمانانو د ټولنې، مدني ارګانونو او د دغه هیواد د پارلیمان د یوشمیر استازو پراخ غبرګون د کورنیو چارو وزارت اړباسه چې په راتلونکې می میاشت کښې د اسرائیلو د رژيم د ملاتړې ښي پالې تندلارې ډلې په غونډه کښې د وینا لپاره انګلستان ته د اسلام ضده صهیونیسټي فعالې والنټینا ګومز د ورتګ مخنیو وکړي.

 

ولنټینا ګومز له ټکساس ایالت څخه د امریکې د کانګرس په انتخاباتو کښې د ریپبلکن ګوند د کاندیدې په توګه د ناکامې هڅې په دوران کښې د قرآن کریم د سوزولو او د دغه سپک او کرکه اچوونکي اقدام د ویډیو د شریکولو په وجه په خبرونو کښې مشهوره شوه.

هغې له دغه کار وروسته په ایکس ټولنیزه شبکه کښې لیکلي وو چې انګلستان ته یې د سفر لپاره الیکټرانک مجوز ETA) ترلاسه کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4347773

captcha