استعمار - پاڼه 8

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن سهار  دحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیهاد نیکمرغه زوکړې د کلیزې په درشل کې د تهران په امام خمینی امامباړې کې داهل بیت علیهم السلام  له لسګونو مداحانو اوشاعرانو سره په کتنې کې  مداحي  د معارفو او احساساتو دمنتقلولو او د هیواد په حساسو معرکو او پيښو کې د رول لوبونې لپاره ترکیبی هنر وباله او په وروستیو پيښو کې ئې ددښمن جامعې او پلان شوي نقشې  د ناکامیدا علت د ولس ،ځوانانو او مسئولانو  له غبرګونه  دهغوي غلطې محاسبې وبللې او ټينګار ئې وکړ،له دښمنۍ د بدغواړو د ناامید کولو لاره  د ایران پیاوړي کیدا ده .
د خبر لمبر: 3486740   خپرونې تاریخ : 2023/01/12

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت  په یوې اعلامیې کې ووئيل،د ایران په حساسو مرکزونو کې د انګلستان د جاسو سی ادارې یو ترټولو مهم  عامل ، د امام الزماه(عّ) دګمنامو مامورانو په لاس  وپيژندل او ونیول شو.
د خبر لمبر: 3486739   خپرونې تاریخ : 2023/01/12

ایکنا-(تهران) داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علی خامنه ای نن د سردار سلیماني  له کورنۍ او د کلیزې لمانځلو کمیټۍ له غړیو سره په کتنه کې د سردار سلیماني د مجاهدت په اړه د بی بدیله انسان په توګه د سید حسن نصرالله ګواهی د مقاومت په احیا کې د سردار سلیماني د کار د اهمیت په  درک کې ستر باب وباله .
د خبر لمبر: 3486687   خپرونې تاریخ : 2023/01/01

دعراق داهل سنت عالمانو د شورا مشر؛
ایکنا-(تهران)د عراق د اهل سنتو د عالمانو شورا مشر ووئيل، امریکا له شهیدقاسم سلیمانی او شهید ابومهدی المهندس سره مقابله ونه کړائ شوه،نو  ځکه ئې هغوي په یولړ ناځوانمردانه ااو بزدلانه عملیاتو کې ټارګټ کړل.ځکه دغو شهیدانو د لویدیځ ټوله دسیسې او نقشې شنډې کړې.
د خبر لمبر: 3486681   خپرونې تاریخ : 2023/01/01

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ووئیل، د ایران  اسلامي جمهوریت ډيپلوماټیکې اړیکې نه دي غوڅې کړی او دا عربستان و چې اړیکې یې غوڅې کړې او هر وخت چې سعودي عربستان طبیعي حالت ته د اړیکو د بیرته ستنیدا لپاره چمتو والی ولري ایران به یې هرکلی وکړي.
د خبر لمبر: 3486639   خپرونې تاریخ : 2022/12/22

ایکنا-(تهران) د افریقا یو نامتو شناندي او لیکوال د قطر د ۲۰۲۲نړیوال جام ترسره کیدا ډيره کامیابه چاره وبلله او وې وئيل، د مسلمانانو  په باب  هغه ناسم تصورات له مینځه یوړل شول چې مسلمانان ئې د یوه ترهه ګر بریښولو هڅې کولې.
د خبر لمبر: 3486630   خپرونې تاریخ : 2022/12/20

ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار وفرمائيل، د یران د بدغواړو اوسنۍ ترټولو مهمه روده جعل او د د روغو خورول دي څو پر ذهنونو باندې په تسلط سره  خپلې سپيرې موخې پوره کړي.
د خبر لمبر: 3486511   خپرونې تاریخ : 2022/11/26

ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سیدعلی خامنه اي نن د اصفهان ولایت د ولس له یوشمیرپرګنو سره په کتنې کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ،  دغه پيښې او جنایتونه او ورانکارۍ ، د خلکو او  کارکسب کونکو لپاره یو لړ مشکلات رامینځةکوي،خو ددغو شرارتونو  ترشا او په ډګر کې کسان  له دې ډير سپک او بې شرمه دي چې  اسلامی نظام ته تاوان ورسوي.
د خبر لمبر: 3486478   خپرونې تاریخ : 2022/11/19

ایکنا-(تهران  د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د پياوړي کیدو لپاره د هیواد اراده، د دښمنانو د فتنه اچونې وجه وبلله
د خبر لمبر: 3486415   خپرونې تاریخ : 2022/11/05

ایکنا-(تهران) د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز سردار محمد باقري د لړم دمیاشتې ددیارلسمې ورځې په مناسبت مناسبت په پیغام کې د امریکا پيژندل شوي موسیسې، نظره وړاندې کونکي او سټراټژيسټ ورځې شمیري او په دې په اعتراف سره  چې د امریکا په رهبرۍ یو قطبی نظم خپلې وروستۍ شپې ورځې تیروي، په نزدې راتلونکي کې د هغې څو قطبي نړۍ خبر ورکوي چې د ایران اسلامی جمهوریت  ئې یو اغیزشیندونکی لوبغاړی دی.
د خبر لمبر: 3486408   خپرونې تاریخ : 2022/11/03

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای او سلګونو زده کونکی
ایکنا-(تهران)داسلامی انقلاب ستر لارښودحضرت آيت الله خامنه ايد سلګونو زده کونکو په ټول کې ، د لړم یا عقرب د میاشتې دیارلسمه نیټهو امریکا د شرارتونو تجسم او دهغو د مغلوب کیدا   امکان او تاوان مونده وبلله او د ایران دملت لپاره ئې په زړه سواندئ کې د امریکا بې شرمه اوسپيرو دروغو ته په اشارې سره ووئيل، په وروستیو څو اونیو ترکیبی جنګ کې امریکا،صهیونیسټي رژيم او څو موذي اروپائي قدرتونو او ځينو ډلګیو خپل درست امکانات  د ایران ملت ته دګوزار د ورکولو لپاره  راډګر ته کړل،خو  د ایران میړني ملت  د بدغواړو پر خوله سوک وواهۀ او دوي ئې ناکام کړل.
د خبر لمبر: 3486402   خپرونې تاریخ : 2022/11/02

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د ایران دصادراتو دملی ورځې په مناسبت په دستور و کې ددې خبرې په کولوسره چې دښمن وړاندې کړې ده  چې مونږ وده او پرمختګ ونه کړو،ووئيل ،دښمن نه غواړي  ایران ملت په اقتصاد،تولید او صادراتو کې کومه خبره وکړي، دایران ملت هم کلک هوډ کړی چې د ترټولو ښو تولیداتو په وړاندې کولو سره بازارونه فتح کړي.
د خبر لمبر: 3486352   خپرونې تاریخ : 2022/10/22

ایکنا-(تهران)د پاکستان د مذهبی چارو وزیر مفتی عبدالشکور سردارخان له صهیونیسټي رژيم سره د څو اسلامی هیوادونو داړیکو د عادي کیدا او پر اسلامی نړۍ ئې داغیزو په باب ووئيل،له اسرائيلو سره دځينو هیوادونو د اړیکو عادی کیدا په علمی او سیاسي مسئلو کې ددغو هیوادونو د کمزورتیا په دلیل ترسره شوي  او دوي له صهیونیسټانو سره  اړیکو ته مجبوره شوي دي.
د خبر لمبر: 3486345   خپرونې تاریخ : 2022/10/20

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي په ډاګه کړه ،د امریکا او استعمار عادت له خړو اوبو څخه د کبانو نیول دي خو دغه خبره یاد وساتئ دلته ایران د سرلوړو سړیو او د ښځو ټاټوبی دی.
د خبر لمبر: 3486328   خپرونې تاریخ : 2022/10/16

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي د ټولنیزې هوساینې ،تعاؤن او کار د وزارت لپاره د وړاندیزی وزیر د صلاحیّت  د ارزونې په غونډې کې په وروستیو پيښو او فتنو کې  د دښمنانو  رول ته په اشارې سره  ووئيل،دمونږ پر هیواد د دښمن  دغوسه کیدا اصلی دلیل دا دی چې له ټولو بندیزونو اوګواښونو سره سره ،ایران د پرمختګ لاره کچ کوي او درستو بندیزونو او خنډونو ته هیڅ توجه نه لری.
د خبر لمبر: 3486287   خپرونې تاریخ : 2022/10/04

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو نن په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،هغه ځیني غولیدلي کسان او د نوی نفاق ډله چی اوس په ظاهره ځان د ملت داغدار بولی،هغه کسان دي چی دښمنان د بایکاټ سختولو او حتی په هیواد پوځی حملې ته لمسوي
د خبر لمبر: 3486260   خپرونې تاریخ : 2022/09/22

ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی جمهوریتولسمشرابراهیم رئیسي په پاکستان کښې د سیلاب د سر او مال د تاوان په وجه د پاکستان له ولس سره یوځل بیا د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به له پاکستانيو سیلاب ځپلو سره تر خپله وسه پوره پوره مرسته وکړي.
د خبر لمبر: 3486256   خپرونې تاریخ : 2022/09/21

د ملګروملتو دځانګړي رپورټرې اعتراف
ایکنا-(تهران)د ملګروملتو ځانګړې رپورټرې آلِنا دوهن د ایران پر ولس دامریکا دبندیزونو د اغیزو په باب د خپل رسمي راپور په خپرولو سره  ووئيل،دایران په ضدبندیزونه د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وخت راهسې وضع شوي او هماغه شان دوام لري.
د خبر لمبر: 3486255   خپرونې تاریخ : 2022/09/21

 ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي له الجزیره ټيلیویژني چینل سره په خصوصي مرکې کې وویل  د ویانا  نړیواله ایټمي موافقه باید د ایران لپاره له تضمین سره یوځای وي.
د خبر لمبر: 3486245   خپرونې تاریخ : 2022/09/19

ایکنا-(تهران)د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې د غړو او د دغې ټولنې په اوومې غونډې کښې د ګډونوالو میلمنوسره  په کتنه کښې وویل؛د اهل بیت (ع)پيروکار او د نړۍ شیعیان ویاړ کوي چې  دسلطې دنظام د اوه سري آژ دها په وړاندې  اسلامی نظام ودرید او دمستکبرانو پخپله اعتراف کوي چې د دوي ډیری دسیسې او نقشې ئې  ناکامه کړي دي  
د خبر لمبر: 3486173   خپرونې تاریخ : 2022/09/03