ایکنا-(تهران) د عربستان د اسلامی چارو وزارت د برازیل په سائوپائولو کې دقرآن کریم د نندارتون د ترسره کولو لپاره د خپل پروګرام خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3487260 خپرونې تاریخ : 2023/04/30
ایکنا-(تهران) د ایکنایو تر ټولو مهم سیاست د کتونکو مخاطبانو د قرآن د قرآئت د پوهې د لوړتیا او د زده کړې د اساسي خپرول دي . په همدې خاطر د اسلامي نړۍ په نامې سره د قاریانو د شاهکار تلاؤتونو ترټولو غوره او برلاسه برخې چې د قاریانو د تقلید لپاره مناسبې دي ، د ؛تلاؤت څوکو؛په عنوان سره وړاندې کیږي او ستاسو تنده پرې ماتیږي.
د خبر لمبر: 3487257 خپرونې تاریخ : 2023/04/29
ایکنا-(تهران)د رهبرۍ دخبرګانو د شورا دغړي آیت الله عباسعلی سلیماني شهید د جنازې دستورې نن په قو مقدس ښارکې د ولایتمدار ولس ، عالمانو ،،روحانیونو او ولایتي مسئولانو په ولولناک شتون سره ترسره شوې او دهغه پاک مړی هم د حضرت بی بی معصومه سلام الله علیها په پاک حرم کې خاورو ته وسپارل شو.
د خبر لمبر: 3487256 خپرونې تاریخ : 2023/04/29
ایکنا-(تهران) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له ایران ه د ګیسو د لېږد پلان په اړه وویل چې دا د اسلام اباد لپاره یوه مهمه پروژه ده او مونږ له اړوندو بنسټونو سره په تماس کې یو.
د خبر لمبر: 3487254 خپرونې تاریخ : 2023/04/29
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي د ایران له خارجه وزیر سره په کتنې کې په سیمې کې د امنیت او ثبات له ټينګیدا سره په مرستې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ،د ایران حکومت او ملت د دریځونو قدرونه اوستاینه وکړه.
د خبر لمبر: 3487253 خپرونې تاریخ : 2023/04/29
ایکنا-(تهران)د عربستان د اسلامی چارو او ارشاد وزارت د تیونس کتاب په اوه دیرشم نړیوال نندارتون کې په شتون سره ددغه نندارتون لیدونکو اوکتونکو ته قرآن ډالۍ کوي.
د خبر لمبر: 3487252 خپرونې تاریخ : 2023/04/29
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر بیګا د قزاقستان له لومړي وزیر علی خان اسماعیلف سره په کتنې کې ووئيل، که څه هم تیر کال د ایران او قزاقستان تجارتي اړیکو ترپام وړ پورې وده درلودلې،خو دغه سویه ددواړو هیوادونو له ظرفیّتونو سره په تناسب کې نه ده او باید ددغو اړیکو دلوړتیا لپاره لازیاته هڅه وکړو.
د خبر لمبر: 3487247 خپرونې تاریخ : 2023/04/27
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالب حکومت مرستیال ویندوي ووئيل،له هیرمند سین څخه د ایران د حقابه دتحقق لپاره ټولې ټاکنې په ایجنډا کې دي او کابل د ۱۳۵۱لمریز کال تړون ته هماغه شان ژمن دی خو په وروستیو کلونو کې وچکالۍپر هردواړو هیوادونو ډيرې منفي اغیزې شیندلي دي.
د خبر لمبر: 3487244 خپرونې تاریخ : 2023/04/26
ایککنا-(تهران) د ملګرو ملتو د سرمنشي د بشري چارو مرستیال انساندوستانه مرستو ته د افغانستان د شپاړس میلیونه خلکو د اړتیا خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3487243 خپرونې تاریخ : 2023/04/26
ایکنا-(تهران)د روژې د مبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر په ورځ د ایران د خوزستان د خلکو ترټولو پخوانی دود او دستور، معایده یا اختریز لیدۀ کاتۀ دي. خوزستانیان په تیره بیا په عرب میشتو کوڅو کې د نیکمرغه اختر د لمانځه له قایمولو وروسته د ددغه لوی او برکتناک اختر مبارکۍ لپاره د کورنیو او ځاي واړو او لویو ډلو په چوکاټ کې د یوه بل کورونو ته ورځي او د خوزستانیانو وطن والو په معایده کې یوه بل ته مبارکي وائي ،میټایانې، وچه میوه، او د «عیدکم مبارک یا اهل البیت»، «ایامکم سعیده» و «الله ایعوده علیکم بخیر و عافیة» په څير دعاګانې او روغ بړ دود دی.
د خبر لمبر: 3487240 خپرونې تاریخ : 2023/04/25
ایکنا-(تهران) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې تهران د ښې نتیجې ترلاسه کولو لپاره خپلو ډله ئیزو هڅو ته دوام ورکوي وویل د افغانستان موقته حکومت د تیر حکومت د چارواکو په اپوټه د ایران د اوبو په حق اعتراف او ټینګار کوي.
د خبر لمبر: 3487234 خپرونې تاریخ : 2023/04/24
ایکنا-(تهران) د مصر د ریډیو او ټيلیویژن مشهور قاري شیخ محمود عبدالباسط سپارښتنه کړې ده،چې قاریان دې په زړه پورې غږ څخه د برخمنیدا ترڅنګ د قرآن کریم له قرائت سره اړونده پوهه په ښه ډول زده کړي.
د خبر لمبر: 3487232 خپرونې تاریخ : 2023/04/24
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د ایران د پوځي پروګرام په ارتباط د امریکا د خارجه وزیر لمسؤنکي څرکندونې د امریکائي وسلو لپاره د بازار موندنې د دوام په موخې سره وبللې.
د خبر لمبر: 3487230 خپرونې تاریخ : 2023/04/23
ایکنا-(تهران)د پاکستان په اسلام اباد کې ددغه هیواد په پارلیماني ودانۍ کې د ایران د کلتوري خونې په ملګرتیا سره د قرآن د تاریخي خطی اوځانګړو نسخو نندارتون پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3487225 خپرونې تاریخ : 2023/04/20
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وویل: د دښمن د غوښتنې په اپوټه د محصیلینو ټولنه باید د ایران د ټولنې په ذهن او واقعیت کښې بدلون رامینځته کول او بیا د نړۍ په ذهن او واقعیت کښې د بدلون رامینځته کول په خپلو هڅو او اوږدمهاله افق کښې ورولي.
د خبر لمبر: 3487217 خپرونې تاریخ : 2023/04/19
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر نن د ایران د پوځ دپریډ په د ستورو کې پخپلې وینا کې ددښمن ګواښونو ته د وسلوالو ځواکونو غاښ ماتونکي ځواب ته اشاره وکړه او وې و ئيل، د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد به هرډول اقدام د ایران دوسلوالو ځواکونو له خوا له سخت ځواب سره مخ شي. د دښمنانو په تیره بیا د صهیونیسټ رژیم له خوا تر ټولو وړوکی اقدام به د حیفا او تل ابیب د نابودۍ سبب شي.
د خبر لمبر: 3487212 خپرونې تاریخ : 2023/04/18
ایکنا-(تهران) د وري د میاشتې ۲۹ یا د اپریل اتلسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت په کال هینداره کې د پوځ په ورځې نومول شوې ده.
د خبر لمبر: 3487205 خپرونې تاریخ : 2023/04/17
ایکنا-(تهران) د ایران په اسلامی جمهوریت کې څه دپاسه څلور زره ښارونو اوښارګیو او کلو کې د قدس دنړیوالې ورځې ولولناک لاریونونه ترسره شول.
د خبر لمبر: 3487201 خپرونې تاریخ : 2023/04/16
ایکنا-(تهران)د اردن دقرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت لیږل شوي استازی قاری علیرضا سامري خپل په زړه پورې تلاؤت اجرا کړ.
د خبر لمبر: 3487198 خپرونې تاریخ : 2023/04/16
ایکنا-(تهران) د اسلامی ایران د درستو قواؤ لوي قوماندان هغو دوو جنګونو ته په اشارې سره چې امریکا کابو دوه لسیزې مخکې د ایران په ختیځ او لویدیځ کې رامینځةکړ،ووئيل، امریکایانو په عراق او افغانستان کې ګټې درلودې ، خو دهغوي نهائي هدف د ایران اسلامی جمهوریت ؤ چې داسلامی انقلاب د پیاوړي بنیاد په دلیل ئې په دغو پيښو او خپل نهائي هدف کې ماته وخوړله .
د خبر لمبر: 3487197 خپرونې تاریخ : 2023/04/16