ایکنا – په هند کې د جماعت اسلامی امیر ټينګار کړی ،هغه اقدامات چې په دغه هیواد کې د جوماتونو دړنګولو لپاره ترسره کیږي، د هغوی د اسلامی هویّت ګواښونکي دي او باید ټول مسلمانان دې په خود کې شي.
د خبر لمبر: 3489078 خپرونې تاریخ : 2024/04/21
ایکنا – د اسلامی ملګرتیاموسیسې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،مونږ په ملګرو ملتون کې د امریکا د ویټو په سبب د فلسطین د بشپړ غړیتوب د پریکړه لیک په تصویبیدا کې دامنیت شورا په ناکامۍ افسوس کوو.
د خبر لمبر: 3489071 خپرونې تاریخ : 2024/04/20
ایکنا - د ایران د اسلامي انقلاب بنسټګر او له امام خامنه یي څخه مخکې د اسلامي جمهوریت رهبر ښودلې چې اسلامي فقه او سیاسي فلسفه د زمان او مکان له مخې، د ټولنې د مدیریت لپاره د نویو پلانونو وړتیا لري.
د خبر لمبر: 3489068 خپرونې تاریخ : 2024/04/18
ایکنا – د مصر دستر مفتی سلاکار ددې خبرې په کولو سره چې دم صر د فتوا مرکز ریښتینی اسلام معرفي کوي،ټینګار وکړ، په کال کې ددغه مرکز له خوا په مختلفو ۱۲ ژبو کې یو اعشاریه پنځه میلیون فتواګانې صادریږي.
د خبر لمبر: 3489062 خپرونې تاریخ : 2024/04/17
ایکنا - د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ووئیلود اسرائيلي رژيم په پوځي مرکزونو او تاسیساتو توغندوي او ډرونز حمله دتیریګرو د رټلو اوسزا کولو په موخې سره په بریالیتوب سره ترسره شوې ده او د ایران دملی ګټو په ضد هرډول اقدام ته به د مخکې په نسبت له دردناک او پراخ ځواب ورکړل شي.
د خبر لمبر: 3489060 خپرونې تاریخ : 2024/04/17
ایکنا - دعربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني همڅنګ سره په ګډ خبری کنفرانس کې ووئیل،د غزې وضعیّت د نړیوال حقوقي نظام د ناکامۍ ښودنه کوي او دا موضوع هیڅکله هم د منلو وړ نه ده.
د خبر لمبر: 3489059 خپرونې تاریخ : 2024/04/17
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې د (وعده صادق)ریښتوني ژمنې نومې عملیات د تیریګرو د رټلو او سزا کولو په موخې سره په بریالیتوب سره ترسره شوي ، ووئيل ،دادی اوس په پریکنده توګه وایم چې دایران د ګټو په ضد ترټولو وړوکی اقدام به د هغو د درستو عاملانو په ضد په سخت، دردونکي او غاښ ماتونکي ځواب سره مخامخ شي.
د خبر لمبر: 3489057 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنا – د عمان ستر مفتي ددې خبرې په کولو سره چې د صهیونیسټ رژيم په تیریو د ایران غبرګون او کلک ځواب ستایم ، روښانه کړې ده ، مونږ د صهیونیسټانود شان او شوکت د له مینځه تلو او د دوي له شره د مسلمانانو د ژغورنې په انتظار کې یوو.
د خبر لمبر: 3489056 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنا - د ټوئيټ یا ایکس Khamenei.ir اکاؤنټ په عبري ژبه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود یوه جمله خپره کړې ده، چې په لویدیځي ټولنو کې ئې ډير انعکاس درلودلی دی.
د خبر لمبر: 3489053 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنا - د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قوماندان تورن جنرال حسین سلامی په صهیونیسټ رژیم د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د حملو د جزئیاتو په باره کښې وویل : هدفونه ټاکل شوی وو او د صهیونیسټي رژيم د شرارتونو تر حده پورې پرې حملې شوی دی .
د خبر لمبر: 3489046 خپرونې تاریخ : 2024/04/14
ایکنا – د روژې مبارکه میاشت په مختلفو هیوادونو کې له ډول ډول دودونو او پروګرامونو سره یو ځای کیږي، او په دغې میاشتې کې په مختلفو هیوادونو کې په تیره بیا په اسلامی هیوادونو کې ئې یو بل ډول پرتم او ولوله نندارې ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3489036 خپرونې تاریخ : 2024/04/11
ایکنا – د روژې د مبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر لمونځ نن په درست هیواد په یووخت ، د تهران د امام خمیني په سترې عیدګاه یا مصلی کې د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په امامت سره اقامه شو.
د خبر لمبر: 3489033 خپرونې تاریخ : 2024/04/11
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ باندې د سرخودي رژيم حملې ته په اشارې سره ټينګار وکړ،په نړیوال عرف کې د هر هیواد په سفارت او کنسولګرۍ حمله د هغه هیواد په خاورې حمله حسابیږي او له سره تر پښو پورې له خباثته ډک صهیونیسټي رژيم باید ددغه جنایت لپاره ورټل شي او حتما به تنبیه شي.
د خبر لمبر: 3489031 خپرونې تاریخ : 2024/04/11
ایکنا - د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړې ده ،په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي وحشي رژيم د جنایتونو او وژلو د بهیر د درولو لپاره دې د اسلامی امت او هیوادونو اغیزشیندونکي هڅې او ملګرتیاوې اړینې دي.
د خبر لمبر: 3489030 خپرونې تاریخ : 2024/04/10
ایکنا - د اسلامي مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي په عین حال کې روښانه کړې ده ، چې سږکال اختر د غزې تړانګې او لویدیځي غاړې دمسلمانانو په نسل وژنې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله جنایتونو او اقداماتو په تریخوالي سره یوځاي شوی دی ، چې په نهایت کې به د فلسطین دمظلوم ملت په صبر او مجاهدت سره د قدس شریف د آزادۍ په خوږلښت سره انجام ته ورسیږي.
د خبر لمبر: 3489029 خپرونې تاریخ : 2024/04/10
ایکنا - د ایکنانیوز درست کارکونکي په دې نیکمرغه مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو آوریدونکو ته دزړه له کومې د اختر مبارکي وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3489026 خپرونې تاریخ : 2024/04/10
ایکنا – د نجومو نړیوال مرکز د اعلان په اساس په ۸ اسلامی او عربي هیوادونو کې د وري د میاشتې په ۲۲ یعني په چارشنبې ورځې به اختر وي.
د خبر لمبر: 3489021 خپرونې تاریخ : 2024/04/09
اکینا- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر رضا امیري م قدم پرون د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنې کې په دغه هیواد کې وروستیو پارلیماني اتنخاباتو په ترتولو ښه ډول دترسره کیدا او دهغه د حکومت د جوړولو په باب ورته مبارکي ووئیله .
د خبر لمبر: 3488989 خپرونې تاریخ : 2024/04/03
ایکنا- د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د یو دیرشم پړاؤ نړیواله برخه د ۲۵اسلامی او غیر اسلامی هیوادونو د نمایندګانو په شتون سره د وري یا فروردین د میاشتې له لومړۍ تر اتمې نیټې پورې د کتونکو کوربه ده.
د خبر لمبر: 3488938 خپرونې تاریخ : 2024/03/25
ایکنا- د نړۍ په ګوټ ګوټ کې درست مسلمانان، د روژې مبارکه میاشت په روژې ساتلو ،عبادتونو ، لمنځونو ،مناجاتو او او په سترو ښو کارونو سره لمانځي،د نړۍ د وږو او اړمنو خلکو په خیال ساتلو سره او له نورو سره د ښیګڼې کولو په هوډ سره د اړمنو او بې وځله خلکو سره مرستو ته دانګي او تر خپل وسه ورسره ملتیا کوي.
د خبر لمبر: 3488918 خپرونې تاریخ : 2024/03/21