ایکنا- د قرآن کریم د اومې سپارې یا جزوې تلاؤت د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په غږ سره ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3492514 خپرونې تاریخ : 2026/02/26
ایکنا - د امام علی(ع) د حرم مطهر اړوند د ښځو دارالقرآن الکریم ځانګړی رمضاني پروګرام، چې پکې د قرآن کریم ورځنۍ جزءخواني ( یا په ورځې کې د یوې سپارې تلاؤت)محفلونه هم په عراق دننه او هم له هېواده بهر ترسره کېږي، د بېلابېلو عمرونو د ګډونوالو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492508 خپرونې تاریخ : 2026/02/25
ایکنا - د « عمید جایزه» په نامې سره د کربلا د قرآن د دریمې نړیوالې سیالۍ پنځمه برخه د «شکریه رهیو» کوربه وه؛ هغه مېرمن چې په ۷۱ کلنۍ کې ئې د قرآن کریم بشپړ حفظ ترسره کړی دی.
د خبر لمبر: 3492507 خپرونې تاریخ : 2026/02/25
ایکنا -د Imam Hussein Shrine سپېڅلې آستان د رمضان مبارکې میاشتې په اوږدو کې د عراق په ۱۷ ولایتونو کې د قرآن د تلاوت ۲۵۳ غونډې ترسره کوي
د خبر لمبر: 3492503 خپرونې تاریخ : 2026/02/24
ایکنا– د ایران د فارس ولایت د اسلامي تبلیغاتو د قرآني چارو د ادارې مشر د ایران په دغه سویلي ولایت کښې د رمضان د مبارکې میاشتې په دوران کښې هره ورځ د قران کریم د سیپارو لوستلو د څه باندې اوو زرو غونډو د جوړیدو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492501 خپرونې تاریخ : 2026/02/24
ایکنا- د قرآن کریم د نساء سورې له ۱۴۸آیت څخه د مائدې سورې تر ۸۱ آيت پورې تلاؤت د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په غږ سره ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3492500 خپرونې تاریخ : 2026/02/24
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژني ادارې له خوا محفل ټيلیویژنی پروګرام له دریم چینل څخه د روژې دمبارکې میاشتې له لومړئ ورځې سره همهاله له روژماتي یو ساعت مخکې خپریږي.
د خبر لمبر: 3492484 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا –د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوال قاری او تکړه استادقاری قاسم مقدمی په زړه پورې غږ سره د قرآن کریم د دوهمې سپارې یا جزوې په زړه پورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492477 خپرونې تاریخ : 2026/02/20
ایکنا -د مصر د اوقافو وزارت د رمضان المبارک د شپو د احیا لپاره ۲۲ هېوادونو ته د قاریان و او امامانو د استولو ۹۰ حکمونه صادر کړي دي.
د خبر لمبر: 3492475 خپرونې تاریخ : 2026/02/19
له آيتونو سره ژوند!
ایکنا - د رمضان له مبارکې میاشتې سره سم، «له آیتونو سره ژوند» نومې قرآني خوځښت پیل شوی، چې هره ورځ یو چورلیزي آیت معرفي کوي څو د قرآن ښوونې د خلکو له ورځني ژوند سره وتړي.
د خبر لمبر: 3492472 خپرونې تاریخ : 2026/02/19
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژني ادارې د ټيلیویژني برخې مرستیالۍ د روژې دمبارکې میاشتې لپاره د معنوي، کلتوري او تفریحي پروګرامونو د پراخې ټولګې د چمتو کولو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492461 خپرونې تاریخ : 2026/02/17
د ځوانانو کټګورۍ !
ایکنا - عباسي سپېڅلي آستان د قرآن د تلاؤت د «العمید» نومې د نړیوالې جایزې (د ځوانانو کټګورۍ) د درېیم پړاو لپاره، چې له ۱۶ کلونو څخه کم عمره کسانو ته ځانګړې شوې، د شرایطو وړ کسانو نوملړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492459 خپرونې تاریخ : 2026/02/16
د دمشق د نړیوال کتاب نندارتون کې د قرآن کریم د خوشنویسانو ځانګړې برخه د لیدونکو له پراخ او د پام وړ هرکلي سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3492458 خپرونې تاریخ : 2026/02/16
ایکنا – دمصر د قرآني وړتیاؤ موندونکی ټيلویژني پروګرام د « تلاوت محفل یا حکومت» وروستي پړاو ته نږدې شوی او د وروستۍ برخې د خپرېدو او د ګټونکو د اعلان نېټه ټاکل شوې ده.
د خبر لمبر: 3492457 خپرونې تاریخ : 2026/02/16
د سید نقشبندي د وفات د کلیزې په مناسبت!
ایکنا - د شنبې ورځ ،یعني د فرورۍ ۱۴مه، د شیخ سید محمد نقشبندي د وفات کلیزه ده؛ هغه د دیني مناجاتو استاد او په مصر او عربي نړۍ کې د روژې د مبارکې میاشتې یو چورلیزي شخصیّت ؤ ، چې د ماښام له لمانځه مخکې به د هغه دعاګانو زړونه ځان ته جذبول.
د خبر لمبر: 3492456 خپرونې تاریخ : 2026/02/16
ایکنا - د «محفل» ټيلویژني ځانګړي پروګرام ټیزر، چې د روژې د مبارکې میاشتې له رارسېدو سره هممهاله له روژه ماتې څخه مخکې له IRIB TV3 څخه خپرېږي، خپور شو.
د خبر لمبر: 3492454 خپرونې تاریخ : 2026/02/15
ایکنا - د فلسطین د غزې تړانګې په سوېل کې د زیتون سیمې د کنډوالو له لاندې او د کډوالو له خیمو څخه، یوې شپږ کسیزې فلسطینئ کورنۍ یو بېساری سفر پیل کړ. نه د ډوډۍ په لټه کې، بلکې له وخت سره په سیالۍ کې؛ څو د ورانوونکې جګړې په تودو شېبو کې د قرآن کریم ټول آیتونه په زړه او روح کې ځای کړي.
د خبر لمبر: 3492450 خپرونې تاریخ : 2026/02/15
ایکنا - د مکې د «حراء» په کلتوري سیمې کې د قرآن کریم میوزیم د «آبی قرآن » یوه نادره او خطي نسخه نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3492439 خپرونې تاریخ : 2026/02/12
ایکنا- د مکې د قرآن د حفظ خیریه ټولنې، د دغې ټولنې له هغو قرآنزده کوونکو څخه ستاینه وکړه چې د مصر په نړیوالو قرآني سیالیو او د مکې په قرآني سیالیو کې ئې لوړ مقامونه خپل کړي وو.
د خبر لمبر: 3492438 خپرونې تاریخ : 2026/02/11
د ایکنا په کوربتوب!
ایکنا - د «قرآن کریم د حفظ لارې چارې» په عنوان سره د همفکرئ ناسته، د پوهنتون د استادانو او قرآني کارپوهانو په ګډون، د ایکنا په کوربتوب ترسره شوه، چې پکې د هېواد د مهمو سندونو په رڼا کې د قرآن د حفظ د غورځنګ د سیاستجوړونې، پروګرام جوړونې ، زدهکړې او د ولسی کولو بېلابېل اړخونه وڅېړل شول.
د خبر لمبر: 3492434 خپرونې تاریخ : 2026/02/11