ایکنا- د تلاؤت په دغو سیالیو کې د ټاکل شوي لیسټ او وخت په اساس، دقران کریم د نړیوالو سیالیو په لومړنۍ ورځ د عراق، تایلینډ،ترکیې ،سورئې ، بنګله دیش ،موریتانیا،جرمني او دایران اسلامی جمهوریت اتو هیوادونو څخه ښځينه نمایندګانو په دوو مرحلو کې یعني د زده کونکو او د زیات عمر لرونکو په دوو مرحلو کې له یوې بلې سره سیالۍ وکړې. دغه سیالۍ هماغه راز دوام لري.
د خبر لمبر: 3488737 خپرونې تاریخ : 2024/02/18
ایکنا- د ایران د ښونې او روزنې د وزارت د کلتوری او روزونکي برخې مرستیال د اسلامی نړۍ د زده کونکو د قرآن دنړیوالې سیالۍ د اتم پړاؤ دجزیاتو په تشریح کولو سره ووئيل، په دغو سیالیو کې چې له په تهران کې پيل شوي دي، دافغانستتان، انډونیشیا، یوګینډا، بنګله دیش ، پاکستان، ترکیې ،تیونس، سنګال، عراق ،عمان ،ګیمبیا، ملایشیا ،نیجریه او نیوزیلینډ پنځلسو هیوادونو څخه ۳۰زده کونکي په دغو سیالیو کې ګډون کوي.
د خبر لمبر: 3488729 خپرونې تاریخ : 2024/02/17
ایکنا- د ایران د فرهنګ او اسلامی ارشاد وزیر ووئیل، څلویښت کلمه په دیني کلتور کې د بشپړتیا سمبول دی او اوس چې د قرآن کریم سیالۍ خپل څلویښتم پړاؤ ته رسیدلی دي ،نو دا د ددغې لوئې کلتوري پیښې د پیاوړتیا او پخوالي د اوج نښه ده او په دې کې د ګډون لپاره ډیری هیوادونو ګروهنه رابرسیره شوې ده.
د خبر لمبر: 3488725 خپرونې تاریخ : 2024/02/16
ایکنا- د فلسطین په غزې او لویدیځي غاړې کې د طوفان الاقصی ناڅاپی عملیاتو پسې د وحشي صهیوینسټي رژیم جنایتونه او وحشیتوب تر دې دحده دی چې په دغو سیمو کې ئې په لسګونو زره ماشومانو ژوند له خاورو سره خاورې کړی او دعمل مشالونه ئې خاموش کړي دي.
د خبر لمبر: 3488607 خپرونې تاریخ : 2024/01/22
ایکنا- د فلسطین کډوالو میرمنو ، د غزې تړانګې په جنوب کې واقع په خان یونس کې ماشومانو ته د قرآن د حفظ او زده کړې لپاره په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د حملو او ددغې سیمې د اوسیدونکو دکډه په سر کولو له امله د کډوالۍ سخت شرائط چیلنج کړي دي.
د خبر لمبر: 3488522 خپرونې تاریخ : 2024/01/04
ایکنانیوز - د افغانستان په شمال کې د بلخ پوهنتون مشر ووئیل، د هیواد د مشکلاتو زیاتره برخه د مسلکي کارپوهانو په زیار او هڅو سره حل کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3488448 خپرونې تاریخ : 2023/12/20
ایکنا- د ۲۰۱۴کال د دسمبر په شپاړسمه نیټه وحشي جنایتکارو ترهه ګرو د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې په پيښور کې د آرمي پبلک سکول پر بچیانو ناتار جوړ کړ چې پکې کابو دوه نیم سوه ماشومان په وینو کې لیت پیت شول، چې نن ئې نهه کلونه پوره شول ،خو زخمونه ئې لاتازه دي او قاتل هم نامعلوم.
د خبر لمبر: 3488429 خپرونې تاریخ : 2023/12/16
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د زرګونو محصیلینو اوزده کونکو په ټول کې په غزې تړانګې کې د امریکایانو او صهیونیسټانو غمیزه رامینځةکونکی جنایتونه په تاریخ کې بې مخینې وبلل او هغو سپکونکو میړنیو ټَکونو ته په اشارې سره ئې چې دغزې د خلکو صبر او استقامت د جعلی غاصب رژيم او دهغو د مستکبرو ملاتړو په حیثیّت او عزت باندې کړي دي،ووئيل، که د امریکا بشپړ او هراړخیز ملاتړونه او مرستې نه وي ، نو خبیث صهیونیسټي رژيم به یوازې په څو ورځو کې فلج او شلَ شي اسلامی نړۍ باید له صهیونیسټي رژيم سره داقتصادي ملګرتیاؤ په غوڅولو سره ددغه رژيم په ضد سره یو موټی شي.
د خبر لمبر: 3488204 خپرونې تاریخ : 2023/11/01
ایکنا-( کویټه ) دپاکستان په بلوچستان صوبې کې د ؛آلایډ ؛ښوڼځیو یو شمیر زده کونکي او استاذان په کویټه کې د ایران د اسلامی جمهوریت دکلتوری خونې دمختلفو برخو په لیدو سره د اسلامی نړۍ دیوه شجاع او سرلوړي سردار او د ایرانیانو له ملی اتل شیهد جنرال قاسم سلیماني له شجاعتونو او سرښیندنو خبر کړئ شول.
د خبر لمبر: 3488016 خپرونې تاریخ : 2023/09/27
د اسلامی انقلاب ستر لارښود او زده کونکي
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښود د حسینی اربعیّن ولولناک لاریون او کربلا ته له روانیدو مخکې په وروستیو شپو ورځو کې د تهران د یوه ښونځي د فارغ التحصیلانو او زده کونکو لیک ته،چې له دوي ئې په حسینی اربعیّن کې د شتون دلازیات ګټه ورکیدا لپاره د سپارښتنو غوښته کړې ، ځواب ورکړ.
د خبر لمبر: 3487896 خپرونې تاریخ : 2023/09/03
د کینیډا په سلګونو مسلمانانو د کینیډا دلومړي وزیر جاستین تروډو ددفتر په وړاندې مظاهره ووکړه څو په ښونځیو کې د غیر اخلاقي مفاهیمو په تدریس او د حکومتي ودانیو د پاسه د رنګین کمان (دهمجنس بازانو د ډلې)د بیرغ په لګولو باندې په اعتراض کې خپله چغه ورسوي.
د خبر لمبر: 3487526 خپرونې تاریخ : 2023/06/25
ایکنا-(تهران) په ټولنیزو چینلونو کې یو ویدیوئي کلیپ خپور شوی چې ښئ د جرمني پولیس یو ماشوم په تاؤتریخجن انداز سره له خبلې مسلمانې کورنۍ جلا کوي. یوه داسې خواشینونکي شیبه چې ډیرز یات غبرګونونه ئې راپارولی دي او ډيری کسانو په دې باب د څیړنې غوښته کړې ده.
د خبر لمبر: 3487261 خپرونې تاریخ : 2023/04/30
ایکنا-(تهران) د ایران د استخباراتو د وزارت له اعلامیې سره سم، په خوزستان، لوېدیځ اذربایجان، فارس، کرمانشاه، خراسان او البرز ولایتونو کې هغه څلور کسیزه ډله نیول شوي چي په زده کوونکو په میځ کې ئې ځينی کیمیاوي موادپاښلی وو.
د خبر لمبر: 3487006 خپرونې تاریخ : 2023/03/08
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښودد زده کونکو دمسمومیّت موضوع ته اشاره وکړه او په دې خبرې په ټینګار سره چې د پولیس او اطلاعاتی ادارې او مسئولان باید دا په جدیّت سره تعقیب کړي،ووئيل؛ دا موضوع یو ستر او نه بخښونکی جنایت دی او که کوم کسان په دغې پيښې کې لاس لري ،باید عوامل او سببونه ئې سخت سزاشي.
د خبر لمبر: 3486996 خپرونې تاریخ : 2023/03/06
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې د ایران دښمنانو د ولس په ضد ترکیبی جنګ ته مخه کړې وووئيل، دایران دملت کلک هوډ ددښمناو درستې حربې او آوزارونه ناکام کړي دي.
د خبر لمبر: 3486985 خپرونې تاریخ : 2023/03/04
ایکنا-(تهران) په انګلستان کې د قرآن کریم په سپکاوي کولو کې د څو زده کونکو سپک اقدام ، لامل شوی څو ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ددې موضوع په نسبت غبرګون وښئ او ورباندې اندیښنه څرګنده کړي.
د خبر لمبر: 3486978 خپرونې تاریخ : 2023/03/02
ایکنا-(تهران)د فلسطین له لسو تر دیارلسو کلونو پورې عمر لرونکی پنځلس ماشومانو د ؛براعم القرآن ؛نومې پروګرام په چوکاټ کې د عم سپاره حفظ او تلاؤت ته مخه کړې ده.
د خبر لمبر: 3486853 خپرونې تاریخ : 2023/02/05
ایکنا-(تهران)د جمو او کشمیر یوې اوسیدونکي زده کونکې د ټول قرآن کریم خوشنویسي یا خوشخطي په شپږو میاشتو کې سر ته ورسوۀ.
د خبر لمبر: 3486595 خپرونې تاریخ : 2022/12/13
ایکنا-(تهران)محمود حمده د مصر دسکندریه ولایت په ؛ابوقیر؛سیمې کې د الازهر د مرکز د ښونځي د لسم کلاس زده کونکی دی چې په قرائت او ابتهال کې ډير په زړه پورې غږ لری.
د خبر لمبر: 3486576 خپرونې تاریخ : 2022/12/10
ایکنا-(تهران)په هندوستان کې د هندو یوط لس کلنې لور ددغه هیواد په یوې ځاي جشنوارې کې دقرآن کریم په زړه پورې تلاؤت سره ترټولو غوره جایزه وګټله.
د خبر لمبر: 3486498 خپرونې تاریخ : 2022/11/23