ولسمشر - پاڼه 5

IQNA

بچوې
ایکنا – د ایران د فعال  او مجاهد خارجه وزیر  خدای بخښلي  شهید حسین امیر عبداللهیان  ګټه ورو خدمتونو  په تیره بیا دطوفان الاقصی  ناڅاپي عملیاتو په بهیر کې  د هڅو  او د   په نړیوالو ټولنو کې د غزې د کړیدلو ماشومانو او د فلسطین دمظلوم ملت د حق په پوره کیدا کې د  هغه دنړیوالو نه ستړیکیدونکو هڅو   په ستاینې کې  د ؛ فلسطینیو ماشومانو د مظلومیّت چغه ؛ نومې مډل خپور شو.  
د خبر لمبر: 3489288   خپرونې تاریخ : 2024/05/27

ایکنا -  د هغه لپاره د خلکو رضایت او صلاح  چې د الهي رضایت ښودنه کوي، پر ټولو شیانو ترجیح درلوده ، له دې امله د بدغواړو ،پيغورونه او نهیلی کونکو چغو څخه د هغه  کړاؤ او درد، د چارو د اصلاح او پرمختګ  لپاره د هغه د شپې ورځې  د هڅې خنډ نه کیدل. [د اسلامی انقلاب ستر لارښود،31/02/1403]
د خبر لمبر: 3489287   خپرونې تاریخ : 2024/05/27

ایکنا – د لبنان د اسلامی عمل  جبهې عمومی غږملونکي ټيڼګار کړی؛شهید رئیسي د خپل نیکه رسول الله(ص)په تعلیماتو  او اسلامی اصولو ته پابند یو مسئول واقعي بیلګه او یو استثنائي شخصیّت او د نړۍ ددرستو مستضعفینو اوپتمنو او دهغو په سر کې د فلسطین د ملت ملاتړی ؤ.
د خبر لمبر: 3489283   خپرونې تاریخ : 2024/05/27

ایکنا – د ایران یو نړیوال قاري حمید رضا احمدي وفا د شهید ولسمشر او د هغه د ملګروشهیدانو د درنښت په دستورو کې چې په امام خمیني امامباړې کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په شتون سره ترسره شوي، د الرّحمن سورې له لومړي تر ۱۳ پورې آیتونو تلاؤت وړاندې کړ چې وستایل شو.
د خبر لمبر: 3489281   خپرونې تاریخ : 2024/05/26

ایکنا – په قرآن کریم کې د ؛شهد؛ او د؛شهدا؛ ټکی 55 ځله ذکر شوی دی چې ټول د ګواه ،حجت ،حاضر او پوه په معنا دي او یوازې په یوه مورد کې د خدای په لاره کې د مقتول  په معنا  ذکر شوی دی.
د خبر لمبر: 3489275   خپرونې تاریخ : 2024/05/26

ایکنا – د آیت الله ابراهیم ریسی او د هغه د ملګرو شهیدانو  په یاد او  درنښت کې  دقرآن کریم د ختم دستورې د اصفهان   ولایت کې د حضرت امام رضاعلیه السلام د ګرانې خور حضرت زینب(س) په سپيڅلي حرم کې ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3489274   خپرونې تاریخ : 2024/05/25

د خدمت د شهیدانو د جنازو  دستورې د تهران د ولس په ولولناک او پرتمین او میلیوني شتون  سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3489273   خپرونې تاریخ : 2024/05/25

ایکنا – د شهید آیت الله سید ابراهیم  رئیسي د مجاهدانه هلوځلو د قدرونې په ویاړ د قران کریم د ختم ولسی حرکت او کمپین اجرا شوی دی .
د خبر لمبر: 3489271   خپرونې تاریخ : 2024/05/25

ایکنا – د یمن د انصار الله ولسي غورځنګ رهبر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي، شهید ایت الله ابراهیم رئیسي  د ایران او  اسلامی هیودونو په دفاع کې یو داسې شجاع شخصیّت وباله چې د اسلامی امت یو ویاړ او د نړۍ له نورو رهبرانو سره ئې توپير درلود.
د خبر لمبر: 3489270   خپرونې تاریخ : 2024/05/25

د آیت الله ابراهیم رئیسي جنازه  د  میلیونونو مینه والو په ویر او ماتم کې  خراسان رضوي ولایت ته په  ترټولو روستي سفر د امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم په لور روانه کړئ شوې ده  او خلک په ویر او ماتم کې د یاحسین یاحسین  او شهادت شهادت  او تسلیّت تسلیّت په  چغو سره   خپل شهید و لسمشر بدرګه کوي  څو امام رضا علیه السلام په څنګ کې ئې  خاورو ته وسپاري .
د خبر لمبر: 3489267   خپرونې تاریخ : 2024/05/23

ایکنا -د پاکستان د ولسی جرګې مشر سردار آیاز  صادق د ایران  داسلامی جمهوریت  د ولسمشر شهادت ددرست اسلامی امت لپاره لوي تاوان وبالۀ او وې وئيل، دابراهیم رئیسي  ژوند د ایران او  اسلامی نړۍ ولسونو  خدمت ته وقف ؤ.
د خبر لمبر: 3489260   خپرونې تاریخ : 2024/05/22

ایکنا –د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر او ورسره د ملګرو د چورلکې په پيښې پسې د ایران ملت پشمول ددرستې نړۍ مبارز ملتونه ترډیره حده غمجن او ویرجن شوي دي.
د خبر لمبر: 3489256   خپرونې تاریخ : 2024/05/21

ایکنا – د حضرت امام رضا علیه السلام د صریح د ننه په فضا کې د شهید آیت الله رئیسي خالصانه زړه بایلونکي انځورونه د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره یو ځای لیدل کیږي.
د خبر لمبر: 3489254   خپرونې تاریخ : 2024/05/21

ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او هغه سره د مله پلاوو شهادت د نړیوالو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی چي ورته به یوه لنډه کتنه وکړو
د خبر لمبر: 3489247   خپرونې تاریخ : 2024/05/20

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د ولمشر ابراهیم ریئسی او ورسره څلور ملګری  چې پرون په یوه ولایتي سفر آذربایجان شرقي ته تللی ؤ ،د بیرته ستنیدا په وخت د موسم او هوا د خرابیدو له امله په لاره کې  د چورلکې دنسکوریدا په وجه ئې له راډار سره ارتباط غوڅ شوی ؤ چې نن سهار له ډیرو هڅو وروسته د چورلکې ټوټې د ورزقان په غرونو کې وموندل شوې او ولسمشر  سره د  خارجه وزیر او دوو نورو ملګرو شهید شو.
د خبر لمبر: 3489245   خپرونې تاریخ : 2024/05/20

ایکنا -  د ایران د  اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل، هغه ښکارنده چې  نن سبا  د فلسطین په دفاع کې  په نړۍ کې لیدل کیږي،  دنړۍ د عادلانه نظام د رامینځةکیدا لپاهر د دنیا د پتمنو انسانانو د جدي غوښتې ښودنه کوي.
د خبر لمبر: 3489222   خپرونې تاریخ : 2024/05/15

ایکنا – د مصر د ولسمشر او یو مشیر دینی او سیاسی شخصیّتونو په شتون سره په یولړ دستورو کې د قاهرې د سیده زینب(س) جومات  چې څومیاشتې مخکې پکې د بیا رغونې کار پيل شوی ؤ افتتاح شو.
د خبر لمبر: 3489212   خپرونې تاریخ : 2024/05/13

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حجةالالسلام ابراهیم ریئسي د کتاب دنړیوال نندارتون د لیدو په وخت هنرمندان او  کلتور مینه وال  لازیات له ملی مسئلو ورآخوا په تیره بیا د فلسطین او  غزې  مسئلې ته   و بلل او  او وې وئيل،  نن سبا غزه په یوه داسې بورډ او تابلو بدله شوې ده چې  یو اړخ ئې  له خداي سره دزړه پيّلتیا ،مقاومت او شرافت روښانه پاڼه ده او او بل اړخ ئې هم د وحشي صهیونیسټي رژيم او د هغو د ملاتړو چې په سر کې ئې امریکایان دي  د نسل وژنې ،جنایت  او رذالت د اوج ننداره ده .
د خبر لمبر: 3489203   خپرونې تاریخ : 2024/05/12

ایکنانیوز – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي چې پرون په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی ددغه هیواد  د حکومتي لوری، ولس  او سیاستوالانو  او دیني اوسیاسی مشرانو له تاوده هرکلی سره مخ شوی،چې د امریکا دخارجه وزارت غبرګون ئې هم راپارولی دی.
د خبر لمبر: 3489095   خپرونې تاریخ : 2024/04/23

ایکنا - د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به په دغه سفر کې د پاکستان له ولسمشر آصف زرداری او له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیده کاته وکړي او  د له دغه هیواد سره به یو شمیر موافقې او د یاددښت تفاهمونه هم لاسلیک شي.
د خبر لمبر: 3489081   خپرونې تاریخ : 2024/04/21