مناسک حج

IQNA

بچوې
ایکنا- د حج په شپو ورځو کې د حاجیانو د لېږدولو پر مهال د یوه مصري  ګاډي چلوونکي د قرآن کریم تلاوت د ټولنیزو   چینلونو د کاروونکو له پراخ هرکلي او ستاینې سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492863    خپرونې تاریخ : 2026/06/03

ایکنا- د مسجدالحرام او مسجدالنبي(ص) د دیني چارو ادارې د «حرمین» په نوم د قرآن کریم د تلاوت د مجازي زده‌کړې اپلېکېشن  په آنلاین  بڼه  د صحیح قرائت د زده‌کړې لپاره پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492858    خپرونې تاریخ : 2026/06/02

ایکنا -د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د حرمین شریفین د خادم د ډالۍ په توګه په حاجیانو باندې د قرآن کریم د ژباړل شوو نسخو  وېش پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492846    خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنانیوز  یوه ویډیو ترلاسه کړې ده ،  چې د ۱۹۲۸ میلادي کال (یعني له  ۹۸ کاله مخکې) پورې اړه لري، داسې انځورونه  پکې ثبت  شوي  چې ښئي سل کاله مخکې، سره له دې چې د حج سفر ډېر سخت شرایط او مکې ته د رسېدو ګڼې ستونزې موجودې وې، خو د خدای کور ته د رسېدو مینه او شوق تر هر خنډه پیاوړی  او ولولناک و.
د خبر لمبر: 3492842    خپرونې تاریخ : 2026/05/30

ایکنا- مراکشۍ خبریالې او لیکوالې حیات لعلاب، ټینګار وکړ: حج د ګډ ژوند د پیاوړتیا، د نورو کلتورونو د منلو او د نورو ملتونو د دود او دستورونو  پر وړاندې د پرانیستې فضا لپاره یو فرصت دی، او د اسلامي امت لپاره د یووالي او ستر سیاسي او ټولنیز ې بیدارئ موسم ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3492841    خپرونې تاریخ : 2026/05/30

ایکنا- د قربانۍ لوي نیکمرغه اختر د اسلامي نړۍ یو ترټولو لوي اختر دی، چې د ایمان، تسلیمۍ او قربانۍ هغه تاریخي کیسه راژوندۍ کوي چې حضرت ابراهیم(ع) پکې د الهي ازموینې پر مهال د بندګۍ او اطاعت ستره بېلګه وګرځېد. دغه پېښه تر نن ورځې پورې د حج په مناسکو او د مسلمانانو په فرهنګ کې د معنویت او ټولنیز یووالي  له روحیې د ډک اختر په توګه لمانځل کېږي.
د خبر لمبر: 3492832    خپرونې تاریخ : 2026/05/28

ایکنا- د حج تمتع د مناسکو له رسمي پیل سره هم‌مهاله، د سعودي عرب چارواکو وئيلي دي چې د بیت‌الله الحرام د حاجیانو لومړۍ ډلې د «مِنا» مشعر ته رسېدلي دي او د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حج مراسمو، په ځانګړي ډول د «یوم الترویه» لپاره ټول اجرائي، خدماتي او ډیجیټلي تدابیر بشپړ شوي دي.
د خبر لمبر: 3492827    خپرونې تاریخ : 2026/05/26

ایکنا - د سعودي عربستان چارواکو وئيلي دي چې د حج د زیارتوالو د لا ښه خدمت لپاره یې په مسجدالحرام او مسجدالنبي کې د یخَولو او سمارټ  رڼا ستر سیستمونه فعال کړي دي؛داسې سیستمونه چې د نړۍ له تر ټولو لویو سړوَنکو او رڼا ورکونکو ټولګو شمېرل کېږي او د پرمختللو ټیکنالوژیو په مرسته د میلیونونو حاجیانو هوساینه او امنیت تضمینوي.
د خبر لمبر: 3492821    خپرونې تاریخ : 2026/05/25

ایکنا-  «له بکس یا بکسې  پرته حج»  په نامې سره طرحه سږ کال د لومړي ځل لپاره پر ټولو بهرنیو   حاجیانو او زیارتوالو  عملي کېږي. دا کار د دې طرحې پراخوالی او بشپړتیا ښئي، څو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د خدای د کور د مېلمنو  له کومې استثنا پرته خدمت وشي، او په دې توګه په نړیواله کچه د خدماتو د معیار یو شانوالی او د عملیاتو د اغېزمنتیا لوړوالی تضمین کړي.
د خبر لمبر: 3492819    خپرونې تاریخ : 2026/05/25

ایکنا- د سعودي عربستان  چارواکو د سږ کال د حج د مراسمو لپاره سخت مقررات وضع کړي دي، چې له مخې ئې ځینې کسان  د حج له ادا کولو منع شوي دي.
د خبر لمبر: 3492801    خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا – د ذلحجې لومړئ ورځ هغه ورځ ده ، چې  خداوند سبحان  ئې په قرآن کې د لویو نېکو اجرونو لپاره یاده کړې ده؛ دا هغه ورځ  ده چې د روژې، دعا او ذکر په کولو سره انسان د دنیا او آخرت غوره برکتونه ترلاسه کولی شي.
د خبر لمبر: 3492791    خپرونې تاریخ : 2026/05/19

ایکنا - د سعودي عرب د عامه ترانسپورټ ادارې د مدینې د سیمې د پراختیا ادارې  په ملګرتیا سره  د قبا جوما( Quba Mosque )په ساحې کې د بې‌ډرائيور ه بس ازمایښتي پروژه پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3492763    خپرونې تاریخ : 2026/05/13

ایکنا-  د  ایرانیو  حاجیانو د لیږد د بهیر په چټک کیدا  سره ،  د ایرانیو حاجیانو د حج تمتع  د ویزو زیاتره برخه صادره شوې ده.
د خبر لمبر: 3492739    خپرونې تاریخ : 2026/05/07

ایکنا- دعراق د هوائي ډګرونو او سرحدي لارو د ادارې مشر اعلان وکړ چې د حج ټول ځمکني سفرونه په هوائي سفرونو  بدل شوي دي او ۲۳ زره حاجیان به د عراق له هوائي ډګرونو څخه د وحی سپېڅلې خاورې ته واستول شي.
د خبر لمبر: 3492728    خپرونې تاریخ : 2026/05/05

ایکنا- د عربستان د حج او عمرې د چارو  وزارت د لومړي ځل لپاره په منا کې په  نوې ټیکنالوژۍ سره په "نسک" کارډ سره تړلی سمارټ  سرچر یا حسګر سیسټمونه تطبیق کړي دي.
د خبر لمبر: 3492723    خپرونې تاریخ : 2026/05/04

ایکنا – په عربستان کې د ۱۴۴۷قمری کال د حج د مناسکو لپاره د پلانونې ناسته د عربستان د حج د پروژو د مدیریّت ددفتر په ملګرتیا سره د عربستان د ۲۰۳۰ کال د لرلید د تحقق د اجرائي پروګرامونو په لړ کې د وږی یا سنبلې د میاشتې په شپږمه نیټه  په مکې مکرمې کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3491621    خپرونې تاریخ : 2025/08/30

ایکنا – د ایران د نور مداحی ډلې غړو ،له قرآن کریم سره د انس د محفل په چوکاټ کې  په مدینې منورې کې د ایرانیو حاجیانو په ټول کې  د مداحئ او نعت پروګرام اجرا کړ.
د خبر لمبر: 3491166    خپرونې تاریخ : 2025/05/24

  په دغو ولوناکو دستورو  یوې برخې کې د ایران ممتاز قاری او د نور قرآنی کارواان یوه غړي ،محمد مهدي شیخ الاسلامی  د ایرانیو حاجیانو په دغه ولولناک ټول کې  د قرآن کریم د یوشمیر آیتونو تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3491160    خپرونې تاریخ : 2025/05/24

ایکنا – د دنیا له مختلفو هیوادونو او ګوټ  ګوټه په لکونو  حاجیان د مدینې منورې په لور خوځيدلي  څو  حج تمتع څخه برخمن شي  او خبله تنده د خداي په کور او  دغه راز په مدینې منورې کې  د رسول الله بزرګوار(ص) په سپيڅلي حرم کې  ماته کړي.
د خبر لمبر: 3491142    خپرونې تاریخ : 2025/05/19

 ایکنا - د سعودي عربستان د حج چارواکو له حاجیانو غوښتي چې که د حج په دوران کې ئې پيژند پاڼې ورکې شي،نوځیني ځانګړي ګامونه دې پورته کړي.
د خبر لمبر: 3491092    خپرونې تاریخ : 2025/05/10