سردار محسن رضایی!
ایکنا- د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران پخواني قوماندان خبرداری ورکړ چې که امریکا په راتلونکو شپو ورځو کې جنګ دوامداره وساتي، نو ایران به د متقابل ځواب له پړاوه یرغلیز پړاو ته وارد شي او اعلان به وکړي چې هم د مذاکراتو او هم د جنګ د دواړو شرایط پای ته رسېدلي دي.
د خبر لمبر: 3493038 خپرونې تاریخ : 2026/07/18
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت نړیوال قاری قاسم مقدمي د ایران د شهید رهبر د درنښت په دستورو کې چې په سه شنبې مازدیګر د تهران په امام خمینی عیدګاه یا مصلی شبستان کې ترسره شوې ، د فجر مبارکې سورې وروستي آیتونه تلاؤت کړل.
د خبر لمبر: 3493037 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
د فټبال نړیوال جام؛
ایکنا- د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې د فلسطین د بیرغونو رپېدل او د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو او نندارچیانو پراخ ملاتړ د فلسطین د خلکو له حقوقو څخه، دا هیله نوره هم پیاوړې کړې چې د فلسطین آرمان لا هم ژوندی دی او د هغوی د حق غوښتنې غږ نړیوالو ته رسېږي.
د خبر لمبر: 3493036 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
د ایکنا د «ظهر دلنشین» د غونډو اویایمه ناسته د قرآن د خادم، قرآنپوه، ژباړن او مفسر آیتالله سید مصطفی حسيني دشتي د علمي او قرآني خدمتونو د ستاینې لپاره ځانګړې شوې وه. په دغو مراسمو کې، چې د بوشهر ولایت د نوموړي د شاګردانو، فرهنګي او دیني فعالانو او د هېواد د قرآني چارو د مسئولانو په شتون کې ترسره شول، د هغه د قرآن کریم د نوې ژباړې او تفسیر «انوار» مخکتنه هم وشوه.
د خبر لمبر: 3493035 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
د ایران د شهید رهبر د یادغونډه
ایکنا-د شهید رهبر امام خامنه اي مشر زوی، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر آیتالله سید مجتبی حسيني خامنهای د مننې پیغام د ایران او عراق خلکو ته ورساوه او د شهید رهبر د جنازې او یادغونډو په مراسمو کې د ایران او عراق د خلکو میلیوني ګډون ئې «یو ستر، بېساری او تاریخي پاڅون» وباله.
د خبر لمبر: 3493034 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
ایکنا- د حسینی اربعین د روغتیا د شپږم نړیوال کانګرس د علمي کمېټې مشرې خبر ورکړ چې د دغه کانګرس دارالانشاء ته ۵۰۰ علمي مقالې رسېدلې دي او دغه راز ئې وویل، د موکبدارانو روزنه او د مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفیشل اینټلیجنس) کارول د سږني کانګرس له مهمو موضوعاتو دي.
د خبر لمبر: 3493033 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
ایکنا- د ایران یوه نړیوال قاري سید جواد حسیني او د اهلبیتو (ع) مداح سعید حدادیان په یوه ځانګړي شخصي قرآني محفل کې د قرآن کریم آیتونه په منافسه (دوهګوني تلاوت) بڼه ولوستل.
د خبر لمبر: 3493032 خپرونې تاریخ : 2026/07/15
ایکنا- د عثماني پړاؤ په مهال د قرآني علومو په برخې کې د البانیايي لیکوالانو ونډه نومې کتاب د څېړنې او ارزونې په موخې سره یوه علمي ناسته د البانیا د اشکودر ولایت د افتاء ادارې په هڅو د اشکودر په الرصاص جومات (سربي جومات) کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3493031 خپرونې تاریخ : 2026/07/15
ایکنا- په انډونیشیا کې د D-8 غړو هېوادونو د حلال نندارتون د ګډونوالو شرکتونو ترمینځ د لسګونو قراردادونو او هوکړهلیکونو په لاسلیکولو سره خپل کار پای ته ورساوه.
د خبر لمبر: 3493030 خپرونې تاریخ : 2026/07/15
ایکنا - د مصر نامتو قاري او ډاکټر شیخ احمد نعینع د مصر په راډیو کې د قاریانو د ټاکنې د معیارونو په اړه وویل چې د ارزونې په کمېټیو کې هېڅ ډول واسطه، خپلويپالنه او یا توپير نشته، بلکې د منلو یوازینی معیار وړتیا او فني مهارت دی.
د خبر لمبر: 3493029 خپرونې تاریخ : 2026/07/15
ایکنا - د قرآن عالي اکاډمي او د دیني علومو ښوونځی د چنګاښ یا لړم د میاشتې په ۲۱مه، د یکشنبې په ورځ د یمن د البیضاء ولایت په رداع ښار کې پرانیستل شول.
د خبر لمبر: 3493028 خپرونې تاریخ : 2026/07/15
په انګلستان کې د پوهنتون استاد:
ایکنا- په انګلستان کې یوه پوهنتوني استاد ټینګار کړی چې له اسلامه د ویرونې پروسه یوه سیاسي او توکمپاله پروژه ده چې حقوق ګواښي او د نسلوژنې لامل کېدای شي.
د خبر لمبر: 3493026 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا - هغه قرآني محفلونه چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد له ښخولو وروسته د مقدس رضوي حرم په آستان کې پیل شوي وو، د جمعې ورځې یعني د چنګاښ یا لړم دمیاشتې تر ۲۶مې پورې به دوام وکړي.
د خبر لمبر: 3493025 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا- د ۲۰۲۶ حلال نندارتون د لومړي ځل لپاره د مخ پر ودې هېوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ ډلې (D-8) له خوا د انډونیشیا په پلازمېنې کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3493024 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا - د محمد (ص) نوم د دریم پرلهپسې کال لپاره د انګلستان او وېلز د هلکانو تر ټولو مشهوره نامه ګرځېدلې ده.
د خبر لمبر: 3493023 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا- د ایران د اسلامي فرهنګ او ارتباطاتو ادارې د اربعین د پیغام د نړیوالولو او د شهید رهبر د آرمانونو د ځلولو په موخه، چې د روان کال د حسینی اربعین لومړنی زائر بلل شوی، د «اربعین نړیوالې جایزې» دولسم پړاو جوړوي.
د خبر لمبر: 3493022 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا- د قرآنی محفل په زرګونو فعالانو په تهران کې له قرآن سره د انس محفل چې د شهید رهبرامام خامنه اي په درنښت کې ئې د هیوغاد قرآنی مرکز ترسره کوي، د چنګاښ د میاشتې په ۲۴ نیټه د تهران په میدان ولی عصر کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3493021 خپرونې تاریخ : 2026/07/13
ایکنا- د بحرین ځوانانو د دغه هېواد په سړکونو کې د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي په یاد او غم کې د عزادارۍ او ماتم مراسم ترسره کړل.
د خبر لمبر: 3493020 خپرونې تاریخ : 2026/07/13
ایکنا – امریکايي رسنیو د جمهوري غوښتونکي مشهور سناتور او د صهیونیسټ رژیم ترټولوزیات ملاتړ کوونکي لېنډسي ګراهم د مرګ خبر ورکړی. نوموړی د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د خپلو سختو دریځونو په خاطر پېژندل کېد.
د خبر لمبر: 3493019 خپرونې تاریخ : 2026/07/13
ایکنا- د غزې په شمال کې د «النور» قرآني مرکز د ډېرو ستونزو او سختو شرایطو سره سره خپل تعلیمي فعالیت ته دوام ورکوي.
د خبر لمبر: 3493018 خپرونې تاریخ : 2026/07/13