قرآنی هنرونه - پاڼه 4

IQNA

بچوې
ایکنا-  د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي  سره د الوداع او خداي په امانئ دستورې او دغه راز د  هغه بزرګوار او د هغه د کورنئ  د شهیدانو د  جنازې د لمانځه دستورې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492995   خپرونې تاریخ : 2026/07/06

ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد د وروستۍ وداع مراسم، د ترسره کېدو په شپو ورځو کې د نړیوالو په تیره بیا د آسیايي رسنیو په مهمو خبري موضوعګانو کې ځاي وموند.
د خبر لمبر: 3492994   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند  او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په  خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله.
د خبر لمبر: 3492993   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

د روسیې مفتي البیر کرګانوف
ایکنا- د روسیې د مسلمانانو د دیني ټولنې مفتي او مشر باور لري چې د ایران مجاهد او شهید رهبر حضرت آیت‌الله العظمی  سید علي خامنه‌اي،د خپل ژوند په مودې کې د اسلامي مذهبونو  د نږدېوالي (تقریب مذاهب) لپاره مهم او اغېزشیندونکي ګامونه پورته کړي دي.
د خبر لمبر: 3492992   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د درو واړو قواؤ او د ایران د اسلامی جمهوریت  د  نظام  نورو یو شمیر مسئولانو  د تهران په امام خمینی مصلی یا عیدګاه کې  د اسلامی انقلاب د شهید رهبر  د پاکې جنازې  د  احترام  لپاره  شتون درلود.
د خبر لمبر: 3492990   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا= د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي او دهغه د قدرمنې کورنئ د پآکو جسدونو  د احترام او درناوي دستورې  پرون سهار  د  کابو سلو هیوادونو د  مختلفو رسمي او لوړپوړو چارواکو او  د سیاسی،کلتوری،پوهنتوني  او دیني شخصیّتونو  په ګډون سره  ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492989   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا- د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي سپېڅلي پیکر ته د بهرنیو شخصیتونو د درناوي مراسم نن سهار  د تهران د امام خمیني په مصلی یا عید ګاه  کې پیل شول.
د خبر لمبر: 3492988   خپرونې تاریخ : 2026/07/03

ایکنا-  د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او د سیاسی چارو کارپوه د  اسلامی انقلاب د  خداي بخښلي لارښود حضرت امام خمیني  دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره  روښانه کړې ده،امام خامنه اي نه یوازې د ایران ،بلکې ددرستو مستضعفینو او درستو بې څوکه انسانانو رهبر ؤ او  درست ملتونه ئې یووالي او  یو زړتوب ته بلل.
د خبر لمبر: 3492987   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

د شهید رهبر په درنښت کې:
ایکنا د امام حسین علیه السلام د ماتم  پړاؤ او د شهید امام خامنه اي  د جنازې مراسمو سره په یو وخت کې، د " معشوق   شهادت "نومې  کتاب د  مخ کتنې دستورې  په کابل کې ترسره شوې؛ تنظیم کونکو دا د ایران او افغانستان ترمنځ د کلتوري، مذهبي او ادبي اړیکو سمبول او د مقاومت ادبیاتو څرګندونه وبلله چې د مسلمانو ملتونو احساسات منعکسوي. په مراسمو کې، یو شمیر افغان شاعرانو هم خپل وروستي شعرونه چې د شهید امام په اړه یې بیان کړل او د ګډونوالو لپاره یې د مراسمو شعرونه وویل.
د خبر لمبر: 3492986   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو پیل؛
ایکنا-  «له قرآن سره د جنت پر لور» په عنوان سره د قرآن کریم د انس غونډه، د شهیدانو د لوړ مقام د درناوي، د قرآن کریم او اهل‌بیتو (ع) د فرهنګ د ودې او د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو د رسمي پیل په موخه، د قرآن کریم د قاریانو، حافظانو، قرآني فعالانو او مینه‌والو په ګډون د حضرت امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492985   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

د کعبې شریفې د کلنۍ وینځلو مراسم د سې‌شنبې په سهار د کعبې د داخلي دېوال د زمزم په هغو سپېڅلو اوبو د وینځلو سره پیل شول چې د ګلابو له اوبو سره ګډې شوې وې او د حرمینو شریفینو د چارو عمومي ادارې له مخکې چمتو کړې وې.
د خبر لمبر: 3492984   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

کینیا - د کینیا په شمال ختیځ کې یوې ډلې مسلمانو ښځو په یوه بریالي نوښت کې  د خپلې خوښې کار پر داسې پرمختیائي پروژې بدل کړی چې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، د قرآن کریم خدمت او د ټولنیز یووالي پیاوړتیا په ګډه پر مخ وړي.
د خبر لمبر: 3492983   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

  د شهید رهبر د جنازې او وداع تفصیل!
یکنا- د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي  د جنازې او وروستي وداع د ملي کمېټې منشي وویل، تر اوسه د اسلامي هېوادونو، غیر اسلامي هېوادونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د ګاونډیو هېوادونو ګڼو مشرانو په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی. هغه زیاته کړه، تر دې دمه له ۳۰ څخه زیاتو هېوادونو په رسمي ډول غوښتنه کړې چې د دوي لوړپوړي چارواکي او پلاوي د ایران د شهید رهبر پاک مړي ته د درناوي په مراسمو کې ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492982   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

ایکنا- د پاکستان یو اهل سنت عالم او د جماعتِ اهلِ حرم مشر، د اسلامي امت د قائد حضرت آیت الله شهید سید علي خامنه اي د پاکې جنازې د دستورو ترسره کیدل د نړۍ د مسلمانو او عدالت غواړو ولسونو په وجود کښې د یو نوي روح د پو کیدو په توګه وباله او ټینګار یې وکړ: اسلامي نړۍ خپل عزت او بیداري، د انقلاب د شهید رهبر د مجاهدتونو پامته داره ګڼي.
د خبر لمبر: 3492981   خپرونې تاریخ : 2026/07/01

د اسکار د ۹۸  پړاؤ غوره شوی فلم!
ایکنا- د «د ولسمشر کیک» (The President's Cake) د فلم کیسه د ۱۹۹۰  لسیزې او د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین د واکمنۍ پر مهال ترسره کېږي؛ هغه وخت چې عراق له یوې خوا د بعث ګوند له استبدادي واکمنۍ سره مخ و او له بلې خوا د امریکا تر بمبارۍ، اقتصادي بندیزونو او د خوراکي توکو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان و.
د خبر لمبر: 3492980   خپرونې تاریخ : 2026/07/01

ایکنا- د  سره سمندر میوزیم، د اسلامي سمندري میراث کیسه د هغو نادرو اثارو له لارې بیانوي چې ځینې ئې تر ۴۰۰ کلونو ډېر لرغونتوب لري.
د خبر لمبر: 3492979   خپرونې تاریخ : 2026/07/01

ایکنا- د مکې د قرآن کریم میوزیم د قرآن کریم یوه نادره نسخه، چې په ۱۹۰۶ میلادي کال کې د روسیې په کازان ښار کې چاپ شوې، نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3492977   خپرونې تاریخ : 2026/07/01

ایکنا –د الشعبي الحشد مبارز ځواک په اعلامیې کې راغلي دي، په عراق کې د ایران د شهیدرهبر د جنازې مراسم د عراق د حکومت په غوښتنه او له سیاسي قدرتونو سره په همغږۍ سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492976   خپرونې تاریخ : 2026/07/01

ایکنا - د ایراند اسلامی جمهوریت ولسمشر د قم د علمیه حوزې د مدرسینو د ټولنې له غړو سره په یوه غونډه کې، د ایران د خلکو مقاومت، د وسله والو ځواکونو قربانۍ او ملي یووالي د ایران له سختو حالاتو د تیریدو او په اسلامي نړۍ کې د عزت د رامینځته کولو اصلي عوامل وګڼل.
د خبر لمبر: 3492975   خپرونې تاریخ : 2026/06/30

ایکنا- یوه روسي درمل جوړونکي شرکت د لومړي ځل لپاره د شکرې او چاغښت  یا غټوالی د درملنې لپاره د خپلو درملو لپاره د حلال سند ترلاسه کړی دی.
د خبر لمبر: 3492974   خپرونې تاریخ : 2026/06/30