iqna

IQNA

بچوې
ایکنا - د الجرداح مرکز ته د اسرائيلي نیواکګرو  په نفوذ سره د وحشي صهیونیسټانو له خوا په یوه بل جنایت کې د نیواکي فلسطین او لبنان د پولې په ۲۰۰میټرۍ کې د الضهیره سرحدي ښار جومات سخت بمباري کړ.
د خبر لمبر: 3489995    خپرونې تاریخ : 2024/10/14

ایکنا- د انګلستان د مسلمانانو شورا په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، دغزې جنګ دانګلستان د مسلمانانو لپآره  په یوه ګواښ بدل شوی  او سبب شوی دی څودوي ناامني احساس کړي.
د خبر لمبر: 3489979    خپرونې تاریخ : 2024/10/10

ایکنا - د امریکا د فارن پالیسي خپروندوی د راپور له مخې، د روان کال تر اګسټ میاشتې پورې د صهیونیسټي رژیم لپاره د غزې د جګړې د تمویل مستقیم لګښت، ۱۰۰ میلیارده شکیل (۲۶.۳ میلیارده ډالره) دی.
د خبر لمبر: 3489975    خپرونې تاریخ : 2024/10/09

ایکنا – د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس د سیمې کاتولیکانو ته د خطاب په پرانیستي لیک کې  په غزې کې د فلسطین له خلکو سره د خواخوږۍ په ترڅ کې  د جنګ ددریدا لپاره د نړیوالې ټولنې  بې وسي د شرم وړ وبلله.
د خبر لمبر: 3489967    خپرونې تاریخ : 2024/10/08

دا زمونږ د توان یوه برخه ده؛ له ایران سره جنګ ته ورګډ نشې
د خبر لمبر: 3489938    خپرونې تاریخ : 2024/10/03

ایکنا – د فرانسې په پلازمینې پاریس کې په زرګونو خلکو یوځل بیا په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم په جنایتونو باندې په اعتراض کې له مظلومو فلسطینیانو په ملاتړ کې بیا مظاهرو ته مخه کړه.
د خبر لمبر: 3489826    خپرونې تاریخ : 2024/09/10

په غزې تړانګه کښې  صهیونیسټ رژیم د سختو بمباریو له دوام او په دغه سیمه کښې د بیخ بناینو په پراخ ډول له تباه کیدا سره سره په دغه سیمه کښې د قران د حفظ حلقې او کړۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د خبر لمبر: 3489797    خپرونې تاریخ : 2024/09/04

ایکنا -د اسلامی ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په غزې کې د اور بند د ټينګیدا لپاره  دقطر د هلوځلو په قدرونې سره هیله وښودله  چې اسلامی هیوادونه اونور ټول هیوادونه  چې د نړیوالو قوانینو او چوکاټونو  پابندي کوي،  دیوه بل تر څنګ ودریږي او په ګډ اقدام سره د صهیونیسټي رژیم ملاتړي  ددغه وحشي رژيم  کنټرولولو او په غزې کې ددغه جنایتکار تیریګر رژيم  د نسل وژنې او وحشیتوب مخه ونیسي.
د خبر لمبر: 3489767    خپرونې تاریخ : 2024/08/27

ایکنا - د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري  په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی دی، ایتمار بن ګویر   پر الاقصی جوات د یهودیانو د حق په باب دخپلې ادعا لپاره هیڅ  مدرک نه لري.
د خبر لمبر: 3489765    خپرونې تاریخ : 2024/08/27

ایکنا –په فلسطین کې د ملګروملتو د بشری حقوقو رپورټر د تیرې جمعې په ورځې په غزې تړانګې کې ددیني مقدساتو د بې احترامۍ او مذهبی ځایونو باندې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو د حملو په محکومولو سره،ددغه رژيم په ضد دبندیزونو د اعمالولو غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3489759    خپرونې تاریخ : 2024/08/26

ایکنا - د انډونیشیا خلکو د هرې اونۍ په آخر کې د فلسطینیانو په ملاتړ کې له میلیوني مظاهرو سره په یووخت،له اسرائيلو سره د اړونده شرکتونو له محصولاتو  استفاده هم پریښودلې ده  او په دې توګه ئې دغو شرکتونو ته په میلیونونو ډ الر تاوانونه اړولي دي.
د خبر لمبر: 3489750    خپرونې تاریخ : 2024/08/24

ایکنا - د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي  په یو لړ څرګندونو کې  دې ته په اشارې سره چې د فلسطین له ولسه  په ملاتړ کې د لټۍ د خطرې په باب د اسلامی امت د خبرولو اوپوهولو په زمینې کې  ددین دعالمانو او روڼ اندو دنده ډیره  ستره دنده ده ،ووئیل؛  له غزې او الاقصی جومات څخه دفاع  د ټولو مسلمانانو لپاهر یوه مقدسه دنده ده.
د خبر لمبر: 3489741    خپرونې تاریخ : 2024/08/23

ایکنا – د حسینی اربعیّن په شپو ورځو کې د نجف کربلا په لاره کې په ۸۳۳  کمبې یا عمد کې د نداء الاقصی نومې موکب ، د هغو  میلیونونو زیارتوالو  کوربه دی چې  د پتمنو د سالار او سرور  په عشق ،د فلسطین او دغزې د مظلومو خلکو په یاد سره ، د کربلا په لاره په ابله پښو روان دي،  په دغه موکب کې ډول ډول پروګرامونه برابر شوي چې د  زیارتوالو له ډير عمومي  توجه سره یو ځاي دي .
د خبر لمبر: 3489740    خپرونې تاریخ : 2024/08/22

ایکنا – دهند د سترې محکمې یا سپریم کورټ یو وکیل وائي چې د نوي ډیلي حکومت صهونیسټي رژيم ته د وسلو د لیږد په واسطې سره  په غزې کې د فلسطین دمظلومو خلکو په ضد په نسل وژنې کې شریک دی.
د خبر لمبر: 3489722    خپرونې تاریخ : 2024/08/19

ایکنا - د افغانستان دطالبانو دحکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د صهیونیسټي رژيم  وحشي ډوله جنایتونو ته په اشارې سره په یولړ څرګندونو کې ووئیل، اسرائيلو یو غاصب او ظالم او جنایتکار رژيم دی.
د خبر لمبر: 3489693    خپرونې تاریخ : 2024/08/14

ایکنا -  د پاکستان د پوځ  عمومی قوماندان  په غزې تړانګې کې د اسرائیلی رژيم د جنایتونو ددوام په محکومولو سره   او د فلسطین د ملت له آرمانونو څخه د پاکستان دپياوړي ملاتړ باندې په ټينګار سره  ووئیل،  د اسرائیلو په وسیله د فلسطینیانو  نسل وژنه او دبشری حقوقو چخڼي کول د قانون مدارو ټولنو او نړیوالو اخلاقیاتو باندې دبې ننګۍ دا غ دی.
د خبر لمبر: 3489692    خپرونې تاریخ : 2024/08/14

ایکنا – وحشي صهیونیسټي رژيم په ترور، تور زړیتوب او عجیبه او بل شان جنایتونو په دوام سره په دنیا کې د بشر د جنایتکارۍ په تاریخ کې یو نوی  نصاب په ځاي پریښودلی ؛ نن سباد هغو مظلوموکسانو پر سرونو د صهیونیسټانو درندۀ بمونه غورځوي چې حتی یو ډز ئې هم نه دی کړی؛ په ځانګو کې ماشومان، پنځه کلن ماشومان ، شپږکلن یتیمان، میرمنې،ناروغان، بوډاګان ،روغتونونه،دا ټول نابودوي،دوي حتی بر چا یو ډزهم نه دی کړی. دغه جنایت یو بې مخینې جنایت دی( د اسلامی انقلاب ستر لارښود؛ 7/5/1403 )
د خبر لمبر: 3489684    خپرونې تاریخ : 2024/08/12

ایکنا – د فلسطیین د یوه خطیب او دجماعت امام محمد ابوسعده د یوه اغیزشیندونکی اوښکلی تلاؤت ویډیو چې وړمه ورځ د الدرج مدرسې  په بمبارۍ کې شهید شو، په ټولنیزو  چینلونو کې د کارؤنکو له ډيرپراخ هرکلی سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3489680    خپرونې تاریخ : 2024/08/12

ایکنا - د ایران داسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلیمان په څرګندې ناستې کې ووئيل، د انسان ضده  او جنایتکار صهیونیسټي رژيم وحشیتوب او جنایتونه  هیڅ حد او پوله نه لری، دغه بې شرمه  رژيم په التابعیّن  مدرسې  کې په فلسطینیو  کډوالو باندې په حملې سره  چې د سهار په لمانځه بوخت وو، یو ځل بیاثابته کړه چې صهیونیسټان د بشریّت پر ټنډې د بې ننګئ داغ دی او د زور له ژبې پرته په بل  هیڅ ژبې نه پوهیږي.
د خبر لمبر: 3489675    خپرونې تاریخ : 2024/08/11

ایکنا – د تیونس په زرګونو خلکو د حماس د سیاسی دفتر د مشر په توګه د یحیی سنوار د ټاکل کیدا په ملاتړکې د جمعې په ورځې ددغه هیواد په پلازمینې کې غونډه  او لاریون وکړ.
د خبر لمبر: 3489673    خپرونې تاریخ : 2024/08/11