ایکنا د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دولس ورځني جنګ کې د ایران دملت بریالیتوب ،د غبرګولې د میاشتې د مهمې او خطرناکې فتنې د ناکامولو او د سلواغې د ۲۲ او د غبرګولې د ۲۲ نیټو ولسی میلیوني لاریونونو کې د ولس ولولوناک او پرتمین شتون د ایران د قدرمن ملت د اقتدار او ژوندي او هوښیارتیا نښه وبلله او د ملی اتحاد او یووالي او هوښیارۍ او تیارسي په پیاوړتیا او ساتلو باندې په ټينګار سره ئې ووئيل؛د غبرګولې یا جدې د میاشتې په فتنې کې زموږ د شهیدانو کړۍ پراخه ده.د فتنه ګرو او ددښمنانو سره د دوي له فسادګرو سرغنو پرته، نور ټول زمونږ اولادونه دي. مونږ د توي شویو وینو له امله غمجن او ویرجن یو.
د خبر لمبر: 3492466 خپرونې تاریخ : 2026/02/18
ایکنا -په نیواکي قدس کې، چیرته چې د روژې مبارکه میاشت هر کال د صهیونیسټانو د مذهبي تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مل وي، نفیسه خویص ـ چې یوه وفاداره او جلاوطن شوې خادمه ده ـ هر ماښام خپله روژه د مسجدالاقصی په انګړ کې نه ، بلکې دغه سپېڅلي ځای ته څېرمه پر سړک افطار کوي. هغه خپلو تشو لاسونو ته ګوري او نارې وهي: «دا جومات زمونږ هویت دی؛نیواکګرو ته ئې مه پرېږدئ.» جلاوطنئ د هغې روح له دې مقدس ځایه نه دی جلا کړی؛ هغه اوس هم په لوړ غږ زرګونه مسلمانان د ایمان د وروستي سنګر ساتنې ته رابولي.
د خبر لمبر: 3492462 خپرونې تاریخ : 2026/02/17
ایکنا - – په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیر مائيکل والټز ادعا کړې چې نړۍ د امریکا د مشرۍ یا پولیس مِن د رول هرکلی کړی دی.
د خبر لمبر: 3492448 خپرونې تاریخ : 2026/02/14
ایکنا – د مسلمانو حاکمانو شوراد فراطي آئيډیالوجۍ په وړاندې د ددفاع دلومړنئ کرښې په توګه د فکري زیاتیدا او د پوهې د لوړتیا پر تعقیبونې ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492446 خپرونې تاریخ : 2026/02/14
ایکنا -یو امریکائي قاضي د فلسطین د ملاتړې محصیلې د ویستلو لپاره د امریکا دکرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت هڅه رد کړه.
د خبر لمبر: 3492442 خپرونې تاریخ : 2026/02/12
ایکنا- د کینیډا د حکومت هغه اقدام چې له اسلامه دویرونې د پروسې د اړوند چارو لپاره د ارزونې د ځانګړي استازي فعالیت ئې لغوه کړ، له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492441 خپرونې تاریخ : 2026/02/12
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولس د خپل اسلامی انقلاب د ۴۷ کلیزې په مناسبت د شکرانې په توګه بیګا د شپې مهال په نهو بجو د خپلو کورونو، جوماتونو، ودانیو او امامباړو په چتونو او په پارکونو کې د «اللهاکبر» چغې پورته کړې او دخداي شکر ئې ادا کړ.
د خبر لمبر: 3492435 خپرونې تاریخ : 2026/02/11
ایکنا - د اسلامي انقلاب معظم لارښود په یوه ټیلیویژني پیغام کې د ایران ملت ته په خطاب کې وویل: د سلواغې په ۲۲مه، د خپلې ارادې او مقاومت په ښودلو سره، دښمن ناهیلی کړئ.
د خبر لمبر: 3492427 خپرونې تاریخ : 2026/02/09
ایکنا - فلسطیني ورور او خور،«محمد» او «اَلمی» یاسر منصور، د قدس شریف په شمال کې د «بدو» سیمې د قرآن په سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
د خبر لمبر: 3492424 خپرونې تاریخ : 2026/02/09
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوي درستیز وویل: سیمه ایز جنګ به د سیمې پراختیا وځنډوي او پایلې ئې د امریکا په غاړه دي.
د خبر لمبر: 3492420 خپرونې تاریخ : 2026/02/08
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر دفتر په یوه اعلامیه کې چې د شفافیت، مسؤلیت او حساب ورکولو د پالیسۍ پر بنسټ او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په امر جوړه شوې وه، د وروستیو پیښو د قربانیانو لیست د هیواد د عدلي طب لخوا چمتو شوي نومونه راټول او د مدني ثبت سازمان د سیسټم سره سمون سره خپور کړ.
د خبر لمبر: 3492403 خپرونې تاریخ : 2026/02/03
ایکنا- د عمان ستر مفتی شیخ احمد الخلیلي د وحشی صهیونیسټي رژیم دجنایتونو په باب د اسلامی ملګرتیاموسیسې او عربی اتحادئې په انفعالی عملونو او بې توجهئ سختې نیوکې وکړې.
د خبر لمبر: 3492402 خپرونې تاریخ : 2026/02/03
د روسیې د اسقف میشته کلیسا!
ایکنا - د مسکو د اسقفمیشته کلیساګانو د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامي کلتور او اړیکو د ادارې مشر ته په رالېږلي پیغام کې، د مرغومي میاشتې (ديماه) تاوتریخوالي وغند او د ایران له نظام او خلکو سره ئې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492393 خپرونې تاریخ : 2026/02/02
ایکنا - د مسجدالاقصی خطیب شیخ عکرمه صبري، د الاقصی جومات د حقوقي وضعیت او هویت د بدلون په اړه خبرداری ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492389 خپرونې تاریخ : 2026/02/01
ایکنانیوز -د اسلامي انقلاب معظم رهبر په امام خمینی امامباړې کې د ایران له بیلابیلو سیمو څخه له زرګونو خلګو سره په کتنې کې، وویل: د ایران ولس امریکائي – صهیونیستي فتنې وروستۍ اور هم د تېرو دسیسو په شان شنډې کړې او په راتلونکو کې به هم له هر ډول پېښې سره په مقابلې کې به ئې کار ختم کړي.
د خبر لمبر: 3492388 خپرونې تاریخ : 2026/02/01
د خبر لمبر: 3492386 خپرونې تاریخ : 2026/01/31
د قطر او پاکستان له مشرانو سره ټیلیفوني بنډار
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمسعود پزشکیان د قطر له امیر او د پاکستان له لوری وزیر سره په جلا ـ جلا ټیلیفوني خبرو کې، د سیمې وروستي بدلونونه وڅېړل او د اسلامي هېوادونو ترمنځ ئې د یووالي د پیاوړتیا او د کړکېچ د کمولو لپاره د دیپلماسۍ پر دوام ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492382 خپرونې تاریخ : 2026/01/31
د پوځ دعمومی قومندان په امر!
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځي عمومی قوماندان امیر سرلښکر حاتمي په امر، زر (۱۰۰۰) سـټراتیژیکې بېپیلوټه الوتکې د پوځ د څلورو ځواکونو جنګي تشکیلاتو ته ور اضافه شوې.
د خبر لمبر: 3492381 خپرونې تاریخ : 2026/01/29
ایکنا – د یمن په صنعا کې یوې پوځي سرچینې وویل چې د انصارالله غورځنګ مبارزانو به هېڅ یوې امریکائي جنګي بېړۍ او الوتکهوړونکې بېړۍ ته اجازت ورنه کړي چې سره سمندر او عربي سمندر ته نږدې شي، ځکه دا بېړۍ د یمن لپاره ګواښ بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492376 خپرونې تاریخ : 2026/01/29
ایکنا- د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې خبرې اترې یوازې د متقابل احترام او له ګواښ پرته معنا پیداکوي ووئيل؛تر څو چې امریکادګواښ،زیات غوښتنې او غیر منطقي موضوعګانو لاس نه وي اخستی، رغنده خبرې اترې به هیڅ امکان ونه لري.
د خبر لمبر: 3492372 خپرونې تاریخ : 2026/01/28