IQNA

د ایران پارلیمان له ټولو هیوادونو سره ښې او غوره اړیکې غواړی

23:18 - February 20, 2014
د خبر لمبر: 1377688
نړیواله ډله: د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی نن په تهران کې د یوګینډا د پارلیمان له مشر ربکا الیتوالاکاداګا سره په کتنې کې د اسلامی هیوادونو د پارلیمانونو د مشرانوپه روانې غونډې کې د دغه پلاوی شتون مهم وباله او زیاته ئې کړه د اسلامی پارلیمانونو د ټولنې د موخو په پوره کیدا کې پر دغې ټولنې کې د فعالیت مخینې ته په پام سره یوګینډا مهم رول لری.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، دیوګینډا دپارلیمان مشر هم   ایران په سفر اودپارلیمانونو دمشرانو په غونډې کې  په ګډون دخوښۍ په څرګندولو سره  وویل   پردغې ټولنې داسلامی ایران  پړاویزه مشری  داسلامی هیوادونو دپیوستون دپیاوړتیا سبب کیږی
دایران داسلامی شورا مشر همداراز  دقرغزستان  او څو نورو هیوادونودپارلیمانونو له مشرانو سره په جلاجلا کتنو کې  دایران اونورو اسلامی هیوادونو اړیکې  مخ په وده وبللې او ورښانه ئې کړه  داسلامی هیوادونو پارلیمانونه  داسلامی امت دشخړو  اومشکلاتو په ختمولو کې  غوره رول لوبولی شی او  داستعمار او استکبار دلاسوهنې یوه لاره هم داسلامی  هیوادونو په یووالی اواتحاد سره  تړل کیدلی شی

1377378

captcha