IQNA

د افغانستان د دینی عالمانو امنیتی ځواکونو سره د همکاری ضرورت باندې تاکید

2:02 - April 30, 2015
د خبر لمبر: 3232805
بهرنې څانګه: د افغانستان ملی وحدت حکومت د عالمانو، ښاریانو او ولسی ټولنې نه غوښتنه کړی چې د دښمنان په مقابله کښې امنیتی ځواکونه یواځې نکړی او د هغوی نه حمایت وکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آوا خبرونو نه په نقل، ملی وحدت حکومت د عالمانو، ښاریانو او د ولسی ټولنې نه غوښتنه کړی چې د دښمنان په مقابله کښې امنیتی ځواکونه یواځې نکړی او د هغوی نه حمایت وکړی.

د جمهوری افغانستان حکومت اورګان خبرپاڼه کښې راغلې: د دې خاورې دښمنان کوښښ کوې چې وینا تویښت او فساد سره د نړۍ کورنۍ او افغانستان ترمنځه فاصلې پیدا کړی.

د افغانستان اورګان تاکید کړی: بزدله ترهګر په لټون کښې دې چې وحشت او تاوتریخوالی سره د خلکو په زړونو کښې وېره پیدا کړی، خو ولی دې هېر کړی چې د افغانستان خلک هیڅ کله تاوتریخوالی او زور ته سر نه دې لاندې کړی.

په دې خبرپاڼه کښې راغلې: د افغانستان حکومت سوله د خپل ولس لپاره یو تلپاتې آرمان ګڼلې او د هغې تحقق د خپلو کارونو په سر کښې ګڼلې. خو ولی د افغانستان دښمنانو یو غیر قانونی جنګ زمونږ په ولس باندې تپلې. زمونږ امنیتی زړور ځواکونو به هم خپل ټول توان او قدرت سره  د خپل ولس کبر او درنښت لپاره تر اخیره هغې سره جنګ کوی.

د خبرپاڼه په اخیره کښې لیکلې: د افغانستان حکومت خپل ولس ته ډاډ او دښمنانو ته ګواښ ورکوې چې امنیتی ځواکونه د سولې لپاره د یو الهی امر او انسانی ارزښت ژمن دې د ولس کبر او درنښت نه دفاع لپاره خپل ولس سره ولاړ دې او د هر قسمه ګواښ په مقابله کښې په خپل ټول توان او زړورتیا سره مبارزه کوی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3220831

captcha