IQNA

په افغانستان کې ماشومان د ماین چاودنو اصلي قربانیان

22:41 - April 06, 2019
د خبر لمبر: 3482066
نړیواله ډله: په افغانستان کښې له ماینونو د سیمو د پاکولو لپاره په کال کښې له ۶۰ نه تر ۷۰ میلیون ډالرو پورې بودجه په کار ده خو په تیرو وختونو کښې د دې اندازې تقریباً نیمايي بودجه دې ادارې ته ورکړی شوې ده.

د ایکنا راپور له مخې، د آریانا خبرونه ویبپاڼې نه په نقل، دیوراپورله مخی په افغانستان کښې د ماین پاکۍ د پیوستون او غږملتیا ادارې مشر شفیق یوسفي وویل: په ۲۰۱۸ کال کښې په دې هیواد کښې د ماینونو، د لاس د جوړو بمونو او نورو موادو د چاودنو له امله له یو زر او څلورو سوو زیات کسان وژل شوي دي چې په کښې ۵۸ فیصده ماشومان او لس فیصده یې ښځې دي.
یوسفي زیاته کړه: په افغانستان کښې له ماینونو د سیمو د پاکولو لپاره په کال کښې له ۶۰ نه تر ۷۰ میلیون ډالرو پورې بودجه په کار ده خو په تیرو وختونو کښې د دې اندازې تقریباً نیمايي بودجه دې ادارې ته ورکړی شوې ده.
په پيښو باندې د غور په چارو کښې د افغانستان د حکومت وزیر نجیب آقا فهیم هم په کابل کښې د ماین د خطرونو په هکله د خبرتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه غونډه کښې ویلي وو: په افغانستان کښې هره میاشت کابو ۱۲۰ کسان د ماینونو او پاتې چاودونکو توکو د چاودیدو له امله یا سرونه بایلي او یا معلول کیږي.
په افغانستان کښې د ترهګرو د ختمولو او د امنیت رامینځته کولو په پلمه پر دغه هیواد د امریکې د پوځي حملې څه باندې اوولس کلونه وشول خو د وروستیو احصائیو له مخې، په افغانستان کښې نه یوازې کوم امنیت او ثبات نه دی راغلی بلکې ناامني لا زیاته شوې ده.https://ariananews.co/ps/afghanistan/
captcha