IQNA

د ایران او طالبانو ترمینځ د مستقیم ارتباط کرښه رامینځةشوي ده 

10:54 - December 06, 2021
د خبر لمبر: 3485076
تهران (ایکنا)- دایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن په خبري ناستې کې ووئيل د ایران اسلامی جمهوریت او د افغانستان د طالبانو د سرپرستۍ حاکمه پلاوي ترمینځ د مستقیم ارتباط کرښه رامینځةشوې ده .

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله  راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن  پخپل خبری کنفرانس کې د ایران او افغانستان په پولې کې  وروستیو پیښو او دافغانستان دحالاتو په باب  او دغه راز د افغان ولس   دوضعیّت په باب ووئيل ، هغه څه چې په پولې کې رامینځةشوي یوه پيښه وه چې د طالبانو د سرپرستۍ  حاکمه پلاوي د پوله ساتونکو د نابلدتیا له امله وه.

سعید خطیب زاده دغه راز په دوام کې ووئيل  له افغانستان سره په ګډې پولې کې  په ځينو برخو کې  ایران ته د قاچاقبرو د واریدیدو دمخنیوی لپاره  مو دیوالونه  او ازغن باړ لګولی دی ، چې له هغو په ځينو سیمو کې تر سلګونو میټرو پورې د ایران دخاورې  په داخل کې کاږل شوي دي   او طالب ځواک چې پوله ئې ساتله،د پولې له وروستیو کرښو سره بلد نه  وو  او ددغه ناسم تفاهم په اساس پر ځينو ایرانیو ښاریزو ئې ډزې  کړې وې چې  دایران پوله ساتی ځواک هم ځوابي ډزو ته مجبور شو .، البته دغه پيښه ددواړو لورو په هلوځلو سره  حل شوه او باید  دواړه لوري دغه موضوع  لازیات فهم سره  حل کړي .

خطیب زاده دغه راز ووئيل  دافغانستان راتلونکی باید ددغه هیواد د ولس د غوښتنې او ارادې په اساس منظم شي او هغه حکومت چې ټولشموله نه وي ، او دافغانتسان د نفوسو او قومیتي جوړښت پکې نه وي ،هیڅکله هم د افغانستان  راتلونکی  نشي انځورولی .

https://www.iribnews.ir/fa/news/3297287/ایجاد-خط-ارتباط

captcha