تهران (ایکنا)- د کربلا په نړیوال نندارتون کې په درستې نړۍ کې پر چاپ شوو ۴۶قرآنی نسخو سربیره له لومړۍ قمری پيړۍ تر څوارلسمې قمری پیړۍ پورې اړونده ۶۳تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوي دي .
ایکناخبری اژانس د العربی الجدید له قوله راپور راکړ، د اسلام د سرکینیو پيړیو سره اړونده دقرآن کریم د هغو نادرو نسخو نندارتون چې په مختلفوخطونو سره له ډيرو زیاتو هیوادونو غونډ کړائ شوي دي د لومړي ځل لپاره دعراق په کربلا معلی کې غونډ کړائ شوي او نندارې ته وړاندې شوي دي .
په دغه نندارتون کې په مختلفوهیوادونو کې له ترلاسه شوو په تر ټولو پخوانیو نسخو سربیره،د هرې قمری پيړۍپنځه خطي نسخې،نندارې ته وړاندې شوي دي .
په دغه نندارتون کې چې له مختلفو پيړیو سره اړونده قرآني تابلوګانې هم نندارې ته وړاندې شوي دي،د مختلفو اسلامی هیوادونو څخه داسلامی تاریخ کارپيژاندو او خطاطو هم ګډون درلود .
دغه نړیوال نندارتون نن تر وروستیوپورې پاي ته رسیږي .