IQNA

د ایران او افغانستان غوره شخصیتونه دې له تکفیري لیدتوګو سره په مقابلې کې رول ولوبوي

13:04 - April 14, 2022
د خبر لمبر: 3485679
تهران(ایکنا) – د افغانستان د سیاسی او کلتوري چارو کارپوهانوپه سیمې کې د تکفیري لیدتوګو له دودیدا سره په مقابلې کې د ایران او افغانستان د دوو هیوادونو دیني عالمانو،شخصیّتونو،ځوانانو او رسندویود روزنې پر ضرورت ټینګار وکړ.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د ایکنا له خوا ؛ له تکفیری لیدتوګو سره په مبارزې کې د ایران او افغانستان د دوو ملتونود ژورو پیوندونو رول؛په عنوان سره ی وبینار ترره شو. په دغه وبینار کنفرانس کې د ایران د خارجه وزارت د افغانستان د چارو  د کمیټې پخوانی مشر او دنړیوالو چارو کارپوه محسن پاک آئین د افغانستان یو کلتوري شخصّیت  او مصنف او کارپوه محمد شریعتي  او د افغانستان یو تکړه لیکوال  او څيړند عبدالشهید ثاقب د  وروستیو پيښو په باب خپل نظرونه وړاندې کړل .

 په راپور کې وئيل شوي،ابراهیم شریعتي د تکفیری لیدتوو د کلتوري ریښو په باب چې په همداوروستیوکې د امام رضا علیه السلام دسپيڅلي حرم په یوه صحن کې د څو ایرانیو طلبه ؤد ترور په پيښې  کې رابرسیره شوې ،ووئیل ،باید ووینو څرنګه له هغو عواملو سره چې د پرَدَیو جاسوسي ادارو له خوا ئې ملاتړ کیږي او سلفي او تکفیری لیدتوګې لري ، مقابله کیدلی شي .په پیل کې باید وارزول شي او ولیدل شي ،دا څنګه کیدئ شي ،، هغه مسلمانان چې پيغمبر ئې رحمت اللعالمین دی او کتاب ئې قرآن کریم دی چې د انسان لپاره د رحمانیّت پيغام ورکوي ، او د دوي دین د انسان د ژغورنې او نیکمرغۍلپاره راغلی دی ، له داسې ورځې سره مخامخیدلی او په دوي کې تکفیری لیدتوګې وده کولی شی ؟څوک چې په رضوی حرم کې په وژلې او ترور لاس پورې کوي،له یوې مخینې سره د یوه تفکر ریښه لري  او داسلام عالمان ، محدثین  او فقیهان باید ځوا ب ورکړي چې د اسلام له لارې غړیدلي دي .

هغه پخپلې وینا کې دغه راز ووئيل ، ددغو بهیرونو د شتون علت مشخص دی ،ځيني تش په نامه اسلامی ډلې ټپلې د یوه بل په ضد دومره پروپیګنډې او تبلیغات کوي ، او د یوه بل پر حقوقو سترګې پټوي ،  چې  کار تر دې حده رسیدلی دی .

د ایران په خارجه وزارت کې د  افغانستان په چارو کې د کمیټې پخواني مشرمحسن پاک آيین پخپل څرګندونو کې ووئيل ، د ایران او افغانستان خلک ډير مشترکات او ژورې کلتوري مخینې لري  ا ددواړو هیوادونو  اړیکې مخ په وده دي . که اختلاف هم وي ،نو دډيپلوماسۍ له لارې  دحل وړ  دی .د دواړو هیوادونو ښو اړیکو ته په پام سره ځیني عوامل هڅه کوي  دغه ښې اړیکې ترینګلي کړي، او ددواړه هیوادونه او ملتونه ئې له یوه بل سره ډغرې ته اړباسي،جعلی ویډیوګانې خپرې کړي  او ددواړو ملتونو او حکومتونو ترمنیځ نفرت او کرکه خوره کړي.خو باید ددواړو هیوادونو دیني عالمان او غوره شخصیّتونه باید لاس په کار شي ،په خلکو کې عمومي پوهه خوره کړي او د دسیسه ګرو له فتنو او ترینګلو هلوځلو خلک خبر کړي .ټول ښه پوهیږي ، چې له  څو لسیزو راهسې دایران حکومت او ولس د میلیونونو افغانانو کوربه دي او د خپلو خوئيندو او وروڼو په څير ورسره  چلند کوي .باید دغه وروولي او دوستي وساتل شي او په مینځ کې رامینځةشوي ناسم تفاهمونه ختم شي څو دسیسه ګر ناامید شي او د دوي دسیسې هم شنډې .باد په دې زمینې کې د ایران او افغانستان دواړه ملتونه مسئولیّت احساس کړي .هغه په عین حال کې ووئيل زما په اند په مشهد مقدس کې وروستۍ پيښه د ایران او افغانستان له دوو ملتونو سره هیڅ اړه نه لري  او هغه کسان چې تکفیری ریښې لري ،نه شیعه دي او نه هم سنیان، دوي غرضي موخې لري او د هغو هیوادونو د جاسوسي ادارو له خوا ئې ملاتړ کیږي  چې د دواړو ملتونو او هیودونوترمینخ ښه تعلقات او راشه دیرشه خراب کړي او خپلې موخې ترلاسه کړي . هغه په عین حال کې روښانه کړه ، باید ددواړو ملتونو ترمینځ کلتوري او فکري پوهاوی عام شي او  د پرَدیو په تفکراتو  او لیدتوګو نور ونه غولیږو،مونږ سره ووروڼه یوو او دیوه بل د احساساتو قدر کول د غوره او کلتوری ملتونو د پرمختګ نښه ده .

https://iqna.ir/fa/news/4049129/

captcha