IQNA

په عراق کې د حسینی اربعیّن پياده روي وارمخکې پيل شوه (انځورونه)

17:25 - August 28, 2022
د خبر لمبر: 3486149
ایکنا-(دعراق په بصرې ولایت کې  په فاؤ سیمې کې  واقع په ؛راس البیشه ؛ سیمې کې  د حسینی اربعین  د پیاده روئ درستورو ګډون کونکو د ؛له بحره تر نحره ؛ په شعار سره  دغې دستورې  وارمخکې پیل کړي دي.

 ایکنا خبری اژانس د المربد له قوله راپور راکړ،د عراق دبصرې ولایت په فاؤ سیمې کې د راس البیشه سیمې یو شمیر ښاریزو د کربلا معلی په لور دحسینی اربعین  لاریون  پیل کړ. په دغو دستورو کې زیاتره ګډون کون:ي ځوانان دي.

ددغه ولولناک لاریون  پيلیدا به  په رسمي  توګه څو ورځې وروسته د  نجف اشرف دځينو مذهبی شخصیّتونو  او حکومتي مسئولانو اود موکبونو دخاوندانو په شتون سره پیل شي.

له بل پلوه  د بصرې ولایت دشمال په لور  د فاؤ  سړک په لاره کې  دحسینی موکبونه  هم جوړ شوي دي  څو دحسینی زیارتوالو لپاره خواړۀ، دڅښاک شیان  او د آرام لپاره  مرکزونه برابر کړي. دغه لاریون  له دولسو تر څوارلسو ورځو پورې اوږدیږي.

 دعراق په واسط ولایت کې حکومتي مسئولانو وئيلي دي چې د اربعیّن د دستورو د  امنیت د تامینولو ځانګړي کمیټې ، خپلې امنیتی ، روغتیائي  او خدماتي کاري ډلې ئې ټاکلي دي او همداراز ددغه پلان د اجرا  او پيلبیدا نیټه  ئې هم ټاکلې ده .

ددغې کمیټې مشر محمد المیاحي  ووئيل، ددغې کمیټې فعالیت به د ستمبر میاشتې له هماغه پیله ،یعني سر  له سره نن پیل شي .  هغه زیاته کړې ده، دغه تاریخ  دایراني لوري په غږملتیا سره  مشخص شوی  او ټاکل شوې دا ده چې هره ورځ د مهران ،زرباطیه  سرحدي لارو څخه کابو یو لک کسان عراق ته وارد شي.   

 

آغاز زودهنگام پیاده روی اربعین از منطقه رأس البیشه در فاو+ تصاویر

آغاز زودهنگام پیاده روی اربعین از منطقه رأس البیشه در فاو+ تصاویر

آغاز زودهنگام پیاده روی اربعین از منطقه رأس البیشه در فاو+ تصاویر

آغاز زودهنگام پیاده روی اربعین از منطقه رأس البیشه در فاو+ تصاویر

https://iqna.ir/fa/news/4081106

captcha