ایکنا نیوز له نجف اشرف څخه راپور راکوي،د علوي مقدس آستان خادمان تر دې دمه د حضرت امام علی علیه السلام د مقدس حرم په صحن و سرا او سپيڅلي ضریح باندې د سرو ګلانو د ګیډیَو په کیښودلو او دغه راز پر نورو خدماتو او ښکلاؤ بوخت دي
په راپور کې وئيل شوي دي چې پر ضریح او دګلانو دتاجونو په کیښودلو او د ګلانو پر ګیډیو سربیره د ګلانو په کابو دوه زره پنځوسو څانګو سره ښکلی کړئ شوی دی .ټول حرم سره دصحنونو له وینځلو وروسته په قالینو پوښل شوی دی .
په راپور کې وئيل شو ي دي چې دغه ټوله تیاریانې تر بیګاشپې پورې بشبړ شوي او نن دغه سپيڅلی حرم دمینه والو د ځوګ او ولوله د لیدو وړ ده.
هر کال دعراق او د نړۍ له نورو هیوادونو په لسګونو زره خلک په نجف اشرف کې دحضرت امام علی علیه السلام حرم ته ځانونه رسوي ، څو د هغه بزرګوار د نیکمرغه میلاد دکلیزې په دستورو کې ګډون وکړي .
په ر اپور کې وئيل شو ي دي چې په دې اړه په درست عراق کې امنیتی تابیاوې زیاتې شوي دي او د زیارتوالو لپاره موکبونه هم جوړ شوي دي او اټکل کیږي چې د مومنانو دامیر حضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغې ورځې یعني د رجب د میاشتې له دیارلسمې نیتې سره همهاله د دزیارتوالو شمیر په اوڅاره توګه زیات شي.
د رجب د میاشتې ۱۳نیټه یوه داسې ورځ ده چې د دغې میاشتې نورو مستحبو او پر فضیلته عملونو سربیره ددغې ورځې لپاره ددوه رکعته ځانګړی لمونځ سپارښتنه هم شوې ده.البته د رجب ۱۳ نیټه د ایام البیض لومړنۍ ورځ هم دی او ددغې او ورپسې د دوو ورځو د روژې ساتلو ډير زیات ثواب ښودل شوی دی او هغه څوک چې د ام داؤد داعمالو دترسره کولو نیّت لري، نو باید دغه ورځ روژه وساتي .
د ایکنانیوز قرآني خبری آژانس درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ ټولو پتمنو انسانانو په تیره بیا د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي.