ایکنانیوز د برناما له قوله راپور راکړ، د جرمنی حکومت داعلان په اساس او د پارلیمان د یوه نماینده د پوښتنې په ځواب کې حکومتي اړونده چارواکو د وینا په واساس د روان کال له جنورۍ میاشتې تر مارچ میاشت پورې په مودې کې د جرمني د مسلمانانو په ضد په نفرت خورونې مشتملو جرمونو ۳۱۲موردونه ثبت شوي دي.
دغه اطلاعات د مسلمانانو په ضد د نفرت خورونې له امله د جرمنونو په باب دکین پال ګوند په وسیله مطرح شوي سوال ته د جرمني د حکومت په کتبې ځواب کې راغلي دي.
د جرمني د حکومت په وینا،په همدغې مودې کې په جوماتونو باندې د ۱۲حملو شاهدان وو چې د شپاړسو کسانو د ټپي کیدا سبب شوي دی.
اړونده چارواکو د مسلمانانو په ضد د جرمنو په زمینې کې د ۱۱۷شکمنو کسانو په ضد څيړنې پيل کړي دی او له هغوي د دوو کسانو د زنداني کیدا حکم صادر شوی دی.
په همدې رابطه کې د بشری حقوقو دفاعي ادارې اعلان کړی دی چې د جرمني حکومت د توکمپالنې په وړاندې د مسلمانانو په ملاتړ کې لټي ګوي، په داسې حال کې چې د دوي په ضد د زیاتیدونکي نفرت او توپیرو موردونه شته دي.
دغې ادارې پخپلې یوې خبرتیا کې وئيلي دي، د مسلمانانو په ضد له توکمپالنې سره د اړونده تعریف نشتوالی،د پيښو په باب د رسمي اطلاعاتو نشتوالی او له قربانیانو څخه دتشکیلاتي ملاتړ نشتوالی هغه موردونه دي چې په دې زمینې کې د اغیزشیندونکي غبرګون خنډ کیږي.
د جرمنی چارواکو د تیر کال له اکتوبر تر دسمبر پورې په وخت کې کوم اطلاعات نه دي وړاندې کړی ، خو د جرمنی مدنی ټولنې ډلو ټپلو د تیر کال په اکتوبر کې د طوفان الاقصی په عملیاتو پسې او په غزې د اسرائيلو له تیریو پيلیدا وروسته له اکتوبر میاشتې راهسې د مسلمانانو په ضد د پيښو د زیاتیدا په باب خبرداری ورکړی .