IQNA

الخلیل سیمه کښې د پیغمبر اکرم حضرت محمد د زوکړې د کلیزې په مناسبت د فلسطین د دیارلس سوه حافظانو قراني محفل

6:48 - September 17, 2024
د خبر لمبر: 3489859
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې په مناسبت په یوه پروګرام کښې د فلسطین دیارلس سوه ښځینه او نرینه حافظانو

 په الخلیل سیمه کښې په ابراهيمي جومات کښې د قران کریم بقره سوره په یوې جلسې او غونډې کښې تلاوت کړه.
ایکنا خبري اژانس د قطر د «مرسال» په قول راپور ورکړ وړمه ورځ د فلسطین د قران کریم دیارلس سوه حافظانو د نیواکي لویدیځې غاړې په جنوب کښې په الخلیل ښار کښې د نبي اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې په مناسبت د قران کریم په یوه پروګرام کښې شرکت وکړ.
د ابراهیمي جومات مدیر «معتز ابوسنینه» وویل : دیارلسوه ښځینه او نرینه حافظانو د قران کریم د بقرې سورې یوشمیر ایتونه په یوې جلسې کښې په الاسحاقیه ، الجوریه ، المالکیه مصلاو او منطقه صحن ، مقام ابراهیمیه ، یوسفیه او یعقوبیه کښې تلاوت کړل.
هغه په دوام کښې وویل دغه دستورې د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې په مناسبت د الخلیل سیمې د اوقافو په څارنې او د خلکو په پراخ ګډون سره ترسره شوې.
ابو سنینه جوته کړه دغه جومات به د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې د لمانځلو لپاره د جومات د تاریخ په هکله د ویناو ، د ذکر او د مدیحه ویلو په شمول د بیلابیلو فعالیتونو کوربه وي.
هغه ټینګار وکړ چې دغه دستورې په ابراهیمي جومات کښې د خلکو د شتون د پیاوړي کولو په چوکاټ کښې دی او اسرائیل په پرله پسې ډول د دغه جومات سپکاوی کوي.
د اسرائیلو نیواکګرانو ابراهیمي جومات ته په ننوتکو لارې کښې د سختیو په زیاتولو سره د لمونځ کونکو د پيژندګلوۍ کارتونه ګوري او د لمونځ د ادا کولو لپاره جومات ته د لمونځ ګزارو د ورتلو مخه نیسي.
د الخلیل ښار د اوقافو مدیر غسان الرجبي په یوې بیانیې کښې وویل د اسرائیلو چارواکو د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې د ابراهیمي جومات په هکله د فلسطینیانو لپاره یوشمیر محدودیتونه پیل کړي دي.
ابراهیمي جومات په الخلیل زوړ ښار کښې چې د اسرائیلو په کنټرول کښې دي پروت دی او کابو څلور سوه ښارګي میشته خلک هلته وسیږي او د اسرائیلوږ کابو پینځلس سوه پوځيان د دغو کسانو محافظت کوي.
مسجد ابراهیمي چې حرم ابراهیمي هم بلل کیږی یو مهم مذهبي ځای دی او دغه اعتقاد شته چې د حضرت ابراهیم علیه السلام او د هغې د میرمنې سارا  مقبره له حضرت اسحاق ، له حضرت یعقوب او د دوې له میرمنو سره یوځاې په همدې ځاې کښې ده.
دغه ځای د مسلمانانو ، د یهودیانو او د عیسایانو لپاره سپیڅلی  ګنل کیږي او د هغه تاریخ د ګډ مذهبي او د کلتوري ژوند د کولو ښودنه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4236846

captcha